اللهم اشغل الظالمین با الظالمین

بخت الرحمن بخت

داسی ښکاري لکه ظالمان چي یو بل تر لکي سره رانیسي څه وخت مخکي د جرمني پارلمان ددغه هیواد د استخباراتو رئیس دسنا مجلس ته احضار کړي وو تر څو دپارلمان په وړاندي هغو تورونو ته جواب ووایي کوم چي دفرانسي او اروپایی ټولني له لوري پر دغه اداره باندي لګول شوي وو.

چي د جرمني استخباراتو دامریکي دګټو لپاره د فرانسي دشاهي ماڼي او اروپایی ټولني دمهمو کسانو او ادارو ټلفوني او انټرنیټي اړیکی ثبت کړي دي ددغه هیواد په کورنیو چاروکي یی لاس وهنه کړي ددغ هیواد دخاصو کسانو او مهمو ادرو پټ رازونه یی دامریکي دڅارګري اداري په واک کي ورکړي.

له دي څخه مخکي هم د امریکي د استخباراتو یو ناراضه مامور ددغي اداري له ځیني فعالیتونو څخه پرده پورته کړي وه، ګواکي دامریکي څارګره اداري د جرمني داستخباراتو په مرسته دځیني مهمو کسانو او خاصو ادارو ټلفوني او برقي اړیکي ثبتوي.

چي ددغه خبر په خپریدو سره دفرانسي هیواد او اروپایی ټولني دامریکي په وړاندي احتجاج کړي او دجرمني هیواد بیا له خپله حکومت څخه غوښتي وو چي ددغه هیواد د استخباراتو رئیس دي له دندي څخه ګوښه کړل شي.

دغو تورونو ته یو ځل بیا هغه وخت دنړیوالو پام ور وا وښت کله چي تیره اونئ د جرمني د استخباراتو اداري ومنله چي د اسامه شهید دځاي په معلومولو کی ترټولو مخکي ددغه هیواد څارګري اداري له امریکایی ملی امنیتي اداري سره مرسته کړي وه او دغه مرسته وه چي امریکایان یی د اسامه تر ځایه پوري ورسول.

دغه اداره وړاندي وایی تر څو پوري چي دامریکي دسمندري قواوو خاصو ځواکونو د اسامه تر ځايه پوري رسیږي او هغه وژني مونږ دجرمني په سویلي باویرا ولایت کي د( دبیډ ایبلینګ لیسنینګ پوسټ سیسټم ) چي یوه جاسوسي امریکایی سپږمکي ده په واسطه د پاکستان په شمال کي ټولي تلفوني او انټرنیټي اړیکي تعقیبولي تر څو د اسامه په وړاندي دامریکي دخاصو سمندري ځواکونو په عملیاتو کي کوم خلل واقع نشي او دغه عملیات تر اخیره ګړي پوري پت او خوندي وساتل شي.

کله چي تیره اوني د جرمني د استخباراتو له لوري خبر خپور شو چي له امریکایی څارګري اداره سره یی د اسامه شهید دځاي په معلومولو کی مرسته کړي ده دغه خبر د امریکایی ناراضه استخباراتي مامور اډوارډ سنوډن دټولو تورونو او ادعاوو بخلی وکړ.

او یوځل یی بیا دامریکي او جرمني په وړاندي دهغو هیوادنو غوصه را وپارولي کوم چي سنوډن ویلي وو چي امریکایانو دجرمني دڅارګري اداري (بی ان ډي) په مرسته ددغو هیوادونو په کورنیو چاروکي مداخله کړی ده، او ددغو هیوادونو دخاصو اشخاصو او مهمو ادارو ټلفوني او انټر نیټي اړیکي یی ثبت کړي دي.

تیره ورځ دهولنډا هیواد هم له امریکي څخه ګیله کړي، او وایی چي د امریکي استخباراتو دجرمني دڅارګري اداری په مرسته ددغه هیواد په کورنیو چاروکي لاس وهنه کړي ده.

د دغه هیواد دکورنیو چارو وزیر رولانډ بلاسټیک دخپل هیواد وپارلمان ته دوینا پر ومهال ویلي چي دجرمني د استخباراتو اداري ددغه هیواد ټلفوني او انټرنیټي ډیټا ثبت او غلا کړي او دغه ډیټا یی دامریکایی استخباراتو په واک کي ورکړي ده.

همدارنګه تیره ورځ د اسټریا دهیواد دپارلمان مرستیال پیټر پیلټس هم دپار لمان غړو ته د خپلي وینا په ترڅ کي وویل چی زه پوره شواهد او ثبوتونه په لاس کي لرم چي دامریکي څارګري اداري ددغه هیواد په کورنیو چاروکي د جرمنی د استخباراتو په مرسته لاس وهنه کړی ده.

