ګډ حکومت اته مياشتې وروسته اته والیان وټاکل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): ګډ حکومت له اتو میاشتو وروسته اته والیانو د اتو ولایتونو لپاره پر يو وخت معرفي کړل.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر جو جاړي وروسته د ننګرهار، لوګر، پکتیا، باميان، کونړ، پکتیکا، هلمند او نیمروز ولایتونو لپاره يې نن رسماً والیان وټاکل.

د خبرپاڼې له مخې سلیم کندوز د ننګرهار، حلیم فدايي د لوګر، نصرت ارسلا د پکتیا، طاهر زوهیر د بامیانو، وحيد الله کلیمزی د کونړ، امين الله شارق د پکتیکا، ميرزاخان رحیمي د هلمند او محمد سميع د نیمروز ولایتونو لپاره د والیانو په توګه وټاکل شول.

د ننګرهار لپاره نومول شوی والي سلیم کندوزی چې د کندوز ولایت اوسېدونک دی تر دې وړاندې د د کرنې وزارت مرستیال پاتې شوی دی او د لوګر لپاره نومول شوی والي حلیم فدايي په پکتیکا کې زېږېدلی، چې تر دې وړاندې يې په ميدان وردګو ولایت کې شاوخوا څلور کاله د ولایت دنده پر مخ وړې ده.

وحيد الله کلیمزی چې د حسیب الله کلیمزي په نوم يې یو ورور د مشرانو جرګې غړی او عبیدالله کلیمزی يې بل ورور دی چې د ولسي جرګې غړی دی، د میدان وردګو ولایت د سید اباد په ولسوالي کې زېږېدلی او تر دې وړاندې يې شخصي سوداګري چارې پر مخ وړې.

د پکتیا ولایت لپاره نومول شوی والي نصرت ارسلا د حاجي دین محمد زوی د ننګرهار د سره رود اوسېدونکی دی، چې تر دې وړاندې د ننګرهار د ولايتي شورا رییس اوغړی هم پاتې شوی دی او د باميانو والي ډاکټر طاهر ظهیر د سمنګانو ولایت اوسېدونکی دی چې د ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی دی.

نن ټکی اسیا د نورو نومول شویو والیانو په اړه تر اوسه معلومات نه دي راټول کړي، یاده دې وي ګډ حکومت د خپلې توافقنامې له مخې نیم – نیم واک پر اساس چلېږي، چې دلته هم ګمان کېږي چې څلور والیان به د ډاکټر اشرف غني او څلور نور به د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوي وي.

دم ګړۍ ګڼ نورو ولایتونه د سرپرست والیانو له لوري اداره کېږي، چې پر امنیتي ګډوډۍ سربېره د پراخ اداري فساد عاملين هم ګڼل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د