نړۍ

د ايران مذهبي لارښود ۹۵ ميليارده ډالر سرمايه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): ۱۹۷۹ز کال کې، چې د ايت الله خمنيي په مشرۍ د شيعه مذهب پالو انقلاب راغی، نو د حکومت شعار يې ساده والی او د عام ولس په څېر ژوند و، مګر وروستي معلومات وايي، ايراني چارواکي او مذهبي مشران چې څه وايي ټول درواغ دي.

له امريکا خپرېدونکې «فوربز» تجارتي جريدې د ايراني مذهبي مشرانو د پانګې په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي، چې يوازې د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنايي ۹۵ ميليارده ډالر سرمايه لري او له ده پرته د ايران نور شيعه مذهبي مشران په هېواد دننه او بهر د ميلياردونو ډالرو څښتنان دي.

راپور کې دا هم ويل شوي، چې د ايران مذهبي مشرانو سره د پيسو پيدا کولو ډېرې لارې چارې شته.

د هېواد په لر و بر کې له زيارتونو، مذهبي مرکزونو راتلونکې ګټې د ايراني دولتي ملايانو جېبونو ته ځي او همدا رنګه د هېواد د اقتصاد لارو، بانکونو، د لويو ــ لويو هوټلونو او روغتونونو ګټې تر دغو مذهبي مشرانو پورې رسېږي.

د دې تر څنګ په هېواد کې دننه او بهر دغه مذهبي مشران لويې ــ لويې پانګونې کوي، چې له امله يې د دوی سرمايه شپه ورځ مخ پر زياتېدو ده.

د ايران مذهبي مشر خامنايي په سترو سوداګريزو او نورو ادارو کې خپل نږدې پلويان لګولي، چې د دغو ادارو او شرکتونو د ګټو ډېره برخه نوموړي ته رسوي.

د «خامنايي ښوونيزې ادارې» مشر يې سخت دريځی شيعه ملا محمد تقي مصاح يزدي ټاکلی او په ټول هېواد کې د دغې ادارې ښوونځي او کالجونه فعال دي او د دې ادارې ټوله ګټه د خامنايي بانکي حساب ته ورځي.
يو بل سخت دريځی شيعه ملا شاهنشاه مشهد د «امام رضا» د زيارت مشر ټاکل شوی او د دې زيارته ډېره ګټه هم د خامنايي اکاونټ ته ځي.

د «قُم» له علمي مرکز څخه هم تر لاسه کېدونکې ګټې ډېره برخه د مذهبي مشر ځانګړي حساب ته ځي. په دغه علمي مرکز کې زده کوونکو ته ليليه، قرض، روغتيا او د متعه نکاح اسانتياوې هم شته.

دغو ايراني مذهبي چارواکو د پخواني ديکتاتور رضا شاه پهلوي پر دولت او سرمايې نيوکې کولې، مګر د اوسني مذهبي مشر لارښود ايت الله علي خامنايي سرمايه د پخواني پاچا رضا شاه پهلوي له سرمايې درې چنده زياته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x