fbpx

سیدنا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله تعالی عنه) – اتمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

بیعت الرضوان، دسولی تړون څو مادی پر مسلمانانو درانده تمامی شوې، د الله رسول صلی الله علیه وسلم د سیدنا صدیق اکبر (رض) څخه مشوره وغوښته، سیدنا صدیق اکبر (رض) وویل: تاسی د الله رسول یاست څرنګه چې الله جله جلاله حکم وی هغه ډول امر وکړی، موږ يې پلې کوو.

د خیبر په غزا کی سیدنا صدیق اکبر (رض) دالله د رسول صلی الله علیه وسلم د مشاور او مجاهد په توګه برخه درلوده او دمکی په فتحی کی دالله رسول سره یو ځای و، کله چې د مشرکو قریشو مقاومت پای وموند د الله رسول (ص) هغوی ته بخښنه وکړه، سیدنا صدیق اکبر (رض) خپل پلار (ابو قحافه) د الله رسول خدمت کی حاضر کړ (چې سپین ګیری و دعمر زیاتوالی لامله يې سترګو دید نه درلود) او طمه يې څرګنده کړه چې په اسلام مشرف شی!!

د الله رسول صلی الله علیه وسلم خپل مبارک لاس د ابو قحافه په سینی کیښود، وی فرمایل: اسلام راوړه! ابو قحافه هماغه لحظه د شهادت کلمه ولوستله، په اسلام مشرف شو!

د حنیبن په غزا کی چې کله د حوازن قبیلی په کمین کی اسلامی لښکر ګیر شو او د حوازن قبیلی غشی ویشتونکو د مسلمانانو صفونه مات کړل ، محدود شمیر صحابه کرام دالله رسول سره ثابت قدمه پاتی شول چې یو يې سیدنا صدیق اکبر (رض) و.

د طایف په غزا کی دده مجاهد او خدمتګار ځوی حضرت عبد الله (رض) د جنګ په لیکه کی په غشی ولګیده او د همدی ټپ لامله په شهادت ورسید.

د تبوک غزا د اوړی په سختی ګرمی کی را مینځته شول چې د افرادی قوت سربیره د تجهیزاتو او پانګی ته زیات ضرورت وو، سیدنا صدیق اکبر (رض) مسلمانانو ته له جهادی ولولو ډکه وینا وکړه چې په مجموع کی ټولو صحابه يې کرامو د سرو زرو، سپینو زرو ، غنمو ، اوربشو او خورما وو درمندونه جوړ کړل او د اسانو او اوښانو رمی يې برابری کړی، سیدنا صدیق اکبر (رض) د کور ټوله غله او نقده پانګه راوویستله چې په لیدو يې سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ابوبکره ! د کور اوسیدونکو ته دی څه پریښودل؟

هغه عرض وکړ: د هغوی لپاره الله او د الله رسول کافی دی.

د تبوک غزا ټول اکمالاتی امورات او د لښکر ستر بیرغ سیدنا صدیق اکبر (رض) ته وسپارل شو، اسلا می لښکر ۶۸۶ کیلو متره فاصله او ستونځمنه لاره ووهله تبوک ته ورسیدل، د کامیاب سفر نه وروسته اسلامی لښکر چې کله مدینی ته ورسید او د حج موسم نږدی شو، سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د حج کاروانیانو او په مجموع کې د حج لپاره سیدنا صدیق اکبر (رض) امیر وټاکه، سیدنا صدیق اکبر (رض) خلکو ته د حج مناسک او اداب وښودل.

د هجرت په لسم کال د الله رسول صلی الله علیه وسلم په خپله د حج په غرض مکی ته د سفر اراده څر ګنده کړه چې په لسګونو زره مسلمانان د سفر لپاره تیار شول او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم د سفر سامان د ابو بکر صدیق په اوښ بار شو او په دی سفر کی سیدنا صدیق اکبر (رض) د الله د رسول د ځانګړی خادم او وزیر په توګه د الله رسول صلی الله علیه وسلم سره یو ځای مکی ته سفر وکړ ، د حج مناسکو ادا کولو نه وروسته د ستنیدو په وخت د الله رسول د خطبی په ترڅ کی وفرمایل : الله جله جلاله، خپل یو بنده ته اختیار ورکړی چې د دنیا ژوند خوښوی که د اخرت سفر؟ دی بنده الله جله جلاله، لور ته ورتګ خوښ کړی، د دی خبرو په اوریدو د سیدنا صدیق اکبر (رض) په لپو لپو اوښکی روانی شوی چې دالله رسول دا وینا د ځان په هکله کوی!! د هجرت په یوولسم کال د اسلامی امت د سرښندونکو مجاهدینو یو ستر لښکر د شام په لور د سفر لپاره منظم او برابر شو، ددی لښکر اعلی قوماندانی ځوان صحابی حضرت اسامه بن زید (رض) ته سپارل شوی وه او شام ته د دی لښکر د ورتګ اصلی موخه دا وه چې د رومیانو غرور مات او له هغوی څخه د موطا د غزا بدله واخلی کوم چې د هجرت په اتم کال کی تر سره شوی وه او په هغه جګړه کی د الله د رسول صلی الله علیه وسلم دولس ګران صحابه يې کرام په شهادت رسول شوی وو ، سیدنا صدیق اکبر (رض) د اسامه په دی لښکر کی پرته له دی چې د ده قوماندان او سر لښکر یو اته لس کلن یا نولس کلن ځلمی دی، د یو مخلص مجاهد او با ایمانه عسکر په توګه يې په ډیری خوشحالی برخه واخستله ، سیدنا صدیق اکبر (رض ) په آر کی د الله جله جلا له د لاری مجاهد او د اسلامی امت عسکرو کومه خبره چې د الله جله جلاله او د هغهی د رسول خوښه وه هماغه خبره ده خوښوله!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د