خیرنه ښیښه

حامد افغان

کړکۍ ته نږدې یې د ګاونډي ميرمني په پړي جامې ځړولې وې، دې خپل میړه ته وویل: دا غریبه جامې هم سمي نه شي مینځلی .. ته ګوره خیرني یې راځړولې دي، دا عاجزه په صفایي هیڅ نه پوهیږي او د هغې په اړه یې څو نوري خبري هم وکړې، هر وخت به چې د سهار په ناشته کښېناستل او د ګاونډۍ ځړیدلې جامې به یې ولیدلې همدا خبره به یې د هغې د غیبت مقدمه وه.دوی دې کورته نوي راغلي وو.

بله ورځ یې چې ځړیدلو جامو ته ولیدل څه یې ونه ویل چوپه خوله ناسته وه.میړه یې ورته وویل: ته ګوره نن یې جامې څومره ښې صفا کړې دي؟! هغه حیرانه دریانه ناسته وه او ویې ویل: نه پوهیږم نن یې څه چل کړی دی!، میړه یې ورته موسکی شو او ویې ویل: شاید ستا غیبتونه چا ورته رسولي وي او اخیر یې جامې مينځل زده کړي وي، دې څه نه ویل چوپه خوله ناسته وه.

میړه یې ورته وویل: نن مې ستا د سترګو روڼولو او غړولو له پاره یو کوچنی کار کړی دی، او هغه دا چې سهار وختي مې زموږ د دې کړکۍ ښیښې پاکي کړې دي، هغې خوارکۍ مخکي هم جامې ښې پاکولې خو تا ته له خپلي خیرني ښیښې خیرني ښکاریدلې، که تا خپلي ښیښې پاکي لرلې وی او خپلي کمزوري ته ځيره وی دا دومره موده به دي د هغې په غیبتونو شخوند نه و، وهلی.د نورو په کمزوري او عیبونو له خبرو مخکي باید خپله کمزوري او عیبونه ولټوو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د