ټکنالوژي

ایل جي کمپنۍ خپل د نوی سمارټ فون نوي بڼې معرفي کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ ایل جي کمپنۍ خپل د وروستۍ سمارټ فون دوه نوي بڼې هم کاروونکو ته معرفي کړې.

دغه دوه نوي سمارټ فونونه چې د جي ۴ سټایلس (LG Stylus) او ایل جي جي ۴ سي (LG G4C) په نومونو به د اصلي جي ۴ (LG G4) په پرتله له ټیټې بیې سره وړاندې کیږي. دغه سمارټ فونونه د اصلي جي ۴ په پرتله کمزوري دي.

ایل جي جي ۴ سټایلس (LG Stylus)
د ایل جي کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون ۵.۷ انچه ډسپلې لري او ریزولوشن يي ۱۲۸۰*۷۲۰ میګاپکسله ده کوم چې صفا تصویر او ډسپلې ښودلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د ایل جي کمپنۍ دغه سمارټ فون یو ځانګړی قلم هم لري چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي د ګوتې له استعمال پرته خپل د خوښې کار وکړي.

جي ۴ سټایلس سمارټ فون یو ګیګابایټ رېم، ۸ ګیګابایټ فایل ثبولو وړتیا او په یو ډول کې يي ۱.۲ او بل کې يي ۱.۴ ګیګاهرتز پروسېسر کارول شوی.

دغه سمارټ فون کې ۳۰۰۰ امپیره وړتیا لرونکی بیټرۍ هم کارول شوی او په سپین او نقری رنګونو کې به کاروونکو ته وړاندې شي.

ایل جي جي ۴ سي (LG G4C)
دغه سمارټ فون د اصلی جي ۴ (LG G4) سمارټ فون میني ورژن ګڼل کیږي او ۵ انچه ډسپلې لري. د دغې سمارټ فون ریزولوشن هم ۱۲۸۰* ۷۲۰ میګاپکسله ده.

دغه سمارټ فون کې څلور هستې لروونکی سنپ ډراګن (SnapDragon) پروسېسر کارول شوی. دغه سمارټ فون ۱ ګیګابایټ رېم او ۸ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري.

جي ۴ سي سمارټ فون اصلي کامره ۸ میګاپکسله او مخکینی کامره يي ۵ میګاپکسله ده کوم چې د سیلفي اخیستلو لپاره یو له غوره کامرو څخه ګڼل کیدی شي. دغه سمارټ فون به د انډرایډ لالیپاپ اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي.

د ایل جي کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ دغه دوه نوي سمارټ فونونه به د همدې کال مې میاشتې په وروستیو کې به په ټوله نړۍ کې کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
naqib.sahar

ستاسی ویپ ډير په زړه پوری معلومات ورکوی. دا یو ستر حدمت دی دټولو افعانانو لپاره چی په هر ځای کی وی زه هر سهار ستا سی ویپ پاڼه ګورم او تری دخپلی خوښی وړ معلومات نقل کومه.
په درنښت

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx