حنیف اتمر

حنیف اتمر او ورسپارل شوې دندې

اتل ځواک

حنیف اتمر، هغه څېره چې په تېر دولت کې هم یو په یو راښکاره شو او تر وزارته ورسول شو او په نوي حکومت کې هم تصمیم نیونکی شخص دی. پوښتنې دا دي چې څه ډول یې یاد دریځ ته ځان رسولی؟ د چا له خوا رسېدلی او کومې دندې ورسپارل شوې؟

حنیف اتمر په ۱۳۳۸ کال په لغمان کې زیږېدلی، ځوانۍ ته په رسېدو سره د شوروي پوځ سرو لښکر په افغانستان یرغل وکړ. د کمونیستانو په وخت کې یې ځان روسانو ته خورا نږدې کړ او د دوی په ټوله دوره کې د روسیې د څارګرې ادارې (KGB) لوړپوړی چارواکی پاتې شوی. اتمر له یادې ادارې سره د ماموریت پرمهال د افغان مجاهدینو په وړاندې کلک سنګر نیولی و، له روسي پوځونو سره به یې د مجاهدینو د مرکزونو په نښه کولو او د مجاهدینو په له منځه وړلو کې اړین رول لوباوه. اتمر د مجاهدینو پر ضد په مخامخ جګړه کې هم ونډه اخیستې چې په ننګرهار کې یې د مجاهدینو پر ضد په جګړه کې پښه هم غوڅه شوه. حنیف اتمر د کمونستانو په دوره کې ۱۰ کاله د خاد په اداره کې لوړپوړی چارواکی و، چې د یادې دندې پرمهال یې هم ډېری افغانان د بهرنیو د خوشالولو لپاره له تېغ تېر کړي. کله چې کمونېستي نظام ونړول شو، پېښور ته پناه یووړه او هملته یې ژوند کولو ته ادامه ورکړه. دا چې نوموړی شخص معیوب و او دروند کار یې نشو کولی، خور یې د North Region Church Aid په اداره کې د تلیفونچي په توګه وګومارلو. اتمر د شخصي اړیکو له لارې د یادې ادارې مشر، انګلستان ته د ځینو کورسونو او انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره ولېږه، نوموړي هملته د انګلستان له څارګرې ادارې سره ګوتې خوږې کړې. څارګرې ادارې ته یې له ګڼو ژمنو ورکولو ورسته، له انګلستان څخه په پېښور کې مېشتې ادارې ته د لوړپوړي چارواکي په توګه وروپېژندل شو.

حنیف اتمر په ۱۹۹۸ کال کې CIA یا د امریکا څارګرې ته لار ومونده. دا چې نوموړی شخص نورو بهرنیو څارګرو ادارو ته خورا ژمن پاتې شوی و، نو امریکا همدغسې شخص ته ډېره اړتیا درلوده، په خپله غېږ کې یې ونیو او په افغانستان کې یې د امریکا د ګټو خوندي کولو په موخه وروزلو.

د کرزي په راتګ سره امریکا نوموړی شخص د کابینې نوملړ ته داخل کړ او ټولو څارګرو ادارو له ده څخه پوره ګټه واخیسته. څرنګه چې اشرف غني او حنیف اتمر د یوې مفکورې خاوندان دي، امریکا اشرف غني ته اتمر غوره جوړه په ګوته کړ. حنیف اتمر ته په واضح واضح ټکو ویل شوي، چې ستا یوازینۍ دنده د امریکا د ګټو په لاس راوړل دي. هماغه وو چې د نوي حکومت په دویمه ورځ یې له امریکا سره هغه شرمېدلی امنیتي تړون لاسلیک کړ چې ښاغلي کرزي، بسم الله خان او پخوانیو چارواکو یې له لاسلیکولو ډډه وکړه. همدارنګه یې په هندوستان کې په یوه غونډه کې په ښکاره ټکو د دیني مدرسو د بندولو غوښتنه وکړه او اوس یې یو ځل بیا د پاکستان له څارګرې ادارې سره د کرغېړن هوکړه لیک په لاسلیک کې خپل شوم اهداف په ډاګه کړل.

