افغانستان

دامریکایانو یوه بله دسیسه کشف اوخنثی شوه

په داوروسيتوکې ددښمن داستخباراتي کړيو لخوا دهيواد په ځينو ولاياتو،دهیوادپه سرحدی سیمو اوحتی قبایلوکې داسلامی امارت دمقام په نامه يو جعلي ليک داعلامیې په ډول په لاندي بڼه خپورشوی :
(لاندي هغه لیک دی چي امریکا یانو نشرکړی او په دروغویې داسلامي امارت مقام ته منسوب کړی)

fake-media-statement

دغه پورته جعلي ليک په کابل او ولايايتونو کې دامریکا یانو او دهغوی دګوډا ګیانو له لوري دځينو رسينو دفترونوته هم په پاکټ کې استول شوی اوپه کې ويل شوي دې چې : (داسلامي تحریک ټول مجاهدین دې په قطر کې دمذاکراتو دپایلې تر روښانه کیدلوپوري په خپلوعملیاتوکې نرمي راولي )اوداسې نور افواهات …. داچې دا عمل په ښکاره توګه دامريکا داستخباراتي ارګان (سي آی ای ) لخوا دخلکو دتير ايستلو په موخه ترسره شوي اوتر شاېې شوم هدفونه پراته دې دافغانستان اسلامی امارت يې په اړه لاندې غبرګون ښېې :

څرنګه چې زموږ مکار دښمن امريکا او ورسره يرغلګر او ګوډاګي ياران يې دافغان ميړني اولس دتورې او مټ په زور له سخت وارخطا او لرزيدلي حالت سره مخ دي نو په مختلفو طريقو او حربو سره غواړې چې ځانته دشګوبند وتړي او په يوه نوعه دخپل ځان په وړاندې دافغانانو دقهر او کسات اخيستلو ګراف راټيت کړي ،نو دخپلو استخباراتي ارګانونو په وسيله دخلکو دغولولواو تيرايستلو داسې جعلي او لنډي افشاکيدونکې ناکامه هڅې کوې ، داپه داسې حال کې ده چې زموږ ملت په لوی الله جل جلاله باندې په کامل توکل او دخپل ايماني او افغاني غيرت په غوښتنه نيږدې څو لسيزې وړاندې د(KGB ) مختلفو حربو او توطئو ته داسې عبرت ناکه ماتې ورکړه چې دابد لپاره يې نړۍ دکمونيزم له شره بې غمه او په راحت کې کړه ، شورویانو هم دخپلو ګوډاګيو استخباراتو په مټ زموږ په ملت کې دمختلفو طريقونه د دروغو او جعل پروسې پرمخ يوړې خوبې له دې چې زموږ ملت ېې دداسې شومو پلانونو په وړاندې بيدار او ويښ کړی وي بل څه يې ترلاسه نکړل ، نن امريکا يې ( CIA) هم دهغوپه پله پل ږدې او ورته حرکات ترسره کوې خو په داسې حال کې چې دداسې اعمالو په مخنيوي کې افغان ميړنی ملت دنړۍ داستاد حيثيت لري ، افغانان دداسې شومو کړنو په اوائلو کې په دې پوهيږې چې خپل امارت ېې څرنګ دريځ او مشرتابه لري او داسې جعلي ليکونه له کومو لارو او دکومو اشخاصو لخوا خلکوته رسېږې ، امريکايان بايد داخبره په خورا و وضاحت درک کړې چې ددوئ په وړاندې روان جهاد او مقاومت زموږ دملت ديني او ايماني وجيبه ده چې لوی عقيدوي اصل لري ، اوترهغو به روان وي چې په دې هيواد کې بهرنی ناروا شتون وجود ولري ، نو ښه به داوي چې دوئ زموږ دملت اصلې غوښتنوته تسليم شې او له ناسمو او ګمراه کونکو حرکاتونه لاس په سرشي، که نه نو بې له دې چې خپل وخت يې لکه دالس کاله ضايع کړی وي ، خپل ملت يې نورهم دفقر او هلاکت په لور روان کړی وي بل څه به په لاس ورنشي ، اسلامي امارت به ددښمن ددا ډول دسیسو شنډولوته لازیات متوجه شي په یرغلګروامریکایانو،دهغوئ په ایتلافیانو اوپه بي ننګه داخلي ملاتړکوونکوباندې به خپل پوځي عملیات لازیات ګړندي اوتر هغو پوري به خپل مقدس جهاد ته په پوره قوت سره دوام ورکړي تر څو چې ټول بهرني قوتونه په بشپړه توګه وتلي نه وي .         والسلام

دافغانستان اسلامي مارت

سرچینه: د طالبانو الاماره ویب پاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x