افغانستان

روزګان: د قرآن کریم دسوځلو په خلاف یوار بیا مظاهرې پیل شوې

Afghan-men-shout-anti-U.S-slogans-in-Jalalabad-February-22-2012نن ټکی آسیا: په روزګان ولایت کې یو وار بیا د امریکایانو له خوا په بګرام کې د قرآن کریم او نورو دیني کتابونو د سوځولو په ضد مظاهره پیل شول.
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید عایل رسنیو ته ویلي چي دغه لاریون نن سهار په لس بجو شروع شو، چي په کشي شاوخوا پنځلس سوه کسانو شرکت کړی دی، او د حکومت، بهرنیانو او امریکا په ضد شعارونه ورکوي.
نومړي ویلي چي تر اوسه لاریون په سوله ایزه توګه روان دی، او د کوم ډول تاوتریخوالي پيښي په کښي نه دي رامنځته شوي.

نومړي ویلي چي دوی په روزګان ولایت کې داسي راپورونه په لاس کي نه لري چي ګوندي امریکایانو دې په دې ولایت کې هم قرآن کریم ته سپکاوی کړی وي او یا دې سوځولی وي.
باید وویل شي چي په تیرو څو ورځو کې ځیني داسي راپورونه هم خپاره شول چي ویل یې په روزګان ولایت کې هم امریکایانو قرآن کریم ته سپکاوی کړی، او یو څو نسخې یې سوځولي دي.
د یادوني وړ ده چي څلور پنځه ورځي مخکي ددې ولایت لاریون د هیواد د نورو ولایتونو په شان په تاوتریخوالي اوښتی وو، او د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ډزو ګڼ شمېر مظاهره چیان شهیدان او ټپيان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x