سږ کال د کعبې مبارکي پرېمنځل ولي وځنډول شول؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د کعبې شریفي ساتونکي او خادمان د معمول سره سم هر کال د شعبان په اوله ورځ کعبه مبارکه مینځي، خو سږ کال دا کار ونه شو چې له کبله یې د ډیرو خلګو سره پوښتني پيدا شولې.

خصوصا کله چې د حرمینو شریفینو ریاست په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل چې دوی د معمول سره سم کعبه مبارکه د شعبان میاشتي په اوله نه مینځي، بلکي دغه کار یې د راتلونکي هجري کال 1437 لومړی میاشت محرم ته ځنډولی.

خو د مکه په نامه ورځپاڼي د کعبې شریفي د ساتونکي دکتور صالح الشیبي په حواله لیکلي چې د کعبې د نه پریوللو یوه وجه دا وه چې د تیر کال پيښه تکرار نه سي، په کومه کې چې یو شمېر خلګو ددغه پيښي د لیدو لپاره ټیلې او ټمبې وهلي وی، او له وجي يې د موقت مطاف چې دوه منزله دی، یو شمېر خلګ را غورځېدلي وه، او ټپيان شوي وه.

نوموړي زیاته کړه چې بله وجه یې دا هم ده چې د کعبې شریفي په صحن او شاوخوا کې ډیر تعمیري کارونه روان دي، ددې لپاره چې په دغه کارونو کې څه خلل رانه شي، د کعبې شریفي مینځل وځنډول شول.

نوموړي وویل چې د کعبې شریفي د مینځلو رواج د ملک عبد العزیز له وخته پیل شوی، او په هغه وخت کې به د شعبان (برات) میاشتي پر ۱۵ او د ذی الحجې د میاشتي پر ۷ نیټه باندي کعبه پرېولل کېدل، خو بیا دغه تاریخونه له دې وجې بدل شول چې عموما په دغه وختونو کې په کعبه شریفه کې ازدحام زیات وي، او همداسي د برات د ۱۵ سره چې کوم روایات او رواجونه تړلي دي، د هغوی د نفي کولو په خاطر دا ورځ د ملک خالد په وخت کې د شعبان اولي نیټې ته بدله شول.

باید وویل شي چې د سعودي د جنتري سره سم نن د هجري کال ۱۴۳۶ د برات د میاشتي دوهمه نیټه ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوشکیب الافغانی
میلمه
ابوشکیب الافغانی

یاالله په ژوند یی یاری راباندې ووینی