ای پي ایل: ممبۍ یوه مهمه لوبه کې د چنای پیاوړی لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غویي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ پایلوبې دوهمې مرحلې ته لار موندنې لومړۍ لوبې کې د چنای سوپر کینګز پیاوړی لوبډلې په ۲۵ منډو د ممبۍ انډنیز لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه.

ممبۍ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې د ممبۍ انډینز لوبډلې لوبډل مشر روهت شرما دغه پریکړه وروسته بیا یوه غوره پریکړه ثابته شوه.

ممبۍ انډینز لوبډلې د سایمنس او پولارډ غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

د ممبۍ لوبډلې لپاره سایمنس په ۵۱ توپونو د درې څلوریزو او پنځه شپږیزو په مرسته ۶۵ او پولارډ په یوازې ۱۷ توپونو د یوې څلوریزې او پنځه شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

د چنای لوبډلې لپاره براوو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. براوو خپل ۴ اورونو کې درې ویکټې واخیستې خو ۴۰ منډې يي ورکړې چې د منډو ورکولو اوسط يي ۱۰ منډې وې.

د چنای لوبډلې ټول توپ وهوونکو دغې لوبې کې د ممبۍ لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. دغه لوبه کې د دغې لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکي سمېت او دوني له منډو جوړولو پرته وسوځیدل.

چنای لوبډلې بیا هم د ډو پلیسېس غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې یوازې ډو پلیسېس د چنای لوبډلې لپاره غوره توپ وهنه وکړه. ډو پلیسېس په ۳۴ توپونو د پنځه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې.

د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره ملینګا تر ټولو لږې منډې ورکولو سره تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. ملینګا خپل څلور اورونو کې یوازې ۲۳ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

دغه لوبه کې د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره وینې کمار درې اورونو کې دوه ویکټې، هربجن سینګ څلور اورونو کې دوه ویکټې او سوچیت دوه اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د