نظــر

له قران كريم څخه ددفاع د وروستي افغاني پاڅون

daeth-to-amrica-protest-nangerhar

حقيقت ، لاسته راوړنې ،دلالتونه ،دريځونه ، دتداوم ضرورت او راتلونكى

(شپونكى   )

د روان كال ۱۳۹۰ هـ ش د حوت د مياشتي له پيل راهيسې  په ټول افغانستان كې يو خونړى  پاڅون روان دى چې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو كې د ټولنې د بيلا بيلو اقشارو زورورې مظاهرې او توند عكس العملونه ددې پاڅون د تكامل عوامل برابروي.

دغه پاڅون چې تر اومې ورځې يې په ترڅ تر اتياو  شاوخوا خلك وژل شوي،   په سلګونو زخمي شوي، او نا معلوم شمير مسلمان افغانان د كابل د اداې او دهغې د استخباراتو له لوري نيول شوي  دي  د افغانستان او اسلامي نړۍ مسلمانان يې په فكري او عاطفي لحاظ مشغول ساتلي،   او پدې ارزي چې معقوله ارزونه يې وشي ، اسباب او عوامل يې وڅيړل شي ، 

دښكيلو اطرافو دريځونه وركې واضح شي، معنوي، رواني، او ايډيالوژيك دلالتونه يې وسپړل شي، د تداوم دضرورت او يا نه ضرورت دلائل يې روښانه،  مشروعيت يې  كره، او راتلونكې ته يې دموجودو واقعيتونو په رڼاكې وكتل شي.  تر څو دغه ملي پاڅون چې د افغانانو د اسلامي مبارزې يوه لويه پيښه ده په مستدلل او هر اړخيز ډول ددې ملت د سرښندنو او مبارزو په تاريخ كې توثيق او ثبت شي .  

ځكه چې د اسلام دښمنان او په مسلمانانو كې دهغوئ منافق ( سيكولر) ملګري تل هڅه كوي چې د اسلامي امت د ولسونو جهادونه او مبارزې غلطې   توجيه كړي ، بې ارزښته يې وښـئ ،  او مثبت نتائج يې چې راتلونكو نسلونوته  دكفارو او دهغوئ ملګرو په خلاف دجهاد او سرښندنې الهام او روحيه وركوي له منځه يوسي.  

ددې لپاره چې موضوع پر علمي اساس او روښانه ډول څيړل شوې وې په لاندې څو برخو يې ويشتو.

۱ –  د پاڅون حقيقت .

۲ – د پاڅون نغدې لاسته راوړنې.

۳ –  د پاڅون په اړه دريځونه .

۴ –  د پاڅون دينې ، اجتماعي، فكري، او رواني دلالتونه .

۵ –  د پاڅون د تداوم ضرورت او د مشروعيت دلائل .

۶ –  د پاڅون د راتلونكي تګلاره او متوقع تاثيرات .

او ددې لپاره چې دهرې برخې محتويات موخپل ولس  ته ښه روښانه كړي وي تر هر ځانګړي عنوان لاندې موضوع پر نورو فرعي عنوانو په لاندې ډول ويشو.

د پاڅون حقيقت :

لاندې دري ګوني عناصر د پاڅون حقيقت تشكيلوي :

۱ –  د پاڅون عوامل :

۲ –  د پاڅون شعارونه مطالبې ،اندازه.

۳ –  د پاڅون ګډونوال

اول د پاڅون عوامل : دا پاڅون هم د بل هر پاڅون په څير خپل حقيقي عوامل لري، كه څه هم چې اشغالګر غربيان او دهغوئ سكيولر ملګري او تنخوا خواره هڅه كوي چې خلك د پاڅون له اصلي عواملو اغفال كړي ، او دپاڅون لپاره څو نور غير واقعي نامعقول او له خپله ځانه جوړ كړي عوامل وتراشي ، تر څو كه وكړاى  چې  دمحكومو خلكو پام له حقائقو بل لوري ته واړوي .

  دپاڅون اصلي عوامل :

اول عامل : افغانستان يو مسلمان ولس دي، داسلامي تاريخ په اوږدو كې يې تل له خپل دين اوخپلې آزادۍ دفاع كړې ، دچنګيزيانو ، ګرګينيانو، هندوانو، انګريزانو، روسانو، په خلاف مبارزې يې ددفاع هغه تاريخي شواهددي چې نه غرب ځپلې سيكولر عناصر ورڅخه انكار كوي ، او نه پردي پال نشنلستان چې تل د دښمن په صف كې ولاړ وي  ورنه  سترګى پټولى شي ، او نه يې هم تپل شوي نظامونه دولس له نصاب او ټولنيزي حافظې ويستلي شي . د افغاني ټولني دهمدغه اسلامي او غيور خصوصيت د تداوم په سلسله كې نن بيا افغانان په هغو كفارو پسې راپورته شوي چې د دوئ هيواد يې اشغال كړى، د ولس بچيان يې ورته وژلي، تړلي ، شړلي او ذليل كړي دي .

 دويم عامل : امريكايان او غربيان په تمامه معني دافغانانو لپاره داسې پردي دي چې هيڅ ډول پيوند ورسره نه لري ، نه ورسره د دين پيوند لري، نه دمذهب  پيوند لري، نه يې ژبه ورسره يوه ده ، نه  دقوم او وينې اشترك ورسره لري ، نه هم پخواني مشترك تاريخ ورسره لري ، نه يې كاونډيان دي ، او نه هم ورسره په يوه ( براعظم ) كې اوسيږى .  نه ورسره ګډ فرهنګ لري، او نه هم ورسره متبادل اقتصادي او تجارتي روابط .  دهمدغه ټول پرديتوب سره  سره امريكايان او اروپايان په زور راغلي، په زور يې د افغانانو هيواد نيولى، په زور په افغانانو خپل فرهنګ ، اخلاق، او د ژوند تيرولو اصول ور تحميلوي.  او په زور يې كورونو ته ورننوځي ، په زور يې تورسرې بې عزته كوي،  او نارينه يې لاس او سترګې تړلي له ځان سره بيايې.   او بيا په نتيجه كې په زور زموږ له ټول ولس نه ددې اعتراف اخلي چې امريكايان او غربيان زموږ ( دوستان ) دي .

