
د طيب اغا په مشرۍ د طالبانو سياسي پلاوي تهران ته سفر کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر طيب اغا په مشرۍ د طالبانو سياسي پلاوي د ايران پلازمېنې تهران ته سفر کړی دی.
ايراني رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې د طالبانو سياسي پلاوي ايراني چارواکو سره د افغانستان، اسلامي نړۍ، سيمه ييزو چارو او د کډوالو په ستونزو خبرې اترې کړي دي.
پژواک خبري اژانس د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ليکلي، چې د دوی سياسي پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو او سيمه ييزو حالاتو د څېړلو په موخه ايران ته تللی دی.
د ذبيح الله مجاهد په وينا تهران ته د طالب پلاوي سفر د دوی له عادي سفرونو څخه دی، چې وخت په وخت ځينو هېوادونو ته د اړتيا پر مهال تر سره کيږي.
د ايران «تسيم، شرق او ايران فرنټ پیج» خبري اژانسونه ليکلي، چې د طيب اغا په مشرۍ د طالبانو سياسي پلاوي ايراني چارواکو سره دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو او سيمه ييزو چارو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې قطر کې د سياسي دفتر مشر طيب اغا په مشرۍ د طالبانو يو پلاوي ايران ته سفر کړی او د دغه سفر په ترڅ کې ايراني چارواکو سره دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او د افغانستان په سياسي حالاتو خبرې اترې کړي دي.
د ذبيح الله مجاهد په وينا، نوموړی سفر د هغو عادي سفرونو یوه برخه ده چې د طالبانو پلاوي یې وخت په وخت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د دوه اړخیزه موضوعاتو څېړلو، اړیکو جوړولو، پراخولو او ټینګولو په موخه تر سره کوي.
بايد وويل شي، چې د طالبانو سياسي پلاوي له دې وړاندې فرانسې، استراليا، المان، چين، جاپان او ځينو نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.
دا پلاوی نه مهاجرینو لپاره تللی نه هم ورسره د مهاجرینو د ستونزو کوم غم شته بلکه د خپل د قدرت د حفظ لاری لټوی او دا ځل ایران نه د اسلامی دولت مقابلی لپاره د مرستو جلبولو لپاره تللی او دوی پوهیژی چی ایران دوستی اوس دوی سه موده نور هم پاتی کولی شی کنه د ایمان تقاضا خو داوه چی له ایران سره هیڅ اړیکه نه وای شوی ولی چی نن ایران په توله اسلامی نړی که د نقاق او شرارت اور بل کړی ځما په فکر طالبانو هم د تنظیمونو لار غوره کړه او هر بوټی ته… نور لوستل »
قاری صیب تاسی دلیل هم لرۍ چی طالب هیئت د داعش مقابلی ته مرستو لپاره تللی، او که له مړې خیټالوژۍ مو ایرانۍ پاړسي غږولې؟
قاری خانه ډیری بیځایه بابولالی دی غږولی دی بیځایه بد ګمانی دی کړی ښه درباندی پوهیړم او ۱۰۰٪ یقینی یم چی حزبی یی او په تنظیمی تعصب کی سر ترپایه غرق یی د اسلامی دولت یی په مونړ څه او زمونږ یی په هغوی څه چی بیځایه اسلامی دولت دولت یادوی او نفاق ته لمن وهی اسلامی دولت دی نر شی خپله ساحه دی له کفارو او طاغوتیانو پاکه کړی او مونړ دی خپله ساحه دیو بل په ضد له بیځایه تبلیغاتو باید لاس واخیستل شی د ټولو اسلامی هیوادونو لپاره د یو خلیفه تعینول دومره اسانه کارنده چی یو… نور لوستل »
سره له دې چې اسلامي هیوادونه د افغانستان د اشغال په اړه افغانانو ته شرعا و ضمیرا و مسوولیتا شرمنده او ملامت دي خو بیا هم طالبان د خپل اسلامي او سیمه ایز مسوولیت له مخې د ایران او عربستان تر منځ ښه منځګړیتوب کولای شي.
