د برما مسلمانان نه پر ځمکه سیوری لري او نه پر اسمان ستوری

بخت الرحمن بخت

روهنګي مسلمانان چي د برما په اراکان ولایت او د د غي هیواد وپولي ته څیرمه په بنګلدیش اوسیږي له نن څخه څو پیړۍ مخکي د غه مسلمانان د غو هیوادونو ته د سوداګرو په شکل تللی د .ددغو څو مسلمانانو رښتنی مسلما ني وه چی د دغه سیمي پر اوسیدونکو یی اثر وکړ او په زرګونو سمیز خلګ د دوي د نیکو اعمالو په وجه د اسلام په د ین مشرف شول، چي د وخت په تیریدو سره هلته د مسلمانانو شمیر او تعداد نور هم زیات شو.

په برما کي د روهنګي مسلمانانو د د اوسیدو تاریخ خو ډیر اوږد د ي وبرما ته د دغو مسلمانانو د ورتګ او هلته د ځای پر ځای کیدو تاریخ لیکونکو مختلفي حوالي ورکړي د ي خو تر ټولو باوري سرچینه وایی چي د ا هغه مسلمان سوداګر وو چي د غي سیمي ته به ییی سوداګریز توګي رسول او یا به یی له د غي سیمي څخه د نوري نړي په لور سوداګریز توکي انتقالول.

زه د لته په بر ما کي د مسلمانانو په تایخ پسي ډیر وړاندي نه ځم صرف هغه زماني ته اشاره کوم له کومي زماني څخه چي د غه بد بخته قوم له مشکلاتو سر لاس او ګریوان شوي د ي.

په ۱۹۴۰ زدیږ کال کي چي کله د پاکستان په نامه سره په برصغیرکي د مسلمانانو لپاره د یو جلا هیواد د جوړیدو پاڅون زور واخیست، په د غه وخت کي د برما د اراکان ولایت مسلمانانو هم ورته پاڅون پیل کړ او د دغي سیمي وګړو د دغي علاقي د دین او د سیمي د جغرافیایی نزدیکت پر بنسټ پریکړه وکړه چي د اراکان ولایت به د پاکستان له ختیځي برخي بنګلدیش سره یو ځای کوي د پاکستان د تحریک په څنګ کي د اراکان د مسلمانانو له لوري یو شانتي هڅي رواني وي، هغه وو چي د ۱۹۴۷ د اګست د میاشتي پر ۱۴ مه نیټه باندي محمد علي جناح په د ي باندي وتوانیدي چي د یو تعداد مسلمانانو لپاره د پاکستان په نامه سره ازاد هیواد رامنځ ته کړي.

له د ي څخه مخکي چی د برما هیواد ازادیږي یا د برما په نامه سره په سیمه کي یو هیواد جوړیږي په ۱۹۴۸ زدیږ کال کي د اراکان ولایت د مسلمانانو د پاڅون مشران راغلو له محمد علي جناح څخه یی رسما غوښتنه وکړه چي زمونږ د دیني او د سیمي د جغرافیایی ورته والي پر بنسټ د ي ورسره مرسته وکړي تر څو اراکان له ختیځ پاکستان سره یوځای کړي، د اراکان د مسلمانانو د پاڅون مشرانو له د غي غوښتني څخه سمدستي ورسته په اراکان کي د اراکان د مسلیم لیګ په نامه سره یو ګوند هم رامنځ ته شوو، د دغه ګوند مشرانو هم له محمد علي جناح څخه ورته غوښتنه وکړه

خو د محمد علي جناح له لوري د غه غوښتنه رد شوه نوموړي وویل ( زه اوس هغه موقف کي نه یم چي د برما په چارو کي لاس وهنه وکړم)

کله چي د برما د روهنګي مسلمانانو د پاڅون مشران له محمد علي جناح څخه مایوسه شوو، نو یی په ۱۹۴۷ زدیږ کال کي په اراکان ولایت کي د مسلمانانو لپاره د یو ازاد ریاست جوړولو لپاره د برما د مجاهدینو په نامه سره وسلوال جهاد باندي لاس پوري کړ.

