نظــر

(حفظه الله)‏ که حفیظ الله!؟

fake-taliban-statment-exposedپرون داسلامي امارت ویب پاڼې په خپل یو پیغام کې دامریکا او لاسپوڅو یې یو چل ګیر، او په کلکه یې دغندلو تر څنګ رد کړ، هغه داسې چې امریکايانو او ورسره لاسپوڅو یې دامیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد په نامه یو پیغام جوړ کړی او بیا یې په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خپور کړی، په پیغام کې درې ټکي راغلي :

لومړی دا چې له امریکایانو سره دخبرو اترو لپاره یو څو ځانګړي کسان ټاکل شوي له هغوی پرته بل څوک نشي کولای له چا سره خبرې اترې وکړي، دریم دا چې زمونږ موخه دافغانستان خپلواکي او هلته یوه اسلامي واکمني راوستل دي، که دغه موخه دخبرو اترو له لارې ترلاسه کېدای شي نو دا ډېر ښه کار دی،

او په دې لاره کې که څوک خنډونه پیدا کوي هغه زمونږ دوستان نه دي، دوهم، بنسټیز او دڅه لپاره چې دغه پیغام په درواغو جوړ شوی هغه دا چې: له امریکایانو سره په قطر کې دخبرو اترو دپایلو دروښانه کېدو پورې دې ټول مجاهدین په خپلو بريدونو کې نرمي راولي!!!

ډېردستاینې او پام وړ دا چې اسلامي امارت پر خپل وخت او سملاسي له دغه شرمېدلې اوکرغېړنې کړنې نه پرده پورته، ټول ولس او نړیوالو ته يې دنیواکګرو چل، دوکه اودرواغ چې ددوی تاریخي او آر خوی دی ور وښودل.

نیواکګر او په ځانګړي ډول امریکایان په هېڅ نه شرمېږي، په لویه او نړیواله کچه درواغو، چلونو او دوکو ته مخه کول ددوی تاریخي اوآر خوی دی، بې شرمه تاړاکګرو په دغه لسو کلونو کې له دېنه خورا لویې لويې شرمېدلې لوبې کړي دي، خو دا ځل یې په خبري رسنیز ډګر کې داسې رسوايۍ ته بډې را ووهلې چې ټول ورته هک او پک دي؟ دومره لوی نړیوال او دنړۍ په کچه له هر ځواک نه برخمن ځواک څه رنګه داسې یو پريوتې او سپک کار ته مخه کوي؟ ‎ ځکه دخبري رسنیو ډګر تر یو ځایه دنړۍ په کچه یو بې پرې بنسټ بلل کېږي، که څه هم چې بې پرې خو نه دی، او تر ډېره پورې هر څوک هڅه کوي چې له درواغو،چلونو او دوکو څخه ځان وساتي، ریښتیا او حقایق خلکو ته وړاندې کړي.

اوتر ډېره پورې غرب او په ځانګړي ډول امریکا په همدې نازېږي او دخپلې دیموکراسۍ یوه لویه لاسته راوړنه یې بولي چې دبیان دآزادۍ لپاره يې داسې چاپیریال برابر کړی چې هر څوک کولی شي خپل غږ په ريښتوني ډول تر نورو پورې ورسوي، هر څوک کولای شي خپله خبره په خپله او له خپلې خوښې سره سم وکوي، څوک نشي کولای چې په درواغو په یو چا پسې څه ووايي یا يې ورپسې وتړي، او که څوک داسې وکوي هغه بیا له پوښتنو اوګرويږنو سره مخ کېږي.

دادي اوس ګورو چې نیواکګر هېڅ کوم ارزښت ته ژمنتیا نه لري، خپلو شومو خیالي موخو ته درسېدو لپاره هر څه ته لاس اچوي، که څه هم چې هغه ډېر پریوتی او سپک کار وي، او په همدې سره دوی وښودله چې په لوی لاس نړیوال او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، دا خو څه چې دولس ريښتينو استازو ته ددې حق نه ورکوي چې دولس غږ تر نړیوالو پورې په سمه توګه ورسوي، بلکې خپله په ناسمه او ډېره ناوړه توګه له خبري رسنیو نه دخپلو شومو موخو لپاره ګټه اخلي.