په دا سی سختو شرا ئطو کی ایران ته د طالبانو د رسمی پلاوی سفر او هلته د افغانانو په ستونزو خبری کول د طالبانو په رشتنولی او صداقت دلاللت کوی
چی طالبان خپلو وطنوالو ته څومره وفادار دی
دروخبرو ته مو فام راګرزوم لمړی داچې :داسلامی امارت اساس ددين اودشریعت دنفاذلپاره دي . اودوهم داچې اسلامي امارت نړیوال تنظیم دی ،خپله پالیسي لري ، هرڅه يې درهبري شورا اودسترو دینی علماؤ له لوری په مخ وړل کیږي نودظن بالمؤمنین خیرا په ځای دشر ګمان خپله یوناروا عمل دی .
دریم داچې دامشهوره اوډیره په ځای مقوله ده :چې دچاپه شخصیاتوکې کار مه لرئ .
سبحان الله داده شه انصاف چي هغه ډله چي 15کاله په جهاداوفدا کاري باندي اخته ده په زرهاوو شهيدان لري.خو نن به داحق هم نلري چي يو هيواد ته دخپل شرعي اهدافو دپاره سفر وکړي زه په باور لرم چي دطالبانو رهبري شورا دعلماوو تر رياست لاندي.ترسره کپږي
جمید خانه اول داچی الحمد لله نه حزبی یم نه متعصبه حرکتی خو یوه خبره واروره او ځما دا لیکنه ځان سره وساته ډیر ژر به ته وګوری چی ستا معشوقه په کوم لور روانیژی زه د داعش مدافع نه یم او اصلا د هغوی پدایښت دلته افغانستان کی د خیر سبب نه بولم بلکه هر څومره چی نوی ډلی ټپلی پیدا شی همداسی فتنی او شرارتونه سوا کیژی ځما دا یقین دی چی لکه څنګه چی اسلامی امارت د خپل لس کاله مخکی موقف باندی ندی پاتی روسته به په اوسنی موقف هم پاتی نشی ځه صرف د خبرونو… نور لوستل »
محمد احمد صاحب دیره بی ځایه دلیل دی ویلی د چا په شخصیاتو کار ملری دا اوس کوم منتطق دی چی د لکهاو مجاهدینو وینی قربانی زندانونه هجرتو خپل شخصیات بولی دا ملک او دا امارت د چا دپلار شخصی ملک ندی چی هغوی څنګه غواړی هغه شان دی وکړی شهیدان به مجاهدین ورکوی قربانی به عام مجاهدین ورکوی او د پالیسی تعین د ستاسو شخصیات وی دا حق تاسو ته چا درکړی چی دا دومره خلک دی تاسو لپاره قربان شی او کله چی د دوستی او دشمنی تصیم نیولو وخت شی ستاسو شخصیات شی والله افرین شه ستا… نور لوستل »
قاری خانه د اخلاقو له دایری وتلی یی عاشقی څه معنی لری زمونږ منظور د افغانستان آزادی له کفری اشغال نه او داسلامی نظام قیام زمونږ په هیواد کی ده او حق خبره باید وکړو مونږ د چا عاشقی ته ضرورت نلرو ذلت او عزت د خدای په لاس کی ده مونږ یی صرف له هغه ذات نه غواړو ولی ته ډیر بیځایه دلیلونه وایی دا کوم خبری چی ته کوی د شپږم ټولګی د شاګرد له سویی نه ټیټی خبری دی د سیاست په لار هم نه یی تللی او نه له اسلامی احکامو او نصوصو خبر یی ظلمونه… نور لوستل »
حمید صیب داچی ځه سواد لرم که نلرم دا بیله خبر ده خو د دی وطن هر غړی حق لری چی پوه شی په کوم لور بیول کیژی که چیری کوم بیسواد یا د ټیټی سویی شاګرد حق ونلری چی د جهاد او سیاست امورو کی برخه ولری یا هم نظر ورګړی نو بیا خو ټول امارت کی کوم لسانس او دکتور نشته حتی قدر من امیرالمومنین هم مکتب ندی لوستی او د دینی علمو فارغ دی په هر حال موژ کله ویلی چی خبری حرامی دی موژ سازش نه منو په دی ته هم پوهیژی چی ایران سره مذاکرات… نور لوستل »
قاری صیب ستا ددی خبرو نه چی د اسلامی دولت په ضد پټ پلان او دسیسه ده نه نو خو بیا دا مطلب راوځی چی طالبانو کومی خبری په خپلی اعلامیه کی کړی دی هغه درواغ او ستا کوم ظن یا ګمان چی په اړه یی ثبوت هم نلری هغه صحیح ده تا خو په خپل ځان قاری نوم هم ایښی ده دقرآن دا آیت دی لوستی ده چی الله(ج) فرمایی يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ… نور لوستل »
آخر خبره هم دا چی که مونږ او تاسی رښتیا هم غواړو چی داوسنی جهاد ثمره مطلوبه نتیجه ولری یعنی کفری اشغالګر له هیواد ووځی او اسلامی نظام قایمه شی جهادی صف همداسی واحد او متحد پاتی شی او لکه د روسانو سره د جهاد په شان بدنامه نشی نو باید مونږ او تاسی تنظیمی ، سمتی او قومی بی اتفاقیو ته د شګ او ګمان په اساس لمن ونه وهو دبهرنیو استخباراتو له مزدوری نه لاس واخلو او لدی کارونو باید جدا اجتناب وکړو کنی ددی جهاد نتیجه به هم خدای مکړه لکه هماغه د روسانو په شان د… نور لوستل »
قاری سیب محترم ته فرمایی چی په داسی حساسو شرایطو کی خبری کول ناروا دی ایران د اسلامی نری په ضد جنگ شروع کری زکه خبری ورسره ناروا دی . په دی باره کی د قران او حدیثو نه یو دلیل ولیکه بیا تاته سه معلومه شوه چی داعش په ضد تری مرستی غواری ایران چی د اسلامی هیوادونو په ضد جگره شروع کری اصلی لامل یی وابیان دی ان په جمعی لمانزه کی ورته بمونه والوزول همدا تیره ورز یی په سعودی کی یو نفر د شیعه گانو په مسجد کی زان والوزوه ایا دا به هم. دجنت لری… نور لوستل »
قاری حسیب صیب! هیله کوم چی له خیټې څخه خبرې مه کوئ هیڅ داسې کوم ښکاره دلیل نه لرې چې د امارت د سفر په اړه یې وړاندې کړې نو مهرباني وکړه هسې د خلکو وخت مه ضایع کوه او مه بیځایه دلائل وایه، امارت کې په سلګونو دوکتوران او ماسټران شته دي ته خو لا یو ښیې البته ځینې یې ښکاره دي او ځینې بیا تراوسه د امنیتی ملوحظاتو له وجې په پټه کار کوي، زه چې ستا املائي لیاقت ته ګورم نو فکر نه کړم چې داسې خاص وزن ولرې لکه څنګه چې دعوې کوې، پښتو د تراوسه… نور لوستل »
که امارت د داعش تشویش نلری نو ولی دوی د خپل پخوانی دشمن کور ته ورزی ؟؟
او بله خبره داده چی ایران د طالبانو د نظام په نسکورولو کی د امریکا سره مرسته کړی وه- او د صدام د نظام به نسکورولو کی خو دا اوس هم عملا لګیا دی – هیله کوم د ایرانیانو سره دوستی ته ترجیح مه ورکوی – په سوریه کی بشار اسد ۴۵ کاله کیږی چی ظلمونه کوی او د ایران نه عام و تام حمایه کیږی – ایران اسلامی تاریخ ته یو منافق هیواد تثبیت دی د اسلامی دولت په هکله به ووایم چی دومره ماته معلوم نه دی چی د کوم هدف او یا د چا له خوا ایجاد… نور لوستل »
احمدی صیب! سلامونه او احترامات ومنئ. نه پوهیږم چی رښتیا به ډاکټر وې او که هسې دا مختاړی له نوم سره لیکي ستاسې له نوم سره د ماشومانو غوندې خبرې په ادبی او فکری لحاظ سره هیڅ اړخ نه لګوي نو هیله کوم چی له بیځایه ډنډورو څخه ډډه وکړئ، ایران د افغانستان یو دایمی ګاونډئ دی چی په هیڅ صورت سره مقاطعه او بیلیدل ورنه امکان نه لري د قیامت تر ورځې پورې به افغانان ورسره لاس او ګریوان وي، که چیری تیرشویو تجربو ته په کتو سره یو ځل خپل سره ګریوان ته کړې نو په زور سره… نور لوستل »