چي وروسته یی د دغه وسلوال پاڅون نوم بدل کړ د برما د مجاهدینو پر ځای د روهنګي مجاهدینو نوم ورباندي کیښود

دجهاد په شروع کي د غه وسلواله ډله تریوي کچي پوري ښه بریالي هم وه خو په ۱۹۷۸ زدیږ کال کي د برما فوځي حکومت د دوي په خلاف (دکینګ ډرګن) په نامه سره پراخ عملیات پيل کړو ډیر مسلمانان یی ووژل او نور یی له سیمي څخه د بنګلدیش په لور تیښتي ته اړ ایستل، په د غه وخت کي د سمندر له لاري یو تعداد روهنګي مسلمانان د پاکستان سمندري ښار کراچي او د سعودي عرب ساحلي ښار جدي ته هم وتښتیدو.

پورته می صرف هغه ټکو ته اشاره وکړه چي د بر ما بودایی حکومت ولي د دغه هیواد له مسلمانانو سره د ومره سخته د ښمني پیل کړي د ه څه لاملونه د ي چي د دغه هیواد د نورو اقلیوتونه په برتله له مسلنانانو سره زیات ظلم کیږي ولي د دغه هیواد حکومت و روهنګي مسلمانانو ته د دغه هیواد په شناخت ورکولو سره نه د ي قائله.

نو هغه پورته وجوهات د ي چي د برما بودایی حکومت هغه هیواد کي د مسلمانانو په وجود نه د ي قائله ، برما ودغو مسلمانانو ته بنګلدیشیان وایی قصور یی د ادي چي د غو مسلمانانو کله چي بنګلدیش د پاکستان برخه وه له د غه هیواد سره د یوځاي کیدو غوښتنه کړی وه.

او بنګلدیش بیا د غو خلګوته برمایان وایی ځکه چي د اخلګ اصل د برما د ي مخکي له د ي چي د لته د هیوادونو پولي ټاکل کیږي پاکستان بنګلدیش او برما جوړیږي د غو خلګو د خپل مذهبي او جغرافیایی قریبوالي پر بنسټ له د بګلدیش سره د یوځای کیدو غوښتنه کړی وه، نور خو د غه خلګ له پیړیو څخه د برما د اراکان ولایت اصلي باشنده د ي.

دبرما د اراکان ولایت روهنګي مسلمانان له تیرو شپیتو کلنو راپدیخوا له کومه وخته چي د برما هیواد جوړ شوي د ي د برما د حکومت له لوري له ډول ډول مشکلاتو او کړاوونو سره لاس او ګریوان د ي.

خو له ۲۰۱۲ زدیږ کال څخه وروسته کله چي په اراکان ولایت کي د دغه ځاي بودایانو د مسلمانانو پر ابادیو باندي د حکومت او فوځ په سرفرستي کي هجوم ور وړ په زرګونو مسلمانان یی د ښځو او ماشومانو په شمول ووژل، کورونه یی ورته وسوځل له سیمي څخه یی تیښتي ته اړ کړل له نورو زیاتو مشکلاتو سره مخ کړل.

دملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالي اداري له لوري په یوه راپور کي ویل شوي چي له تیرو څو میاشتو څخه له ۱۰۰۰۰ لسو زرو څخه بیا تر ۲۰۰۰۰شلو زرو پوري روهنګي مسلمانان د بحر په منځ کي کرځي چي د هر هیواد د ساحل خواته نژدی شي د هغه هیواد د پولیسو له لوري یی بیړي بیرته د سمندر وخواته وګرځول شي د غي اداري خبر ورکړي چي ډیرو کښتیو کي ښځي او ماشومان له لوږي مړه شوي د ه د دغو خلګو د خوراک او څښاک توکي ختم شوي د ي.