اوس به راشو دغه په درواغو جوړ شوي پیغام ته، هغه پیغام چې دوی جوړ کړی او بیا یې خپور کړی، لومړی خو دا چې په سر کې یې بسم الله الرحمن الرحیم نشته، دوهم او دپام وړ دا چې په لومړي سر کې یې دامیرالمومنین له ټکی سره ددې پر ځای چې ( حفظه الله ) چې عربي ټکی دی ولیکي، او مانا یې دا کېږي چې الله یې دوساتي، او دا په عربي ژپه کې د یو لوی کس له نوم سره لیکل کېږي،چې په حقیقت کې دعا ده، هغه یې حفیظ الله لیکلی! چې یو نوم دی، یا که د نحوې او عربي ګرامر له مخې ورته وکتل شي، نو حفظه الله یو ه پوره او بشپړه فعلیه انشائیه اعتراضیه جمله ده، چې له فعل، اسم فاعل او اسم مفعول نه جوړه شوي، حَفِظَ: فعل، هو ضمیر: مفعول به، اوالله: فاعل، او حفیظ الله یوازې دجملې یوه برخه ده، بله برخه یې نشته، چې په دې سره جمله نیمګړې او کومه ګټوره مانا نه ورکوي.

کېدای شي: دغه پیغام به داسې چا جوړ کړی وي چې هغه په عربي ژبه نه پوهېږي، چې یا خو به خپله امریکایان وي چې پښتو یې زده کړي وي او له عربي ژبې نه ناخبره وي، یا به کوم پښتون چې هغه هم په عربي ژبه نه پوهېږي ورته لیکلی وي، کوم څه چې له پوهې او علم نه ددوی دلیرې والي کچه ښه په ډاګه کوي.

داخو لا څه چې ددوی دغه کرغېړنه او شرمېدلې لوبه ښيي چې تر کومه ځایه ورخ اوبو ترېنه وړی! دوی یرېږي چې دا دی پسرلی را رواندی، او دهوا له تودېدو سره زمریان بیا غرونو ته خېږي, نو یې له وخت نه په ګټې اخیستو سره داسې یوې شرمېدلې لوبې ته مخه کړېده، هغه الله جل جلاله مخکې له مخکې وشرمول.

 دوی باید ښه سم پوه شي چې دافغان سپیڅلي جهاد دسرښندونکو له مرګونو ګوزارونو نه پرته له دې چې پښې سپکې کړي، دافغان ولس دګرانې او پاکې خاورې نیواک ته دپای ټکی کېږدي په بله توګه نشي بې غمه کېدای، او که نه, دا دشګو بندونه، او داوبو ځک ته لاس اچول هېڅ ګټه نه ورته ورسوي.

بل دا چې په اوس وخت کې چې دامارت څومره پیغامونه خپرېږي تر اوسه پورې په هغه کې نه دخصوصي دفتر یادونه شوې، او نه څوک خبر دي چې خصوصي دفتر شته او که نه؟ د امارت له ویب پاڼې نه جوتېږي چې: ځینې پیغامونه دشوری له خوا خپرېږي، ځینې د ویاندویانو لخوا، او ځینې همداسې دامارت لخوا وي، او کوم پیغامونه چې دامیر المومنین لخوا نېغ په نېغه خپرېږي هغه داختر پیغامونه دي، دوی بیچاره ګانو دې یو ته هم پام نه دی کړی، هسې یې په اوبو کې دلوټې اېښودلو او په هغې باندې دتېرېدو پوچه هڅه کړېده.

دوی که دا کا رکولای هم باید لومړی یې دامارت ټول پیغامونه کتلي وای، هغو ته په کتو سره یې بیا که کومه بې شرمي کولی نو چې یو څه درد خو یې پرې دوا شوی وای!

اودا هم ترېنه هېر شوي چې اسلامي امارت په خپلو پیغامونو کې اوس دطالبانو اسلامي تحریک نه لیکي بلکې اسلامي امارت لیکي، ځکه چې طالبان اوس یو ولسي او نړیوال خوځښت دی، تحریک خو په هغو لومړیو شپو ورځو کې و، او کله چې امیر المومنین وټاکل شوله هغه وروسته امارت شو.

هغه چې وايي: ددرواغو مزل لنډ وي، دا دي ټولو ولیدل چې ددوی درواغ دومره زر او په سملاسي توګه رسوا شول، چې کېدای شي دوی به په خوب هم دداسې رسوايۍ شونتیا نشوای منلی، هیله ده په راتلونکي کې له دا رنګه بې شرمیو او پرېوتو لوبو نه ډه ډه وکړي.

اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x