نړۍ

فرانسه: ۱۵۰ مسلمانې نجونې له ښوونځیو شړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په فرانسه کې د اسلامي حجاب پر ضد د مبارزې په لړ کې د دې هیواد له ښوونځیو څخه په تېرو ۱۸ میاشتو کې ۱۵۰ مسلمانې ښځینه زده کوونکې شړل شوي.

د برتانوۍ «اینډیپنډنټ» ورځپاڼې په وینا، دغه مسلمانې نجونې په دې ګناه له ښوونځیو شړل شوي چې اسلامي حجاب او یا پرده پوښ لباس یې په تن کاوه.

که څه هم لویدیځوال د مذهبي حقوقو او د ښځو ازادۍ ادعا کوي، خو په یو شمیر هیوادو کې، چې په سر کې يې فرانسه راځي، مسلمانو میرمنو ته په تعلیمي او حکومتي ادارو کې د اسلامي حجاب د اغوستلو اجازه نه شته.

تیره میاشت د فرانسې د ښځو چارو وزیرې ویلي وه چې «اسلامي حجاب په ښوونځیو او پوهنتونو کې ځای نه لري».

د فرانسې مسلمانانو، چې شمیر یې ۵ ملیونو ته رسیږي، وخت پر وخت د خپلو دیني حقوقو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اوریدلی.

څه موده وړاندې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا سعاده غني (بي بي ګل) په فرانسه کې پر حجاب لګیدلي بندیزونه ستایلي وه او زیاته کړې يې وه چې په حجاب کې ښځې داسې ښکاري لکه سترګې چې يې تړلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khan

څه موده وړاندې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا سعاده غني (بي بي ګل) په فرانسه کې پر حجاب لګیدلي بندیزونه ستایلي وه او زیاته کړې يې وه چې په حجاب کې ښځې داسې ښکاري لکه سترګې چې يې تړلي وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x