افغانستان

ظواهري: په دفاعي بودیجه کي کموالی او د طالبانو سره مذاکرات دامریکا کمزوري او ماته څرګندوي

zawahireدالقاعده ډلی مشر ایمن الظواهری په یوه ویډیویی پیغام کی ویلی چی دامریکا دقوت زوال اوس شروع سوی.  دبهرنیو خبری سرچینو په وینا په یوه تازه صوتي پیغام کی دالقاعده تنظیم مشر دکتور ایمن الظواهری ویلی چی دامریکا په دفاعی بودیجه کی کمبود دامریکا دقوت وکمزوری کیدلوته اشاره ده او دطالبانو سره په قطر کی مذاکرات هم دامریکا دماتی او شکست وطرفته اشاره ده  ، دډاکټر ایمن الظواهر دغه نوی صوتي پیغام ۲۴ دقیقی اوږد دی.

د ایمن ظواهري دغه صوتي پيغام چي په اسلامي جهادي پاڼو کې خپور شوی، وړاندي وايي: زه تاسو ته زیری درکوم چي د امریکا قوت او طاقت ډیر په چټکی سره مخ پر زوال دی، او ددې زوال وروستی علامه داده چي امریکا خپل د وزارت دفاع پنتاګون بودیجه کمه کړه.

نومړي وړاندي ویل: کوم مشکلات چي اوس امریکا ته متوجې دي، د هغو له وجي امریکا مجبوره سول، چي خپل دفاعي بودیجه کمه کړي، او دا مشکلات امریکا ته صرف د افغانستان د مجاهدینو له خوا د الله جل جلاله په توفیق ور پیښ دي.

او ووېل: ډېر ژر به امریکا خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي، او هغوی اوس طالبانو ته زاری کوي، چي مذاکرات ورسره وکړي، هغه طالبان چي دوی به مخکي تروریستان ورته ویل، او ختمول یې خپل هدف ګرځولی وو.

ایمن الظواهري د مصر په اړه هم خبري کړي، او ویلي چي تر څو په مصر کې اسلامي شریعت نه وي نافذ سوی، او تر څو چي د اسرائیل سره ټول معاهدات نه وي لغوه شوي، او د امریکا د هري خبري منلو عادت نه وي پرېښودل سوی، تر هغو به د حسني مبارک فاسد نظام په هیواد کي پاته وي.

نومړي وویل چي په عربي نړی کي د ټولو پاڅونونو رنګ او نعره اسلامي وه، او هغوی د امریکا د استبداد په وړاندي را وپاڅیدل.

د ایمن ظواهري دغه پیغام په ږغ کې لاندي اوریدلای سئ:

{wmaremote}http://ia600800.us.archive.org/4/items/resala_09/9.wma{/wmaremote}

عبید

{wmaremote}http://domain.com/audio/theJoomlaShow.wma{/wmaremote}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x