همدارنګه یو بل وړوکي اروپایی هیواد لګزمبرګ هم تیره ورځ تورلګولی وو چي دامریکي او جرمني استخباراتو یی په کورنیو چاروکي لاس وهنه کړي ده، ددغه هیواد دمهمو ادارو او خاصو اشخاصو اړیکي یی ثبت کړي دي، لګزمبرګ د اروپا په سویل کي دبلجیم او جرمني ترمنځ د فرانسي په شمال کي یو وړوکي هیواد دي چي ډیره کم وګړي لري.

دا وو دامریکي جرمني او اروپایی ټولني نورو غړو هیوادونو ترمنځ بی باوري او سیاسي ترینګلتیا.

اوس به دلته د امریکي او خلیجو هیوادونو پر اوسنیو ترینګلیو حالاتو باندي څه رڼا واچوو.

داسي معلومیږي چي امریکه د اسلامي نړي دمهمو او خپلو نژدو ملګرو خلیجو هیوادونو باور له لاسه ورکوي.

د سوریی شخړه: دسوریی د شخړي او رواني جګړي په اړه خیلجي هیوادونه په تیره سعودي عرب له امریکي سره اختلاف لري دغه هیوادونه وایی امریکه کولای شي چي دبشار الاسد حکومت راچپه کړي او هلته ددغو هیوادونه په خوښه حکومت رامنځ ته کړي دغه هیوادونه شک لري چي امریکي په سوریه کي د ایران لپاره دلاس وهنه او هلته دسخت دریځ شعیه مذهب دخپرولو لپاره لاره هواره وي

د سعودي په پلازمینه ریاض کي د ملک سعود په جامعه کي دسیاسي علومو استاذ ښاغلي سعید خالد الدخل پر سعودي حکومت ږغ کړي چي دخلیج په چاروکي دي پر امریکا باندي کم باور وکړي، نوموړی زیاتوي دسعودي عرب په مقابل کي دایران لپاره دري محاذه خلاص شوي دي او سعودي عرب توان نه لري چي په یوه وخت کي له ایران سره پر دري محاذه باندي مقابله وکړي پروفیسور سعید وایی ایران په عراق سوریه او یمن کي فوځی حضور لري او دغو هیوادونو کي مخامخ له سعودي عرب سره په جګړه اخته دي.

اوپه دي وروستیو کي دامریکي او ایران نزدیوالي امریکا او خلیجي هیوادونه نور بی باوره کړي دي، پرون یو خبر کي راغلي وو چي سعودي عرب له پاکستان څخه ایټمي وسله رانیسي، دغه هیواد ویره څرګنده کړي ده چي دغرب او ایران نزدیوالي به دغه هیواد ته لاره هواره کړي ترڅو ایټمي سرګلوله تر لاسه کړی.

د خلیجي هیوادونو او امریکا تر منځ ناغړتیا او بی باوري دکیمپ ډاويډ له میلمستیا څخه هم ظاهریږی تیره اونئ د امریکي صدر ابا ما دخلیجي هیوادونو دپاد شاهانو په ویاړپه کیمپ ډاويډ کي میلمستیا جوړه کړي وه، دغي میلمستیا ته دخلیجیی هیوادنو دمشرانو پر ځای ددغو هیوادونو مرستیالان ولاړو، حال داچي له دي څخه مخته به دارنګه میلمستیا وو ته دخلیجي هیوادونو مشرانو له ځانونو سره خیمي وړلي هلته به یی تر ورځو ورځو پوري کیمپونه لګول.

پورته ټولي هغه نښی دي چي د امریکی او ملګرو تر منځ بي باوري او عدم اعتماد ته اشاره کوي او نژدی ته چي نور به امریکایان او ملګري خپله تر لکیو سره نیسي.

نور به الله پاک دهغوملینونو امامانو دغه دعا چي له هرلمانځه څخه وروسته یی دزړه له درد او سوزسره یو ځاي په لوړ اواز وایی ( اللهم اشغل الظالمین باالظالمین) او هره ورځ یی په ملیارډونو مسلمانان په ( امین) باندي ورسره بدرګه کوي قبوله کړي، نور به الله اسلامي امت له دغي بلا او دبلا دبی شمیره لکیو له شر څخه په امان کړي.

(اللهم اشغل الظالمین باالظالمین و اخرجنا من بینهم سالمین)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهار
میلمه
کندهار

اللهم اشغل الظالمین باالظالمین و اخرجنا من بینهم سالمین