نړۍ

ترکيه د اسراييلي ښکېلاک له لوري د غزې نړېدلي جوماتونه رغوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې د اوقافو وزير محمد غورماز د غزې د سفر پر مهال اعلان کړی، چې د اسراييلي ښکېلاک له لوري نړول شوي جوماتونه به ترکيه له سره رغوي.

د ترکيې د اوقافو وزير په مشرۍ يو پلاوی تېره يکشنبه غزې ته تللی او تېره ورځ يې اعلان وکړ، چې د اسراييلي ښکېلاک په بريدونو او بمباريو کې د غزې له سلو زيات جوماتونه ويجاړ شوي او هوډ يې څرګند کړ، چې دغه نړيدلې جوماتونه به ترکيه له سره ابادوي، چې شاوخوا پنځوس ميليونه امريکايي ډالر لګښت به پرې راځي.

محمد غورماز غزې کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې هېواد يې هوډ کړی، تر څو د اسراييلي ښکېلاک له لوري نړېدلي جوماتونه د عثماني تمدن په څېر ورغوي.

ترکي وزير، چې قدس شريف، لويديځه تراډه او له غزې ليدنه کوله، تېره ورځ يې غزه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د ترکيې له لوري د غزې د جوماتونو د بيا رغونې کار به ډېر ژر پيل شي.

غزه کې د مذهبي چارو او اوقافو وزارت وکيل حسن الصيفي الجزيرې تلويزون ته ويلي، چې ترکي وزير د هغو ۷۳ جوماتونو د ابادولو هوډ څرګند کړی، چې د اسراييلي ښکېلاک په وروستيو بريدونو شهيدان شوي او له دې وړاندې د اسراييلو دوو يرغلګرو بريدونو کې د غزې ۳۴ نور جوماتونه هم نړيدلي او ۱۹۷ نور زيانمن شوي دي.

د ښاغلي صيفي په وينا ترکي وزير د ټولو نړيدلو او زيانمن شوو جوماتونو د بيا رغولو هوډ کړی او امر يې کړی، چې د نړېدلو جوماتونو د بيا رغولو کار بايد ژر تر ژره پيل شي.

د غزې د اوقافو وزارت وکيل حسن صيفي زياتوي، چې د ترکيې د مذهبي چارو او اوقافو وزير د نړېدلو جوماتونو تر څنګ د يو ستر جامع جومات د جوړولو اعلان هم کړی، چې شاوخوا پنځوس زره لمونځ کوونکي به په کې ځاييږي او تر څنګ به يې د قراني قراتونو او قاريانو لپاره يو ستر مرکز هم جوړيږي.

د غزې د جوماتونو د بيا رغولو لپاره فلسطيني چارواکي وايي، چې ترکي وزير ته يې د قطر له پلان او تجربې څخه د کار اخيستو ويلي او هغوی هم ډاډ ورکړی، چې دوی به د قطر کار او زيات په خپله وارزوي او بيا به يې په اړه پرېکړه وکړي.

فلسطيني چارواکي وايي، چې ترکيه يو خپلواک هېواد دی، چې کولای شي، چې پر اسراييلو هر ډول فشار وارد کړي او هېڅوک د ترکیې د بيا رغونې د کار او پلان مخنيوی نه شي کولای.

راپورونه وايي، چې محمد غورماز د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د سياسي دفتر له مرستيال مشر اسماعيل هنيه سره د خپلو ليدو پر مهال د هغو زرو تنو د ودونو لګښت هم منلی، چې په ټوليزه توګه به د حماس تر سرپرستۍ لاندې ترسره کيږي.

فلسطيني چارواکو د اجتماعي ودونو لګښت منل د ترکيې يوه ستره مهرباني ګڼلې ده.

فلسطيني چارواکي وايي، چې د ترکيې مرستې او لاسنيوی به د غزې ولس په پښو درولو او اقتصادي وده کې رغنده رول ولري او له نورو عربي او اسلامي هېوادونو يې هم غوښتي، چې د ترکيې پر پله پل کېږدي او غزه کې د خپلو مظلومو مسلمانانو ملاتړ او لاسنيوی وکړي.

پر غزه د اسراييلي ښکېلاک د محاصرې د پای ته رسولو د ولسي شورا مسؤول جمال خضري وايي، چې د ترکيې او نورو هېوادونو لاسنيوی او مرستې د غزې ولس لپاره ستره هيله او رڼا ده، مګر د غزې ولس غواړي، چې د اسراييلي ښکېلاک له لوري د غزې محاصره پای ته ورسيږي، تر څو د غزې د بيا رغونې چارې په اسانه پر مخ روانې شي.

ښاغلي خضري زياته کړه، چې د تېر اګست مياشت راهيسي، چې اسراييلي ښکېلاک پر غزه بريدونو او ظلمونه کړي، له هغې وروسته، چې غزې ته کوم مواد راځي، د غزې د خلکو او بيا روغونې د چارو لس سلنه مواد هم نه پوره کوي او په دې اړه د نړيوالو فشار او ټينګار ته اړتيا ده، چې پر اسراييلي ښکېلاک يې وارد کړي، تر څو غزې ته د ژوند د ورځنيو چارو د اسانتيا له مخنيوي لاس واخلي.

فلسطيني چارواکي وايي، چې ترکيه هغه هېواد دی، چې کولای شي، د اسراييلو له فشار او زور پرته غزه کې د بيا رغونې او پر مختګ هر ډول کارونه تر سره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x