عطامحمد نور د اشرف غني له لوري دفاع وزارت ته نوماند وزیر نه مني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په شمال کې پخوانی جنګسالار، د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايوي رییس عطامحمد نور د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري دفاع وزارت ته د معصوم ستانکزي نومونه تاریخي تېروتنه بللې ده.

نور په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې معصوم ستانکزی د دوی د ګوند جمعیت اسلامي او د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني قاتل دی او د اشرف غني له لوري دغه ټاکنه يې کلکه غندلې ده.

نوموړي د ګډ حکومت د مشران په دې اړه یوازې په تصور کولو ملامت کړي دي، هغه ویلي چې په دې ډول دغه دواړه مشران د برهان الدین رباني له وينو سره لوبې کوي.

اعلاميه کاږي: «څنګه د ملي يووالي حکومت مشران ځان ته دا حق ورکوي چې حتی دغه بېهوده تصور يې ذهن ته لار وکړي او د شهيد رهبر په وينو لوبې وکړي.»

برهان الدین رباني چې د جمعیت د ګوند پر مشرۍ سربېره د سولې شورا مشر هم و، په ۱۳۹۰ کال کې په یوه بريد کې ووژل شو، چې معصوم ستانکزی پکې ټپی شو، د جمعیت ګوند غړو په دې پېښه کې معصوم ستانکزی ملامت بللی و او ویلي يې و، چې نوموړي بریدګر تر برهان الدین رباني رسولی و.

نور ګواښ کړی چې که د ګډ حکومت مشران «ملي مصلحت» په پام کې ونه نیسي، نو په خبره يې د «ملت» د غوسې کنټرول سخت دی.

تېره ورځ پژواک خبري اژانس د یوې پټې سرچينې له قوله خبر ورکړ، چې اشرف غني د ملي دفاع وزارت لپاره معصوم ستانکزی نوماند وزیر معرفی کړی دی او عبدالله عبدالله قدم شاه شهیم د لوی درستیز په توګه ټاکلی.

عطامحمد نور چې د طالبانو له رژیم وروسته د بلخ ولایت پخپله برخه رسېدلی بولي، تر دې وړاندې هم د ځينو ملي او سیاسي قضایاو په اړه څرګندونې کړې دي، چې تر ډېره يې یوازې تبلیغاتي بڼه درلودلې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د