افغانستان

حامد کرزی هم د آی ایس آی او ملي امنیت تر منځ د توافقنامې مخالف دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د استخباراتو له ادارې سره د افغانستان د ملي امنیت توافقنامه غندلې ده او د هغې د ژر تر ژره د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دغه توافقنامه د افغانستان د ملي ګټو ضد اقدام بللی دی او ويلي يې دي چې د ګډ حکومت مشران باید ژر تر ژره دغه سند لغوه اعلان کړي.

دغه سند چې تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د دویم مرستیال له لوري د آی ایس آی له مسوولینو سره لاسلیک شو، په خواله رسنیو کې د خلکو پر توغند غبرګون سربېره د مشرانو او ولسي جرګو غړو هم د دې سند په اړه توندې څرګندونې وکړي او دا يې د ملي ګټو خلاف ګام وباله.

ولسي جرګې نن هم پخپله غونډه کې د دې تړون اړوند د ګډ حکومت د ملي امنیت مسوولین ملامت وبلل او له دوی نه يې وغوښتل چې ژر تر ژره دغه توافقنامه لغوه کړي.

د ګډ حکومت له پیله تر اوسه پوري ګڼ لوړ پوړي پاکستاني چارواکي کابل ته راغلي، چې تېره اوونۍ د دې سند د لاسلیک خبره رسنیزه شوه چې له مخې به يې آی ایس آی د افغانستان د ملي امنیت ادارې کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

د شنونکو په باور ښايي د پردې تر شا د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ تر دې هم ناندریز مسائل مطرح شوي وي، چې له رسنیز کېدلو يې ډډه شوې ده.

ګډ حکومت د پخواني افغان حکومت پر خلاف له پاکستان سره د ډېورنډ کرښې په اړه هم نرم چلند غوره کړی دی او د پاکستاني پوځیانو له لوري يې د دې کرښې پر لیکه د خندق کېندلو پر روانه پروسه تر اوسه کومې څرګندونې نه دي کړې.

یاده دې د طالبانو له سقوط وروسته افغان چارواکو په هېواد کې د هرې امنیتي پېښې تر شا د آی ایس آی د لاس لرلو دعوه کړې ده او دغه استخباراتي اداره يې د افغانستان د ګټو دښمنه اداره بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داکترصلاح الدین(افضلی)

زمادکرزی چخه پوصتنه داده که ته په وطن دومره مین وی په تیرو14کلونوکی دپاکستان په خلاف کون عکس العمل شوولی دی،کله چی پاکستان په سرحدکی خندق کینیدلوتا سه کریدی،په کونرباندی راکتونوباران ووتاسه وکرل چی نن په ارگ کی ناست یی اوانتقادونه کوی ته به خپل وجدان ته سه جواب ورکوی !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x