تیره ورځ هم د اندونیزیا ساحل ته د دغو بی کوره خلګو ځیني کشتي راسیدلي وي د اندونیزیایی ځواکونو له لوري یو مقدار خورکي توکي ورکول شوي او کښتي یی بیرته د سمندر په لوري ګرځول شوي وي.

اوس سوال د ادي د غه خلګ به تر څو پوري بی سرنوشته د سمندر په منځ کي خپلو مړو سره یوځای ګرځي، وبرما ته خو د غه خلګ نه ځي ځکه برما کي د هغو ژوند ډیر تریخ د ي، تیره ورځ مي په نیپال کي یو روهنګي مسلمان ولیدي په زلزله کي زخمي شوي وو پر سر او مخ باندي یی ویني رابهیدلي.

دملګرو ملتونو د بی کوره شویو خلګو نړیوالي اداري له لوري یو کس ورسره مرکه کوله د غه کس محمد حسن نومیدي.

دغه کس وویل زه محمد حسن نومیږم د برما د اراکان و ولایت روهنګي مسلمان یم کله چي په ۲۰۱۲ کال کي په اراکان کي بودایانو د برما د فوځ په مرسته پرمونږ باندي بریدونه وکړو هغه وخت زه له خپلي نوري کورني څخه جلا شوی یم.

دغه کس وایی زه له خپلي سیمي څخه د مړو پر جسدونو باندي لوړ تیر شوم اول بنګلدیش ته ولاړم فکرمي کاوو چي کورني به مي بنګلدیش ته تللی وي بیا د کورني د موندلو په هیله له بنګلدیش څخه هندوستان ته ولاړم هلته مي هم څوک پیدا نکړو، اخیرکي نیپال ته راغلم.

حسن وایی په اراکان کي مسلمانان په ډیر بد حالت کي ژوند کوي هلته د غه خلګ له ټولو حقوقو څخه بی برخي شوي د ي، وایی روغتون ته نشي تللی ځکه چي هیڅ تابعیت نه لري موټر نشي چلولای ځکه چي د موټر چلولو جواز نشي تر لاسه کولای.

حسن وایی چي له کله څخه چي د غه هیواد ته د موبایل ټلفون اسانتیا راغلي د دغه ځای مسلمانان له د غي اسانتیا څخه هم بی برخي د ي، ډیر محدود کسان موبایل سم ته لاس رسي لري، روهنګي مسلمانان په برما کي یو سیم په ۲۰۰۰ د وه زه امریکایی ډالره رانیسي د غه ښاغلي وایی صرف د بی ځایه شویو خلګوپه پنډ غالوکي د ملګروملتونو د کډوالو د اداري له لوري د بی کوره شويو مسلمانانو مشرانوته څو سیم کارډونه ورکول شوي ترڅو له د غي اداري سره د ضرورت پر وخت اړیکه ونیسي، وایی د غه سیم کارډونه هم د دغي اداري په نامه باندي ثبت شوي د ي چي کله یی زړه وغواړي بیرته یی بند کړي.

دغه کس اوږده سا واخیسته په سترګو کی یی رڼي اوښکی راښکاره شوي او بیا یی وویل کاشکي کورني مي د لته په نیپال کي راسره وای او د غه زلزله کي ټول یوځای لاندي شوي واي.

اوس به راشو اصل مطلب ته چي ترکومه پوري به د غه مسلمانان د بحرپه منځ کي بی سرنوشته ګرځي د مسلمانانو مشرانو کي ولي د ومره څوک نشو پیدا چي د دغو مسلمانانو پر حال باندي وژاړي، کفري نړي خو د دنیا تیت او پرت یهودان راټول کړو په بیت المقدس او فلسطین کي یی د مسلمانانو کورنه ونړول د هغو د پاره یی د ژوند اسانتیا وي برابري کړي.

