افغانستان

کندهار: په ژړۍ کې افغاني عسکر دوه بهرنیان په ډزو ووژل

3us-army-dead-bodiesنن ټکی آسیا: د کندهار په ژړی ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه سرتیري پر امریکايي ځواکونو ډزي وکړې چي له کبله يې دوه تنه امریکايي عسکر وژل شوي دي، او خپله بریدګر هم د امریکایانو له خوا په شهادت رسول سوی دی.
د تفصیلاتو سره سم نن د کندهار په ژړی ولسوالۍ کې د پاشمول په سیمه کې د امریکایانو په یوه قرارګاه کې دننه دغه پيښه را منځته شوې ده.
په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز ویلي چي ددوی دوه تنه سرتیري د افغانستان په جنوب کې د افغاني عسکر په ډزو سره وژل شوي دي، هغوی په خپله خبرپاڼه کې نور تفصیل نه دی ورکړی.

خو د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال نیاز محمد سرحدي رسنیو ته ویلي چي پيښه نن سهار وختي د افغان ښوونکي له خوا را منځته شوه، کله چي هغه پر امریکايي عسکرو ډزي پیل کړي، چي له کبله یې یو تن امریکايي عسکر ووژلو.
نومړي ویلي چي وروسته نورو امریکايي عسکر پر هغه ډزي وکړي او ځای پر ځای یې د یوه بل افغاني عسکر په ګډون ووژلو، او یو بل عسکر یې ټپی کړ.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي د امریکايي عسکرو په جوابي ډزو کې څلور تنه افغاني عسکر وژل شوي دی، او افغان ښوونکي پر امریکایانو ډزي د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کي کړي دي.
باید وویل شي چي د بهرنیانو له خوا په بګرام هوايي ډګر کې د قرآن کریم د سوځولو وروسته د افغاني عسکرو له خوا پر بهرنیانو بریدونه زیات شوي دي، چي له کبله یې ګڼ شمېر بهرنیو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ددې ترمخه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوه افغان سرتیري پر امریکایانو ډزي وکړي چي له کبله یې دوه تنه امریکایان وژل شوې وه، او د کابل په وزارت داخله کې هم یوه افغان سرتیري دوه امریکايي جګپوړي مشاورین وژلي وه، او ننګرهار د طورخم څخه طالبانو خبر ورکړ چي د یوه اشپژ له خوا پنځه تنه امریکایان مسموم شوې او وژل شوې وه.
چې په دې توګه د قرآن کریم د سوځولو را وروسته ۱۱ تنه بهرنیان وژل شوي دي.
باید وویل شي چي د وزارت داخله د پيښي وروسته امریکایانو او نورو بهرنیانو خپل مشاورین د افغانستان د وزارتونو څخه ایستلي دي، تر څو د نورو ورته پيښو مخ نه سي.
تیره ورځ په پيښور کې د افغانستان دیني عالمانو، مدرسینو او مشایخو یوه غټه غونډه وکړه، او په خپل پریکړه لیک کې يې پر افغاني عسکرو ږغ وکړ چي د بهرنیانو په خلاف جهاد اعلان کړي او خپل وسلي پر دوی را واړوې.
د بلي خوا طالبانو هم د افغاني عسکرو او د امریکایانو سره د کارکوونکو څخه غوښتې وه چي باید د قرآن کریم د بی حرمتي په غچ کې پر بهرنیانو بریدونه وکړي، او ځان ددوی پوري را ورسوي، دوی به یې ښه ونازوې، او ژوند به یې خوندي کړي.
باید وویل شي چي د افغانستان په سرتاسري کې د امریکایانو او بهرنیانو په خلاف پراخي مظاهرې وشوې، او دا لړۍ لا اوس هم دوام لري، نن د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې هم پراخي مظاهرې وشوې، او لا هم دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x