امریکايي شنونکی عراقي عسکرو ته: که نارینه یاست مه تښتئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): یو امریکایی سیاست پوه چې تیره ورځ یې له الجزیري تلويزیون سره د رمادي ښار د سقوط په اړه خبري کولي، د خپرو پرمهال پر عراقي عسکرو غږ وکړ چي نارینه جوړ شی، او د اسلامي دولت د جنګیالانو په وړاندي ودریږي، او د ښځو غوندي منډي مه وهی.

دا په داسي حال کې چې تیره ورځ پر مختلفو ټولنیزو شبکو داسي ویډیوګاني نشر شوي وي په کوم کې چې عراقي عسکر او شیعه ملیشې له رمادي ښار څخه د تیښتې په حال کې دي، او هر څه تر شا پریږدي.

امریکایی سیاست پوه وویل که څه هم د محلي شیعه ملیشو جوړول ښه تجربه نه ده خو د اسلامي دولت په مقابل کي دغه اخیرنی د ناهیلی ګام دی، ځکه چي د رمادي ښار سقوط او د اسلامي دولت دجنګیالانو دبغداد په لور چټګ پر مختګ او عراقي حکومتي عسکرو تیښتي او نه مقاومت امریکا له سخت تشویش سره مخامخ کړي ده.

نوموړي زیاته کړه امریکا غواړي دجنګ مثبته پایله وویني، امریکا دا نشي زغملی چي عراقي عسکر او محلي ملیشي دي هر څه پریږدي او په ځغاسته دي د جنګ له میدان څخه پښي سپکي کړي.

او زیاته یې کړه: که څه هم د عبادي له فوځ سره د محلي شعیه ملیشو او دایران له لوري پوره کومک ملګري دي خو بیا هم دغه ځواکونه د اسلامی دولت دجنګیالانو په مقابل کي له ناکامی سره مخ دي.

د یادوني وړ ده چي دوي ورځي مخکي د اسلامي دولت جنګیالانو د رمادي ښار له ډیر لږ مقاومت څخه وروسته خپله په ولکه کي را وستی او په زرګونو میله وسله او عسکري وسائط یی له عراقي فوځ څخه غنیمت کړل.

دغه جنګیالی د رمادي له نیولو وروسته اوس مخ په وړاندي د حرکت په حالت کي دي، نن داسي خبرونه خپاره شوی وو چي عراقي حکومت ګڼ شمیر نور شعیه ځوانانو باندي ږغ کړي چي له فوځ سره یو ځای شي او د اسلامی دولت د جنګیالیو مخه ونیسي.

عراقی حکومت د اسلامي دولت دجنګیالیو له پرمختګ څخه ویره څرګنده کړي ده، او له تیري ورځي څخه یې یی د عراق پر پلازمینه بغداد باندي چار چارپيره خپل زوړ کمربند یو ځل بیا قوي کړی، او نوي کمربندونه یې اچولي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

عراقی عسکرو ته نور شرم ده او خجالت دی وباسی چی امریکایان په ډیره بی پروایی داسی کلمات ورته استعمالوی ولی دوی نور هم د خپلو عراقی وروڼو په ضد د امریکایی ګټو د تحقق لپاره جنګیږی او خپل جنګ ته دوام ورکوی دا خو داسی معنی لری چی یو څوک پخپله له یو چا سره د مقابلی توان نلری او خپل سپی ورمخته او چغه کوی