ټکنالوژي

سامسنګ د سمارټ فون خرڅولو نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ په دې وروستیو کې خپل دوه نوي سمارټ فونونه ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ګیلیکسي ایس ۶ ایج (Galaxy S5 Edge) کاروونکو ته وړاندې کړی.

د سامسنګ کمپنۍ دغه نوي سمارټ فونونه د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی او سامسنګ کمپنۍ توانیدلی ډیره لږه موده کې زیات شمیر سمارټ فونونه خرڅ کړي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ توانیدلی یوې میاشتې څخه لږه موده کې ۱ میلیون ګلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) سمارټ فونونه خرڅ کړي او د سمارټ فون خرڅولو په برخه کې نړیوال ریکاډ خپل کړي.

هیره دې نه وي چې سامسنګ کمپنۍ خپل نوي سمارټ فونونو له وړاندې کولو یوه اونۍ وروسته د کاروونکو ډیر تقاضا له امله اړ شو چې د دغو سمارټ فونونو تولید بیا پیل کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا ګیلیکسي ایس ۶ او ایس ۶ ایج د سامسنګ کمپنۍ تر ټولو غوره او پیاوړي سمارټ فونونه دي کوم چې د کاروونکو توجه په جلبولو هم بریالي شوي.

تر اوسه سامسنګ کمپنۍ رسنیو ته ندی ویلی چې څو ورځو کې توانیدلی چې دغه شمیر سمارټ فونونه خرڅ کړی خو له دې وړاندې هم په لږه موده کې د زیات سمارټ فون خرڅولو ریکاډ د سامسنګ په نوم ثبت و.

سامسنګ کمپنۍ له دې وړاندې توانیدلی و یوازې ۲۷ ورځو کې یو میلیون ګلیکیسي ایس ۴ (Galaxy S4) او له هغې وروسته یوازې ۲۵ ورځو کې یو میلیون ګیلیکسي ایس ۵ (Galaxy S5 ) خرڅولو سره د خرڅلاو ریکاډ په خپل نوم ثبت کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا له دې وروسته به هم زیات شمیر کاروونکي وغواړي د دغې کمپنۍ وروستي سمارټ فونونه وپیري او دغه کمپنۍ به بیا هم اړ شي چې نوي سمارټ فونونه بیا تولید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله

رحمت الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x