لنډه دا چې ښاغلی اتمر چې اوسمهال په ارګ کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار دی، له سره تر پایه د افغانستان د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په زیان او د بهرنیو څارګرو ادارو په ګټه فعالیتونه کوي. که افغانان یې په وړاندې چوپ پاتې شي، ژر ده چې له لوی بهران سره به مخ شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمایت الله شهیدی
میلمه
حمایت الله شهیدی

ډیر یوه له منطقه لری لیکنه مو کړی ده، زه د اتمر په اړه څه نه وایم او هم نه وایم چی هغه ښه یا بد سړی ده، خو دا لیکنه را ته له منطقه لری ښکاری، څرنګه امکان لری چی یو سړی دی په دومره ډیرو استخباراتی ادارو کی کار وکړی او هغه هم په مهمو پوستونو، او ژوندی ګرځی، او هغوی دی هم اعتبار پری وکړی او بیا دندی هم ورته وسپاری، دوهم دا چی له پاکستان سره د استخباراتی تفاهم لیک امضا کول امریکی ته څه ګټه لری، ایا بدون له دی تفاهم لیک څخه امریکا پاکستان… نور لوستل »

باعث قطب
میلمه
باعث قطب

ليکنه که هرڅنګه وه، ګډه وه که سمه وه خو د اتمر په باره کې یې بیخي سمې لیکلي، لیکنه په پوره دقت لیکل شوې خو ستونزه یې داده چې مختصره ده او هرڅه پرته له اضافي تشریح څخه لیکل شوي. د اتمر په باره کې مې څه موده مخکې په فېسبوک کې یوه مفصله لیکنه ولوسته او په پوره ډول یې د ده شجره او لرلید وړاندې کړی وو چې څوک دی او د څه لپاره ګمارل شوی او کومو ورځو ته په درد لګي چې امریکا کار ځنې واخلي چې تر اوسه یې پوره ګټه هم ترې اخیستې…… نور لوستل »

سخي اسحاق زيي
میلمه
سخي اسحاق زيي

د عربو مشرانو په ملیاردو ‌‌‌‌‌‌ډالر امریکا ته د دی لپاره ورکړل چی ایران دومره وځپي چی نه د اټومی وسلو وس پکی پيداشی او نه هم په عربی نړی کی د مداخلی خو البته برعکس امریکا عربی نړۍ دومره وځپل چی اوس په منځنی ختیځ کی یوازنی قوت چی په دومره تحولاتو کی پر حالت څه چی نور هم ځواکمن شو هغه ایران دۍ دا زکه چی ایران د امریکا هغه یوازنی قوت دی کله چی امریکا وغواړی د سنی مسلمانانو مخه پری نیسی ها د چا خبره ده چی که ایران په دنیا کی موجود هم نه وای… نور لوستل »

محصل خان
میلمه
محصل خان

د حنیف اتمر په اړه زه د یو چا هغه شاهدي تاسو ته نقلوم چې ویل یې زما سره تقریبأ یو کال په یوه کوټه کې پاتې شوی، هغه ویل چې اتمر قطعأ مسلمان نه دی، زما سره یې ډېر بحثونه کړي، هغه ویل چې ما به د سهار له مانځه وروسته قران عظیم الشان راواخیست او ده به هر وخت له ځان سره د انجیل نسخه ګرځوله او لوستله به یې. اوس هغه کس سخت پښېمان دی چې کاشکې هغه وخت مې دا کافر تر تېغ تېر کړی وای.

شهاب
میلمه
شهاب

نو اوس خو هغه هم مجرم دی چه مرتد یی لیده او مصلحت لپاره یی ورته سه نه ویل او نه یی چاته افشا کاوه لدی معلومیژی چه هغه هم شریک جرم دی