خو د مسلمانانو په مشرانو کي د ومره همت نشته چی د دغو بی کوره مسلمانانو چیغي واوري کومه لري صحرا کي ورته څو د اني خیمی ودروي.

زه وایم کچیری یو هیواد د ا همت نشي کولای چي د غه د ر بدره برمایی مسلمانان خپل هیواد کي ځاي پر ځای کړي، د نړي ټول اسلامي هیوادونه د ي په ګډه یو کمیسیون جوړ کړي د غه کمیسیون د ي په لومړي قدم کي د غه مسلمانان د مرګ له خولي څخه را وباسي چيری د ي موقتا ځاي پر ځاي کړي او وروسته د ي د غه هیوادونه په ګډه سره د دغو مسلمانانو د همیشني ژوند په اړه غور وکړي.

دوهم حل: د اسلامي نړي ټول هیوادونه د ي په ګډه د برما پر هیواد باندي فشار واچوي تر څو هغه مسلمانان کوم چي د برما اصلي اوسیدونکي وي هغو ته برما تابعیت ورکړي او هغه مسلمانان کوم چي د بنګلدیش اصلي باشنده وي هغه د ي بیرته بنګلدیش ته واستول شي او بنګلدیش د ي په د ي سره مجبوره کړل شي تر څو د غه خلګ د خپل هیواد اصلي وګړي ومني

نیمه نړي د مسلمانانو د ه که د نړي ټول مسلمان هیوادونو د دغو د وو هیوادونو په وړاندي ودریږي زه فکر نکوم چي د غه هیوادونه به یی مقابله وکړي او غوښتني به یی ونه مي.

( او آی سی ) د ي د نړي د مسلمانانو د مشرانو په کچه یو کانفرانس را وغواړي د غه کنفرانس کي د ي د برما د مسلمانانو د سرنوشت په اړه یو کمییسیون جوړ کړي، د غه کمیسیون د ي ولاړ شي د برما او بنګلدیش هیوادونو له حکومتونو سره د ي د دغو مسلمانانو په اړه خبري وکړي ورباندي د ي فشار واچوي چي تر څو د غه خلګ د خپل هیواد اصلي اوسیدوني وپیژني.

کچیري په برما کي مسلمانان له بودایانو سره په څنګ کي نشي اوسیدی بیا د ي د دغه کمیسیون په مرسته چیري له بودایی ابادیو څخه لري ورته سیمه تعین شي هلته د ي ځاي پر ځای شي، د غه هیواد د ي یواځي هغو ته تابعیت او ځمکه ورکړي حتي کچیري ځمکه د پیسو په بدل کي ورکوي بیا هم د اسلامي نړي لپاره ګرانه نه د ه د د دغي ځمکي پیسی د ي د برما حکومت ته ادا کړي نوري اسانتیا وي د ي هم ورته اسلامي هیوادونه برابرکړي.

که بیا هم د غه هیوادونه د اسلامي نړي له لوري د ټاکل شوي کمییسیون وړاندیز ته غوږ نه نیسي بیا د ي اسلامي نړي په یو اتحاد سره له اړوند هیواد سره خپلي ټولی سفارتی، ډیپلوماتیکي او سوداګریزي اړیکي وشولوي د غه هیواد نشي کولای چي له د ومري لویی د نیا سره د ي هررنګه اړیکه بندي کړي مجبوردي یو ډول حل ته به غاړه ږدي، د برما هیواد د اسي هیواد هم نه د ي چي اسلامي نړي یی له اړیکو څخه چاره نه لري.

زه ضمانتا خبره کوم کچیري اسلامي نړي په یو ږغ باندي د غه همت وکړي اوس اوس د برما له حکومت سره هر ډول اړیکي وشولوي ډیر ژر به وویني چي د غه هیواد به د روهنګي مسلمانانو د سرنوشت په اړه یوه لاره ومني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د