شین چای؛ د بې شمیرو ناروغیو یوازینۍ درمل یوه بله ګټه هم لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): شین چای له سلګونو کلونو راهیسې د بې شمیرو ناروغیو د درمل په ډول استعمالیږي. خو اوس اروپا کې دغه مشروب د پوټکي د ناروغیو څخه خلاصون لپاره هم کارول کیږي.

د جرمني یوې خپروونکي ادارې راپور پر بنسټ شین چای اوس د پوټکي مختلفو کریمونو جوړولو یوه اړینه برخه ده او د پوټکي لپاره استعمالیدونکي ټولو کریمونو کې استعمالیږي.

د غیر طبیعي ښکلا لپاره استعمالیدونکي توکي تولیدوونکو اتحاديي مشر برګټ هوبر وویل چې په شین چای کې شته ویټامینونه، معدنیات او ځینې نور روغتیايي مواد د زخم رغولو خاصیت لري.

نوموړی زیاته کړه چې شین چای د پوټکي روغتیا لپاره هم ډیر زیات ګټور دی ځکه چې په شین چا د چای د نورو ډولو په پرتله ځانګړی کیمیاوي عملیې نه ترسره کیږي د کوم پر بنسټ چې د دغې مشروب طبیعي خواص پر خپل ځای پاتې کیږي.

په میونخ ښار کې د نورکاویر اسکول اف کاسمیټکس یو پروفیسر الیګزازنډرا کیزلر وايي چې په شین چای کې شته کلوروفیل د انسان پوټکی تازه ساتي او په شین چای کې شته کیفین بیا پوټکی ښکلی کوي.

د شین چای یوه بله ګټه دا ده چې دغه مشروب کې شته ګټور ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد یوازې څو ساعتونو کې د انسان په بدن اثر کوي او د اوږدې مودې لپاره يي اثر پاتې کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د