 دغه ډول ګوزاره او ژوند حيوانات هم نشي زغملى ، د ځنګلي حيواناتو، دهوا دمرغانو، دكورنيوڅارويو، او حتي د حشراتو په منځ كې به مو هم ليدلي وي چې ( پردي ) په ځان كې نه پريږدي، ټول ورپسې راپورته كيږي او ځان ترې خلاصوي، له ظالم نه د ځان خلاصولو هڅه او كوښښ يوه فطري غريزه او استعداد دى چې الله په ټولو ژونديو كې ايښى دى  ، نو افغانان  آخر تر څو پوري غلي او كرار كښينې،  او د خرڅو شويو غلامو  چارواكو غلامۍ ته خړې خړې وګوري.  دافغانانو خو دا د ملي ژبو ولسي متلونه دي چې وايې : ( تنگ آيد به جنگ آيد)،  او همدا چې ( په زور كلي نه كيږي ) .

دريم عامل : افغانانو په تيرو څلورو لسيزو كې د اسلامي نظام د جوړولو، او دهمدغه قرآن د حاكمولو لپاره چې اوس يې امريكايان كله دلته او  كله په امريكا كې سوځوي تر دووميليونو زيا شهيدان وركړي ، په ميليونو نو يې مهاجرتونو ته اړ شوي ، په ميليونو نور زخمي او معيوب شوي ، هيواد يې ګنډواله شوى ، او بي شميره سختۍ او ناخوالى يې ګاللى دي ، دا هر څه يې ددې لپاره نه دى كړي چې رهبران ، پيران،  قاضيان او دجهاد قوماندانان  يې دجهاد او اولس بيت المال خپل ملكيتونه وګڼي، د اسلام او قرآن لار دې پريږدي،  او له كمونستانو، نشنلستانو، دموكراتانو، ګمراه فرقو ، مرتدانو، او له غرب نه په را صادرو شويو بې دينه ليبرالانو سره  د ديموكراسۍ په ( وندر) يوځاي ودريږي .

 بلكه دا هر څه ددې لپاره ول چې قرآن دې حاكم  شي .  نن افغان ولس وينې چې نه يواځې دا چې قرآن حاكم ندى ، بلكه په كورونو ، جوماتونو ، د نصاب په كتابونو، او د زندانونو په تيارو كې د مسلمانو زندانيانو په لاسونو كې هم محفوظ ندى.

 كله په ټوپكو ويشتل كيږي ، كله نعوذبالله په ګنده ګيو كې غورځول كيږي ، كله سوځول كيږي ، كله له پاسه ورباندې  دى (صليب ) رسم جوړيږى ، كله يې د سوځولو لپاره په امريكا كې څو مياشتي كمپاين كيږي،  او بيا د كليسا دمشر په لاس د ميډيا په مخكي  اور ورته كيږي  ، او سپينه ماڼۍ دهغه له مخنيوي څخه هلته  خپل قانوني عجز ښكاره كوي ، خو دلته بيا زموږ د ټول هيواد او ولس د اشغالولو لپاره  د ملګرو ملتونو او امنيت له شوري څخه قانونى جواز له ځانه سره راوړي ، او بيا دخپل اشغال دقانوني كولو لپاره كله له ولسي جرګو ، كله له مشورتي جرګو، او كله هم د داوږدمهالي پوځي شتون په نامه له هغه حكومته چې دوئ خپله جوړ كړي اسناد او ضمانتونه اخلي .

دغه  ډول وضعيت ښايې ( سياف) ( كشاف) ( مجددي ) (ګيلاني) او نورو هغو غټو او وړو پنډتانو ته دزغملو وي چې دين يې په دنيا خرڅ كړى ، خو افغان ولس ته هيڅكله دمنلو نه دى ، نو ځكه خو ملت ددغه ډول پاڅون لپاره همت كوي ، اود قربانۍ ډګر ته راوځي .

څلورم عامل : په تيرو لسو كلونو كې هيچا د يرغلګرو د جناياتو مخه ونه نيولى شوه ، نه حكومت ، نه پارلمان، نه كرزي، نه هغو منافقينو چې لا تر اوسه ځانته  پخواني مجاهدين وايې، نه دملګرو ملتونو ادارې، نه د بشري حقوقو ټولنو ، او نه بلي كومې مرجع او جهت .

حكومت يرغلګرو جوړ كړى  او دهمدوئ لپاره كار كوي .  پالمان همدې اشغالګرو رامنځته كړى  او د همدوئ په ګټه فيصلي كوي او قوانين تصويبوي .  كرزي دوئ ته غلامي كوي او ولس ته يواځې اوښكې تويوي او مداريتوپ كوي .  د دوئ په اصطلاح پخواني مجاهدين او اوسني منافقين  لګيا دي ځانته  په دنيا كې جنتونه  جوړوي .  په ملګرو ملتوكې ټول خلك د اسلام د حاكميت د مخنيوي لپاره سره ملګري شوي وي دي .  د بشري حقوقو سازمانونه او ټولني د( بشر ) له حقوقو څخه نه بلكه  د( شر) له حقوقو څخه دفاع كوي ، نو چې وضعيت دغه ډول وي ، او دشكايت د اوريدلو هيڅ مرجع  نه وي،  ملت مجوره دي چې خپلې سينې سپر كړي ، د قربانۍ ډګر ته راووځي ، هم د يرغلګرو او هم دهغوي د غلامانو په خلاف ملي پاڅون وكړي .

 پنځم عامل : لس كاله وشول  چې دهيواد رښتينو مجاهدينو د صليبي اشغالګرو په خلاف جهاد روان كړى  چې دغه مجاهدين د نړيوال  صليبي ايتلاف په وړاندې نه تسليم شول ، نه ستومانه شول ، نه كمزروي شول ، نه يې له دښمن سره  په  نظام او حكومت كې شراكت ومانه، نه سره وويشتل شول لكه څنګه يې دښمن تمه كوله، نه يې له مسلمان امت څخه پرته كوم كفري دولت او بلاك ملاتړ وكړ، نه له خپلو اهدافو او تګلارې منحرف شول ، نه په قومي ، سمتي ، ژبنيو ، سياسي او نورو ناروا شخړو كې ښكيل شول ، او نه هم واك ته د رسيدو لپاره  له  چا سره ايتلاف ته حاضر شول .  بلكه په پوره صبر،  ميړانه،  او درايت يې د دښمن په خلاف اسلامي جهاد رهبري كړ،  او خپل اسلامي مصداقيت يې دولس ټولو پرګنو ته په عمل كې  وروښوده، نو هماغه ؤ چې ولس غيږ  ورته خلاصه كړه ، او دجهاد او مقاوت غږ يې ورسره غبرك كړ، او د اشغالګرو په خلاف يې د عمومي پاڅون او له هغوئ  څخه  د قرآن او مسلمانانو د انتقام اقدام وكړ .

دا سمه ده چې دغه پاڅون دطالبانو له لوري نه تنظيم شوى او نه رهبري شوى دى ، خو په شعوري ډول رسا په هماغه لاره روان شوى چې طالبان پرې روان دي ، او هماغه اهداف تعقيبوي چې طالبان يې د تحقق لپاره راپورته  شوي دي،  چې هغه دهيواد او هيوادوالو آزادي ، د يرغلګرو شړل ، او د قرآن حاكمول دي .

پاتي شوه دا خبره چې ددې لوې سرتاسري او د قربانيو ددې مبارك پاڅون تر شا  دې د ايران شيعه دولت چې په خپل څنګ كې هيڅكله ديو قوي سني نظام دليدلو حوصله نه لري ولاړ وي ، او يا دې د پاكستان سيكولر نظام چې د قرآن د حاكميت دغوښتلو په سزا كې  يې دخپل ولس ديرش لكه خلك بې كوره  او در په در كړل،  د افغانانو لپاره د قرآن نظام وغواړي، او د هغوئ  د قرآني پاڅون تر شا دې  و دريږي هيڅ معقوليت نه لري .  بلكه دا په افغانستان كې د امريكا دغلامانو تشي ډنډورې دي چې د پاڅون له اصلي عواملو دخلك پام بل لوري ته اړول غواړي .

د پاڅون شعارونه ، مطالبې او اندازه :

د پاڅونونو او مظاهرو ماهيت دهغو له شعارونو ، مطالبو،  او پرخوالي معلوميږي.  له قرآن كريم څخه ددفاع پدې پاڅون كې شعار دا نه وو چې يواځي هغه يو يا څو تنه امريكايان دې محاكمه شي چې قرآن كريم يې سوځولى دى ، بلكه شعارونه يې په لاندې ډول وو :

مرګ په امريكا .

مرګ د امريكا په غلامانو.

امريكايان دې زموږ خاوره پريږدي .

موږ په اسلام او قرآن سر وركوو.

ژوندى دى وي اسلام .

موږ خپل هر څۀ له قرآنه قربانوو.

موږ دامريكا غلامان نه منو .

د افغانستان اوسني اداره غلامه ده .

افغانان  به دوينو په بيه له قرآنه دفاع كوي .

او ديته ورته نور شعارونه چې عمده مطالبې وركې له اسلام او قرآن څخه دفاع كول ، امريكايان له خپلي خاورې شړل ، دكابل دبې واكې ادارې له شر او شرم څخه دولس خلاصول،  د قرآن كريم حاكمول، او تر هر څه يې محترم ګڼل ، ديرغلګرو په مراكز هجوم وروړل،  او دهغوئ شتون نه زغمل وو.

دحجم او اواندازې په لحاظ مظاهرې دومره پراخې وي چې له  ځينې   شيعه ميشتو سيمو پرته نور په  ټول افغانستنان كې ترسره شوې او لا به تداوم پيداكوي .

د پاڅون ګډونوال:

دا چې ددې پاڅون اسباب اوعوامل داسې څه ول چې په ټول مسلمان ملت پوري يې اړه درلوده نو ځكه خويې ګډونوال هم د ټولنې د ټولو اقشارو خلك ول ، په ټولو ولاياتو كې د ټولو قومونو او ټولو ژبوخلكو وركې شامل ول .

ددې ترڅنګ چې پاڅون  په ټول هيواد كې عام وو د ټولنې ټولو طبقاتو لكه كليوالو، ښاريانو، باسوادو ، بې سوادو، دپوهنتون محصلينو، دمكاتبو شاګردانو، په اردو او  وزارتونو كې باغيرته  مسلمانو مسنوبينو، او حتى  ډيرو هغو خلكو چې يو وخت يې د طالبانو مخالفت كاوه،  او دا ځكه چې هغوئ به كيداى شي په سياسي لحاظ طالبان نه منل ، خو د اسلام نه منل يې هيڅكله نه ويلى، او نه يې په حق كې  دغه خبره وارده  ده ، بلكه هغوئ د همدې مسلمان ولس يوه برخه دي،  چې يو وخت هغو درواغجنو او مفسدو مشرانو تيرايستلي ول  كوم چې  اوس په خپله د امريكا په غلامۍ كې اخته او د دښمن په صف كې ولاړ دي .

ددې قرآنې پاڅون مظاهره كوونكي هغه ډول كرايې او (  پيش پرداخت) نعرې سورې وهونكي نه ول چې يا كوم نشنلست والي ، او يا هم كوم ناكام شوي وكيل ديو څو ساعتولپاره كوم سرك ته په كرايه شويو موترو كې راويستلي ول، چې  دوخت په پوره كيدلو به بيا داسې غائب شول لكه د كوم ساختماني شرك مزدوران چې له خپل ټاكلي وخت يوه لحظه هم چاته زياته نه تيروي .

خو ددې پاڅون ګډون كوونكي د قربانۍ په عزم راوتلي مسلمانان ول چې په تشو لاسونو ديرغلګرو په پوځي بيسونو، دهغوئ پر استخباراتي مراكزو ، او دهغوئ د غلامانو په قرار ګاوو وروختل .  دښمنانو ته يې دخپل ايمان  زور وروښود، شهيدان او زخميان شول ، خو په هيڅ ځاي كې پرشا نه شول .  چې دا هر څه په ژوندي ډول برقي ميډيا ثپټ كړي دي .  نو په همدې اساس دا خبره كره او ثابته ده چې ددې  پاڅون ګډون كوونكي په هيڅ ډول نه د چا لخوا لمسول شوي ول ، او نه يې له بل ځايه پيغام تر لاسه كاوه .  ځكه چې د بل چا دګټو او شعارونو لپاره خلك شهادت  ، زخمي كيدلو ، بندي كيدلو ، او په تش لاس د دښمن پرمراكزو ورخلتو ته نه حاضريږي ، بلكه دا هغه  ډول قربانۍ دي چې يواځې  د دين لپاره تر سره كيږي  

د پاڅون نغدي لاسته راوړني :

له قرآن څخه ددفاع افغاني دغه پاڅون لاندې دري ډوله نغدې لاسته راوړنې لرلې چې په لاندي ډول دي :

۱ – معنوي لاسته راوړنې .

۲ –  سياسي لاسته راوړنې .

۳ –  پوځي لاسته راوړنې .

اول معنوي لاسته راوړنې :  پاڅون ټولي دنيا ته يوځل بيا وښوده چې افغانان د نړۍ تر ټولو مسلمانو ولسونو پر خپلو ديني ارزښتونو او مقدساتو ټينګ خلك دي،  او په هر ډول حالاتو او شرايطو كې له هغو څخه دفاع او د دفاع په لار كې قربانۍ ته حاضر دي ، دغه پاڅون يوځل بيا زموږ دولس ددين دوستۍ او معنوي رجاحت ګواهي وركړه .

۲ –  پدې پراخ پاڅون كې دولس لويانو او ځوانانو خپل راتلونكې نوي نسل ته د ايمان او قربانۍ تلقين وركړ ، او دا يې ورته وښوده چې افغانان ښايې په سياسي لحاظ كله يو له بل سره اختلاف وكړي ، خو له دين او معنوياتو څخه ددفاع په لاره كې ټول يو موټى  او متحد دي .

۳ –  دې  پاڅون ټول ولس ته هغه منافقان ور معرفي كړل چې ددې پر ځاي چې د قرآن په دفاع كې له خپل راپورته شوي ملت سره خپل غږ ملګرى  كړي،  او د يرغلګرو په خلاف دكركې  او نفرت نعره پورته كړي ، هغوئ  په ډيرې  بې  شرمۍ  دغه مظاهرې د پرديو په لمسون وبللې ، دكفارو دغه سترجنايت او قصدې اقدام يې په غير قصدي او يواځې  د يو څو جاهلو عسكرو كاروباله،  او دامريكايانو په غوښنه يې دولس دغضب دسړلو هڅې  وكړې ،  چې پدې كار كې تر ټولو لوى  رول د لوى شيطان ( سياف ) او د كابل په اداره كې  د نورو بې ضميره پنډتانو ولو باوه.

 ددغو مظاهرو مشروعيت په يقيني ډول تر هغو خونړيو بې هدفه جګړو ډير دى چې يو وخت سياف ، او ملګرو يې دكابل ښار ورباندې  وران كړ، او تر اتياو زرو انسانانو يې وركې ووژل .  خو نن دا دى  بيا له هماغو خلكو سره يوځاى  دډيموكراسۍ په (وندر) ولاړ دى  چې پرون يې دهغوئ سر او مال روا باله .

۴ – امريكايانو او غربيانو ته ور معلومه شوه چې افغانانو ته قرآن او د دوئ معنوي ارزښتونه تر هر څه محترم دي .

۵ –  دي پاڅون په ټول ولس كې له امريكايانو ، دهغوئ  له پوځونو ، استخباراتو ، جاسوسانو ، او دهغوئ له ګوډاګيو څخه ويره له منځه يوړه .  اوس ټول خلك پدې پوه شول چې هر ځاى او هر وخت كې دخپلو دينې ارزښتونو ددفاع لپاره په خپله اقدام كولي شي ، او هيڅ ضرور نده چې خپل شكايت دې دامريكايانو په لاس غلامې  ادارې  ته  راجع كړي ، بلكه نور بايد ولس داقدام مبادرت په خپل لاس كې ونيسي  .

۶ –  دغه يوه پاڅون دعامو افغانان او ښاري خلكو او دغربيانو تر تاثير لاندې  راغلو خلكو ايمانونه دومره تازه كړل چې ښايې لسګونه كاله دعوت او موعظې به دومره  نه وو تازه كړي ، اوهمدارنګه دې پاڅون دامريكايانو او دهغوئ د فرهنګي ترجمان ( مخدوم رهين ) دافغانانو په زړونو كې د ايمان وژنې هغه ټولې هڅې په اوبو لاهوكړې چې تير لس كاله يې د لسګونو ملياردو ډالرو مصسرف د لسګونو تليويزوني، راډيويې ، اوكلتور يې فعاليتونو په مټ ترسره كړې وې  ، اود قرآن پر ځاى  يې خلك په هندي سريالونو، امريكايې فلمونو ، د F.M  راډيوګانو په پوچو او سپكو ډيالوګونو،سندرو،  او موسيقۍ مشغول كړي ول .

۷ –  پاڅون ډير خلك ديته وهڅول چې هغه قرآن خپلو اولادونوته ورزده كړي چې دوئ دفاع ترې كوي ، او پدي ډول دنوي نسل يوځل بيا د قرآن ، مسجد، ملا، او مجاهد په لوري مخه شوه .  

دويم : سياسي لاسته  لاوړنې :

۱ –  دافغانانو دې قوي دريځ د تل لپاره دامريكا هغه خوب په اوبو لاهو كړ چې دلته به اوږدمهالي حضور لري ، او د( استراتيژيك تړون) تر پردي لاندې به  افغانستان د تل لپاره خپله يوه قانوني مستعمره ګرځوي .

 پاڅون امريكا او غرب ته په جدي ډول دا ور وفهموله چې عام افغانان هيڅكله دلته غربيان نه زغمي .  او دغربيانو هم پردې سر خلاص شو چې نه يې دلته اوږدومهالي حضور ممكن دى ، نه په اردو كې له افغاني عسكرو سره يو ځاى ګوزاره كولى شې ، او نه يې تړونونه هغه بڼه خپلولى شي چې په (جاپان) ، ( جرمني) ، ځيني عربي هيوادونو، او ځني نورو آسيايي او اروپايې هيوادونو كې يې خپله كړې  ده .  او دا ځكه چې هلته فيصلې ، سياسي ، اقتصادي ، او كلتوري ارزښتونو ته په پام سره كيږي ، او ( دين ) وركې هيڅ نقش نه لري ، خو په افغانستان كې ( دين ) د ټولو سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ،بين المللي او نورو فيصلو لپاره محك او معيار دى .  او هره هغه فصله او تصميم چې  د دين پر بنسټ نه وي ولاړ هغه په هيڅ ډول تر انجامه نه رسيږي ، چې د امان الله خان د سيكولريزم ( نخرې)،  د ظاهرشاه د ډيموكراسي  او غرب پالني پروګرامونه، د كمونستانو د ( ثور نه پرشاتلونكى!!!؟ انقلاب ) ، دتنظيمي ښكرورو ملوك الطوائفۍ ، او  د امريكايانو اشغال او  دلته د ديموكراسۍ مرګ يې ښه روښانه مثالونه دي .  دا هر څه ځكه په افغانستان كې زرغون نه شول چې نه يې تخم  دافغانستان وو ، او نه يې د افغانستان له آب او هوا سره توافق درلود.

۲ – دې پاڅون د يرغلګرو قواوو لوى مشر جنرال (  جان الن) له افغانانو څخه معذرت غوښتلو ته اړ كړ .

۳ – دې پاڅون دنيا د ترټولو زورور پوځي او سياسي طاقت د دفاع وزارت ( پينټاګان) له افغانانو څخه د بښنې غوښتلو ته اړ كړ .

۴ –  دې پاڅون ( سپينه ماڼۍ) او د ( سپرپاور ) مشر ( اوباما) له مظلومو خو مؤمنو افغانانو څخه د بښنې غوښتني ته اړ كړ .

۵ –  دې پاڅون امريكا له ټولو مسلمانانو څخه دبښنې غوښتلو ته اړ كړ .

۶ –   دې پاڅون د كابل دادارې د دفاع او داخله وزيرانو امريكا ته سفر لغو كړ.

۷ –  دې پاڅون د افغانستان په اړه د امريكا او ټول غرب په پاليسۍ او ستراتيژۍ كې داسې ژور بدلون  راوست چې نور د هر سياسي او نظامي تصميم په نيولو كې ددې پاڅون او راتلونكو پاڅونو تاثيرات په حساب كې نيسي ، او هيڅكله به پدې سيمه كې ( بوش مانندي ) متهورانه اقدام ته زړه ښه نه كړي .

۸ –  ددې پاڅون په نتيجه كې امريكا خپل ملكي او سياسي مشاورين له ټولو افغاني ادارو وويستل .

۹ –  ددې پاڅون په نتيجه كې فرانسي خپل ټول سياسي او ملكي مشاورين له افغاني ادارو وويستل .

۱۰ –  دې پاڅون جرمني هم دخپلو مشاورينو ويستلو ته  اړ كړ .

۱۱ – د برطاني هيواد هم اړ شو چې له ډاره خپل مامورين اومشاورين له افغاني ادارو وباسى .

۱۲ –  دې پاڅون د ملل متحد اداره هم ديته اړه كړه چې له كندز څخه كابل ته وتښتي.  

دا او نوري هغه ستري سياسي لاسته راوړنې دي چې له قرآن څخه ددفاع پاڅون كوونكو او مظاهرينو په يوې هفتې كې لاسته راوړې ، پداسې حال كې چې په تيرو لسو كلونو كې  دمسلح جدو جهد په ترڅ كې دومره نه وې حاصلې شوې .  دا پدې معنى دې چې كه پاڅون پراخ شي اوتداوم پيداكړي په  ډير  نږدي راتلونكي كې به افغانستان د لويو برياوو او تحولاتو شاهد وي ، او زموږ ملت به ډير ژر دامريكايانو، اروپايانو ، او د هغوئ  د افغاني ګوډاګيو او هغو مفسدينو له شر څخه خلاص شي چې د هيواد هرڅه يې ولوټل .

دريم پوځي لاسته راوړنې  :

له قرآن څخه د دفاع پاڅون دمعنوي او سياسي لاسته راوړنو تر څنګ لويې پوځي لاسته راونې هم لري چې په لاندي ډول يې يادوو.

۱ –  مظاهرينو او په  اردو كې مسلمانو عسكرو د يرغلګرو پوځي مراكز تر بريد لاندي ونيول ، په ننګرهار ، كندز، فارياب، او نورو ولاياتوكې بهرني پوځيان ووژل شول ، او دا ورته ثابته شوه چې د امريكايانو او افغانانو تر منځ پوځي تعاون او راتلونكي ملګرتيا په قطعي ډول ناممكنه ده ، او كه نن څو تنه افغاني عسكر د دوئ تر څنګ ولاړ  دي هغوئ بيچاره ګان د غريبۍ او بې كارۍ  له امله د دوئ ديو څو ډالرو وږي دي ، نه دا چې كافر شوي دي ، او يا هم په شعوري ډول له امريكايي او اروپايي كفارو څخه ملاتړ كوي .  تر دې  وروسته به هره ورځ افغاني عسكر پر يرغلګرو بريدونه كوي ، اسلحي به تري تښتوي ، او له مجاهدينو سره به يوځاي كيږي ، ځكه چې هغوئ ته ورمعلوه ده  چې امريكايان او اروپايان نور افغاني قواوي نه تمويلوي ، او نه يې تمويلولي شي ، نوښه به دا وي چې دخپل ملت د سبا ورځې له محاسبې دخلاصون لپاره همدا نن په عزتمند ډول د امريكايانو له ملګرتيا پداسې ډول ووځي چې هم د امريكايانو د وژلو له امله ( اتلان ) شي ، او هم سبا په هسكه غاړه په خپل كور او كلي كې واوسيدلي شي .

۲ –  ددې پاڅون يوه ګډون كوونكي ( قاري عبدالصبور سالنګي ) په داخله وزارت كې امريكا او ټول غرب ته داسې پوځي ګوزار ورګړ چې د اوباما ټوله پوځي استراتيژي يې ورګډه وډه كړه . امريكا او  ناټو مجبوره شوه چې ددغه خطرناك ګوزار په نتيجه كې له ټولو افغاني  ادارو او وزراتونو خپل او د( ناټو ) ټول پوځي مشاورين وباسي ، چې پدي ډول نور د امريكايانو او افغاني ادارو ترمنځ عملي همغږي ناممكنه شوه ، او د امريكا لپاره خطرناك عواقب به يې لا وروسته نور هم را څرګنديږي .

۳ –  د پاڅون په جريان كې جرمني قواوي له تخاره د پاڅون له ويري خپل لوي مركز كندز ته وتښتيدي،  چې بيرته تخار ته هيڅ وردتګ پروګرام نه لري .

۴ – نور په عملي لحاظ دا امكان له منځه لاړ چې امريكايان او نور غربيان دي له افغاني عسكرو سره يوځاى  په عسكري روزنځايونوكې و اوسيږي ، او هغوئ دې دخپل دين اوولس په خلاف دجګړي لپاره وروزي .

۵ –  يو بله لويه لاسته راوړنه دا ده چې له پاڅون سمدستي وروسته برتاني دخپلو پوځي وسائلو د ويستلو لپاره د منځي آسيا له هيوادونو سره تړونونه لاسليك كړل تر څو دڅلور مليارده ډالرو په قيمت خپل جنګي وسائل مخكې تر هغې له افغانستان څخه وباسې چې د افغانانو په لاس يا  وسوځي او يا هم غنميت شي .

۶ –  ددې پاڅون له پوځي لاسته راوړنو څخه يوه ستره لاسته راوړنه دا ده چې سږ كال به  د هيواد د ټولو سيمو او ښارونو خلك خپله غيږه هغو مجاهدينو ته لا نوره هم خلاصوي چې له قرآن څخه د دفاع او دهغه د حاكميت  لپاره جنګيږي .  ځكه چې نور دمجاهدينو او ولسي خلكو سياسي او فكري شعارونه په خپله سره يوشول ، او نور ولسي خلك دهيڅ داخلي او بهرني جهت په منفي تبليغاتو نه تيروځي،  بلكه هر هغه چاته به ددښمن په سترګه ګوري چې د امريكايانو په صف كې وي ، او يا دهغوئ د مصالحو لپاره كار كوي .  نو دا پاڅون به دجهاد  ساحه نوره هم ديره پراخه كړي ، او د خلكو او مجاهدينود تعاون كچه به ډيره زياته شي .  

دپاڅون دلالتونه :

له قرآن كريم څخه د دفاع پاڅون دخپلو معنوي، سياسي او پوځي لاسته راوړنو ترڅنګ  خپل نور پراخ او ژور دلالتونه هم لري چې په لاندي ډول يې خلاصه كولى شو :

لومړى دلالت : پدي سرتاسري پاڅون كې د افغانستان د لكونو خلكو ګډون پدې دلالت كوي چې غرب ونه كولى شول د تيرو يوولسو كلونو په موده كې د سلګونوميلياردو  ډالرو په مصرفولو ديوه غرب پلوي او غلام حكومت په رامنځته كولو ، او د زرګونوتعليمي ، فكري ، فرهنګې، مؤسسو په رامنځته كولو او په لوبو او فيشن د ځوان نسل د مصروف ساتلو،  او نورو وسيلو په كار اچولو د افغانانو په زړونوكې د ايمان ډيوه مړه كړي ، دحريت  احساس تري واخلي، او د قربانۍ له ډګره يې لرې وساتي .

دې پاڅون ثابته كړه چې د امريكا او غرب فكري او فرهنګي سرمايه ګذاري دلته هيڅ فائده ورته نده كړې .  نن بيا هم دافغانانو هغه نسل چې د اشغال  په كلونو كې رالوى  شوى  او د غرب ځپلو سيكولرو چارواكو او مفكرينو تر نګرانۍ  او د هغوئ د سندرو او لويدلو ادبياتو په فضا او ماحول كې ځوانۍ ته رسيدلى، خو بيا يې  هم د ايمان او قرآن لمن نده پري ايښي .  او پر ځاى ددې چې دغرب په شرابو او سندروكې ورك شي دا دي په هسكه غړۍ او په واز كومي په ټولو ښارو او اطرافو كې نعري وهي چې مرګ پر امريكا . ژوندي دې  وي اسلام .

موږ په خپل هيواد كې يرغلګر نه غواړو .

زموږ هر څه  دې تر قرآن ځار شي .

دوهم دلالت : ددې پاڅون پيل دبګرام له ولسوالۍ چې په ټول افغانستان كې د امريكا تر ټولو قوي پوځي او سياسي مركز وركي وجود لري وشو.  يرغلګرو په پيل كې د كابل شمال ، بګرام ، كاپيسا ، پنجشير او پروان هغه سيمې بللې جې ځيني اوسيدونكي يې له طالبانو سره د سياسي اختلاف له امله په جګړه كې ول ، امريكايانو دغه اختلاف ته نور هم پكى  وواهه،  او پدې  يادو سيمو كې يې ددي سيمو په اوسيدونكو خپلې شيدې پدې  نيت ور پر يښودې  چې دا سيمې د امريكايانو د دايمي شتون د تمركز سيمي شي ، او بايد هڅه وكړي چې خلك يې خوشحاله وساتل شي .  هماغه وو چې هم يې هلته د بيا ودانولو كارونو ته زور وركړ، او هم يې خپل فرهنګي او استخباراتي فعاليتونه وركې ډير كړل .

 خو وروستي پاڅون په ډاګه كړه چې نه د  كابل د ښار خلك د دوئ ملګري دي ، او نه هم دكابل دشمال ، بګرام ، پنجشير ، كاپيسا او پروان خلك .  هغه خلك چې د نظار د شورى ډلګۍ د امريكايانو ملګري معرفي كړي ول ،  هغوئ دا دى نن تر ټولوخلكو دمخه دامريكا د جنايت او دهغې د اشغال په خلاف خپل غږ پورته كړ .

دا وضعيت ښه په ښكاره پدې  دلالت كوي چې ددې سيمو خلك پرون هم مجاهدين ول، نن هم مجاهدين دي ، او سبا به هم له قرآن او اسلام څخه ځان قربانوي .  او دا هم ور معلومه شوه چې د شمال دايتلاف منافق او خرڅ شوي مشران اصلاً نه د دوئ مشران دي ، او نه  هم د اسلام او افغانستان څه غم ورسره دى .  بلكه ددې مشرانو تر ټولو لويه هڅه دا ده چې څنګه امريكا ته د غلامۍ په بدل كې سرمايه ټوله كړي او  اماراتو ، تركيې ، روسيې ، او نورو اروپايى هيوادونو ته يې انتقال كړي .

 دريم دلايت : تر ټولو لويې مظاهرې په  لويو ښارونو لكه كابل، هرات، ننګرهار، كندز، خوست ، لغمان، اونورو ښارونوكې وشوې .  او دا ټول ښارونه  ددې تر څنګ چې د يرغلګرو تر مستقيم اشغال او څارنې  لاندې دي،   په هغو كې يې افغاني بې ضميره نشنلستان ، غرب پلوي مفكرين،  بې بندوباره شاعران، سيكولراديبان، اوكرايې ژورنالستان هم په دولتي ادارو او نورو فكري مراكزو كې ځاى پر ځاى كړي  دي تر څو ولس ته  د امريكا د اشغال  مشروعيت  ورتلقين كړي ، او دولس ځوانان له جهاد او مبارزي څخه په محفلونو ، ګډاګانو، تياترونو، اجتماعي ټولنو، كركټ ، او د F.M راډيوګانو په مبتذلو پروګرامونو مشغول وساتي ، او پدې ډول ښارونه  داشغالګرو لپاره د فعاليت يو مصؤنه سيمه وګرځي .

خو وروستي پاڅون وښودله چې دښارونو د ځوانانو په زړونو كې هم د ايمان جذبه هماغسي څپانده ده لكه څنګه چې دغرونو په ځوانانو كې ده .  او پر دې يې هم روښانه دلالت وكړ چې دهغو ځوانانو شعارونه چې دښارونو په ليسو او پوهنتونو كې دي كټ مټ هماغه شعارونه دي چې مجاهد شازلمي يې په غرونو او سردرو كې د تكبيرونو له زمزمو اود راكټونو له كړنګهار سره يوځاى پورته كوي.  او دا خبره درواغ وخلته چې د غربيانو په  خلاف هغه ځوانان جنګيږي چې د زده كړې  له بهيره ليرې  پاتې  دي .

پنځم دلالت : دغه پاڅون د هيواد په شمال كې هم په همغه اندازه زور ور او څپاند وو څومره چې د هيواد  په مركز ، شرق ، جنوب او غرب كې وو، دا پداسې حال كې په نږدي ماضي كې د (دوستم ) په څير مليشه او كمونستو جنګ سالارو دشمال د ازبك ميشتو سيمو خلك او ځوانان د اسلام او افغانستان په تاريخ كې تر ټولو د بدوخلكو ، سړيخورو، تالاګړو، اوبى فرهنګه ( ګلم جم مليشو ) په حيث وړاندې كړي اومعرفي كړي ول .

خو نن دا دى  نه يواځى دا چې هغوئ مليشه او ( ګلم جم )  ندي ، بلكه دقرآن كريم دساتنې او حاكميت لپاره تر ټولو لويې  مظاهرې هم دهم هغوئ په سيمو كې تر سره شوې ، او خلك ئى په لوړ غږ نعرې  پورته كوي چې ( افغانستان را قبرستان امريكاييها ميسازيم ) .

له اسلام او قرآن سره دشمال دخلكو قوي پيوند دهغو خلكو غورې او هڅې هم پوچې ثابتوي چې غواړى د فيدرالي سيستم اويا هم  ښكاره تجزې تر شعار لاندې په شمال كې يو داسې سيكولر ( پر دين نه ولاړ ) حكومت جوړ كړي چې د غرب تر حمايې لاندې افغاني بې  لارې ډلې ټپلې، پردي پالي نشنلستان، او له دين نه دتښتيدونكو ليبرالانو ژوند  وركې خوندي وي .  په شمال كې د پاڅون قوت پر دې دلالت كوي چې د شمال خلك هم ښه پاخه مسلمانان دي،  اوهيڅكله ديرغلګرو پر شتون خوښ  ندي ، او هم دا چې د تجزبي او په شمال كې د سيكولر حكومت دجوړولو خبرې نور هسې شخوندوهل دي او بس .

د پاڅون په اړه دريځونه :

د پاڅون په اړه د افغانستان په داخل او خارج كې د بيلا بيلو جهتونو بيلابيل دريځونه رامخته شول چې څو مهم يې په لاندې ډول خلاصه كولاى شو :

دامريكايانو دريځ : امريكايان چې د قرآن كريم د سپكاوي او سوځولو اصلي مجرمين دي د دوئ دجنايت په عكس العمل كې له راپورته شوو مظاهرو او پاڅون دومره  په ويره كې شول چې په افغانستان كې دهغوئ دپوځ مشر ( جان الن ) دامريكا ددفاع وزارت ، سپينې ماڼۍ ، او په خپله اوباما دغه جنايت غير قصدي وباله ، او له افغانانو يې يواځي دڅو ټكو په ويلو بښنه وغوښته . خو وروسته چې په امريكا كې د كانګريس مينانو او نورو صليبي حلقو تر فشار او ملامتۍ لاندې راغى نو دحوت په نهمه يې وويل چې : ( ما له افغانانو دهغوئ دغوسې د سړولو ، او د امريكايې عسكرو د ژوند د ژغورلو په خاطر بښنه غوښتې ده ).  يعنې هغه لدې امله بښنه نه وه غوښتې چې پوځيانو يې كوم بد كار تر سره كړى دى .

دامريكا د راتلونكي رياست لپاره كانديد( ريك سنټورم) وويل چې اوباما بايد له افغانانو بنه نه واى غوښتې ، بلكي افغانانو بايد له امريكا بښنه غوښتې واي چې امريكايې پوځيان او افسران يې وژلي دي  .

ددې تر څنګ د امريكا د كانګرس ځينې غړو وويل چې دا كار په بښنه غوښتلو نه ارزيده ، ځكه چې بښنه په هغه وخت كې غوښتل كيږي چې چا كوم بد كار تر سره كړي وي .

د كرزي د ادارې دريځ : دكرزي دادارې محلي چارواكو په شروع كې هڅه كړې وه چې موضوع پټه كړي،  ځكه خو يې دهغو كاريګرو خبرې هم نه وې اوريدلې چې دقرآن سوځيدلې نسخې يې دامريكايانو له ( نعوذبالله ) كثفات دانيو څخه ورته وروړې وې .

كرزي د امريكايانو جنايت غير قصدي او د يو څو تنو جاهلانو كار وباله او بس،  خو دحكومت عكس العمل يې د پاڅون كوونكو په وړاندې دا وو چې تر شپيتو زيات خلك يې ووژل ، تر دوو سوو زيات يې زخميان كړل ، او نامعلوم شمير خلك يې زندانونو ته ورواچول،  چې تر تعذيب لاندې شپې ورځې تيروي.  اوتر ټولو بد لا دا وو چې د كرزى د اداري د پوځ لوى  درستيز جنرال ( شيرمحمد كريمي ) په خوږياڼيو كې له ( جان الن ) سره دامريكايې پوځيانو اډې ته ورغى او هغوئ ته وويل چې ستاسي قربانې به  بې ځايه نه ځي .

د امريكايانو په لاس د رامنځه شويو ټولنو او تشكيلاتو ( مدني ټولنې ) دريځ :

ټولو هغو ادارو ، د بشري حقوقو ټولنو، دژورنالستانو اتحاديو، دښځو دحقوقو ټولنو، د لوبو او ځوانانو په نومونو ټولنو،  ادبي او  فرهنګي ټولنو ، محلي نادولتي رسنيو او راډيوګانو ، او د غرب هغو كرايې ډنډورچيانو د سياسي او ټولنيزو چارو دكارپوهانو په نامه په رسنيو كې د دښمن په ګټه تبيلغات كوي ، او پيښې داسې توجيه كوي چې دخپل ولس خلك ملامت او غربيان تبرئه كړي ، دغو ټولو اجيرو او مشبوهو جهتونو ددې پاڅون په اړه منفي موقف وښود.  هغه يې  د پرديو په لمسه وباله، او د پاڅون كوونكو دحوصلو دماتولو او هغوئ دغضب د سړولو هڅه  يې وكړه ، او په دغه ډول دريځ يې ثابته كړه چې د دوئ ټول تشكيلات د يرغلګرو له لوري رامنځته شوي ، دهمهغوئ له لوري تمويليږي ، او همهغوئ لپاره كار كوي .  نه يې د افغانستان له آزادۍ سره كار شته ، او نه هم په سخته ورځ دخپل ملت ترڅنګ دريږي .  تر هغه به  دلته ددښمن اجنډا ته كار كوي چې تر څو يې ددښمن طيارې پر سر سيوري كوي ، او كله يې چې دغه  سيوري سره لري كيږي دوئ به هم يا بڼه بدلوي ، او يا به غرب او ګاونډيو هيوادونو ته تښتي .

دمنحرفو تنظيمونو او دروحانيت د دروغجنو مدعيانودريځ :

ددې پاڅون په اړه دهغو منحرفو تنظيمونو چې يووخت جهادي تنظيمونه بلل كيدل ، او هم دهغو اشخاصو دريځونه چې په ټولنه كې چې په درواغو ځان د پير ، حضرت ، قاضي، جهادي رهبر، حجة  الاسلام ، اوحجة الله په نومونو ځانونه مطرح كړي او د روحانيت دپاللو په نامه هم له خلكو او هم له راغلو يرغلګرو خپل ( كلنګ ) اخلي دريځ هم منفي وو.  دوئ ټولوخاموشي اخيتار كړي وه ، او ځينې نور يې پدې هڅو كې ول چې څنګه دغه پاڅون سوړ كړي ، تر څو ديرغلګرو په شتون كې ددوئ دربارونه، شخصي پوهنتونونه ، تجارتي تلويزونونه ، او تنظيمونه د پاڅون له څپو خوندي پاتې شي .

دطالبانو دريځ : طالبانو نه يواځي دا چې پاڅون تائيد كړ ، او هغه يې د افغانستان د مؤمن ولس دغيرت او  ارادې  مظهر وګانه ، بلكه له پاڅون سره همزمان يې خپلې حملې نورې  هم د دښمن په خلاف زياتې كړې ، او پر ولس يې غږ وكړ چې دې پاڅون ته تر هغه دوام وركړي چې دښمن لدې خاوې وتلوته  اړ شي .

 دګاونډيو هيوادونو دريځونه : دګاونډيو هيوادونو نظامونو چې په خپله په يو نه يو ډول د غربي ايتلاف غړي او يا ملاتړي دي كوښښ وكړ چې مظاهري او پاڅون په افغانستان پوري تړلي وګڼي ، نه دا چې قرآن د ټولو مسلمانانو كتاب دى ، او ټول دې يې بايد په ننګ راپورته شي ، او د يوه امت په حيث د كفارو په وړاندې مشترك دريځ ونيسى .

دپاڅون دراتلوكي احتمالات :

دا چې  افغانانو دخپل پاڅون لويې لاسته راوړنې او ژور  تاثيرات وليدل نو ښايې چې دغه پاڅون به په يوه او بل شكل همداسې متداوم پاتې شي ، او د تداوم لپاره يې ټول هماغه اسباب او علتونه پر ځاى پاتې دي چې په پيل كې يې ول ، بلكه دتداوم دمشروعيت لپاره نور دلائل هم رامنځته شوي دي  لكه :

۱ –  له حكومت سره دوژل شويو مظاهر چيانو محاسبه .

۲ –  د زخميانو درملنه ، پوښتنه او له تعقيب څخه امان .

۳ –  دنيول شويو ځوانانو راخوشي كول .

۴ –  دهغو پوځي او امنيتې افسرانو عدلي تعقيب چې په خالي لاسه  مظاهره چيان يې وژلي دي او داسې نور .

ښايې مظاهري د ښارونو ترڅنګ ليرې پرتو ولسواليو ته خورې شي،  او دولس خلك دمفسدينو،مجرمينو، له يرغلګرو سره د كار كوونكو په خلاف په كليو او ولسواليو كې داسې راپورته شي لكه په ليبيا، تونس، يمن، سوريه ، او مصر كې چې راپورته شول ، چې ځينو يې مفسد او تپل شوي نظامونه رنګ كړل ، او ځينې نور يې  د لړزيدو په حال كې دي . كه چيرې مظاهري او پاڅونونه رښتيا هم له ولسونو او ولسواليو راپورته شي ډير ژر به په ټول هيواد كې خپاره شي ، مفسد چارواكي او ديرغلګرو ملګري  به ښارونو او ديرغلګو مراكزو ته وتښتي ، او خلك به په يومخيز ډول د يرغلګرو او دهغوئ دملګرو له شر څخه خلاص شي .

څو ضروري كارونه :

۱ –  ددې پاڅون ټولې پيښې صحنې، شهيدان، زخميان، اوبنديان بايد د هيواد داصيلو اوباضميره ځوانانو او فرهنګې ټولنو لخوا توثيق او راتلونكي ته وساتل شي .

۲ –  د شهيدانو بيوګرافي او دهغوئ دعكسونو البوم بايد انټرنټي سايټونو ته راوويستل شي ،تر څو ولس دخپلو سپيڅلو شهيدانو قدرونه وكړي .

۳ –  دهيوادعلماء ، مجاهدين، مخور مشران ، دمكاتبو او پوهنتونونو استادان، بايد ځوانان پوه كړي چې دخلكو شخصي شتمنيو ته په هيڅ  صورت ضرر رسول روا نه دي ، او لدې كاره يواځي زموږ خپل ولس ته تاوان رسيږي .

۴ – د يرغلګرو په صفونو كې دننه شوي مسلمان ځوانان بايد دا خبره نوره هم ښه درك كړي چې د دوئ هر يو فرد ديوه ولس په اندازه دښمن ته تاوان رسولي شي ، نو بايد چې فرصت له لاسه ورنكړي ، او پر دښمن خپل ګوزارونه نور هم ( كارى ) او ( توند) كړي .  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x