
طالبان: که د اسیرانو په وژلو مو جدي غبرګون وښود بیا څوک د شکایت حق نه لري
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې سلګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په زندانو کې اسیران دي، د غور ولایت چارواکو هغه شپږ تنه طالب بندیان ووژل چې څو ورځې مخکې یې د دغه ولایت په چارسدې ولسوالۍ کې نیولي وه.
طالبانو دغه کړنه «وحشي عمل» بللي او هغه یې په کلکه غندلې. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې څرګنده کړې:
«موږ دبزدله دښمن لخوا دغه وحشي عمل په کلکه غندو، وارخطا دښمن چې د جګړې په ډګرونو کې مسلسلې ماتې خوري او دمجاهدینو په وړاندې يې خپله روحیه او حواس بايللي دي، اوس له مستضعفو اسیرانو څخه خپل کسات اخلي اوهغوی په شهادت رسوي».
د طالبانو دغه اعلامیه چې د پخوانیو هغو په پرتله تونده بریښي، ګواښ کوي چې که دښمن يې دغه خبرداری بابیزه وګڼي او د جنګي بندیانو د وژنو لړۍ ونه دروي، نو د سخت غبرګون له لارې به د دوی غوږونه ورخلاص کړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:
«اسلامي امارت په کراتو ددښمن نیول شوي اسیران بیرته خوشي کړي دي او انساني چلند يې ورسره کړي، چې په لنډه موده کې دکندزولایت دګورتيپې اړوند ۳۵تنه اسیران خوشي کول يې ښه بیلګه ده، خو که دښمن خپل وحشت ته دوام ورکړي موږ به هم په سخت انتقامي عمل لاس پورې کړو. ان شاءالله».
د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت ځینې قومندانانو د طالب بندیانو په اړه خپلو عسکرو ته امر کړی چې طالب اسیران باید تر زندانه ونه رسول شي بلکې سمدستي ووژل شي، خو په عین حال کې له طالبانو څخه د جنګي قوانینو د مراعات غوښتنه هم کوي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دوی تر اوسه له جنګي اسیرانو سره په انساني تعامل چلیدلي، خو که د طالب بندیانو د وژلو لړۍ دوام ومومي، د دوی له خوا دې هم د سخت انتقامي عمل انتظار وایستل شي.
ښاغلی احمدي زیاتوي، که «غلام دښمن» په دې اړه خپل لاس ونه نیسي او د مجاهدینو له سخت جدي غبرګون سره مخ شي، نو په وینا یې، بیا هیڅ حقوقي سازمان او نهاد د شکایت حق نه لري.
هېره دې نه وي چې یوازې په روانه اونۍ کې طالبانو لږ تر لږه ۱۰ تنه افغان امنیتي سرتیري، چې شپږ تنه یې ځانګړي کومانډويي عسکر دي، ژوندي نیولي او دا مهال د طالبانو په اسارت کې دي.
افغان حکومت وروسته له اتو میاشتواته والیان نه بلکی اته خاینین وتاکل چی د افغا نستان په اتوولایتونو کی جگره روانه وساتی
هر عمل عکس العمل لری !
که نن زما مجاهد ورورڼه دګوډاګیانو ،اجیرانو او دکفر دمزدورانو لخوا په شهادت رسېږي نو سبا ته به موږ هم همدا کار کو او ددوی اسیرین به له منځه وړو.
ګرېوان مې پرېږده که په خپل ځان دې ګرېوان لورېږي
دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لورېږي
هر څه یو حد لري ،هر څه چې له حده بهر شي رسوا کېږی ،حوصله هم یو معین حد لري که دیو چا حوصله مو بار بار وآزمایله نو بیا هغه پخوانۍ حوصله نه پاتې کيږي زما مجاهدو ورورڼو هیڅکله داسې بې شرمي او له شرافت نه لرې کار نه دې کړی بار بار یې دګوډاګي حکومت اجیران په اسارت نیولي او بیرته یې خوشي کړی دی نو تاسو ولې دومره له شرافت او انسانیت نه لرې کار کوی او زما دمجاهدو ورورڼو حوصله آزمایای.