نظــر

په پښتون ضد غونډه کې د ملالې يوسفزۍ کېدونکی ګډون

سيد رحيم

د امريکا سانجونز پوهنتون هر کال د وينا او مرکو د پاره په نړۍ کي د اسي کسانو ته بلنه ورکوي چي کارونه اوتجربې يې د د وی په قول بې جوړې وي. د دغه کار لپاره د غه ادارې سپين پوسته بډايانو د پيسو د موندلو په نيامت پرګډون کوونکو د دغه غونډي ټيکټونه په پيسو پلوري. د دغه غونډي جوړونکي او وينا کوونکي له د ې لاري ډېري پيسې لاس ته راوړي. سږميلادي کال ياني د جون د مياشتي پر شپږ ويشتمه نېټه به ملاله يوسفزۍ چي لوېديځوالو خپله پام وړ جايزه نوبل پرايز هم ورکړی د امريکايي پښتون ضد ليکوال خالد حسيني په بلنه او کوربه توب د غونډي مېلمنه وي.

خالد حسيني به د ملالي يوسفزۍ څخه د خپلي خوښي پوښتني کوي او مرکه به ورسره کوي.

خالد حسيني هغه امريکايي ليکوال د ی چي د کايټ رنر په نامه ناول يې د لوېديځوال د ګټو د توجه،ټولو پښتنوته په کيسه کي ناوړه څېره ورکوانګ. لنډه يې د ا چي د ده د کتاب د هري ليکي او پيراګرف څخه د پښتنو پر ضد ډېره ژوره کرکه باديږي. د ده کتاب سم د م لوېديځوالو ته د پښتنو پر ټاټوبي د يرغل ډول وهلی د ی.

د خالد حسيني د درواغو د غه کيسه د امريکا لويو بډايانو تموېل کړه چي بيسټ سيلر يې ځني جوړ کړ. د امريکا د وخت خونکار واکمن جارج بوش په سپينه ماڼۍ کي په مېلمستيا ونازاوه.

د سهيونيسټانو رسنيو لکه نيويارک ټايمز اوګڼ شمېر نورو پانګوالو رسنيو يې کتاب تشهير کړ.

د لوېديځوال د کډوالو ټولني يو اين ايچ سي ارخالد حسيني د خپل ښه نيت استازی وټاکه. د ا چي خالد حسيني خپله د رواغجنه کيسه يوازي د بهرنيانو په امردپښتنو په باره کي د امريکايانو د عامه ذهنيت د اغفال په نيامت کورټ د رواغ ليکلې د ه نو ځکه خالد حسيني د هيڅ افغان جورناليست سره د مرکې جرئت نه لري.

امريکايي سرکار د غه ناول د امريکا په ګڼ شمېر پوهنتونونو کي د افغانستان او پښتنوپرضد د جعلي پېژندنګ لپاره د څېړني ترټولوغوره سرچينه ټاکلې د ه.

اوس چي د غه غونډي ته زيات وکم يوه مياشت پاته د ه موږ بېوزله پښتانه د ملالي يوسفزۍ او د دې د ښاغلي پلار څخه د پښتونولۍ پر بنسټ هيله کوو، د انسانيت او بشريت پر بنسټ هيله ځني کوو، لمن ورته غوړوو چي د دغه غونډي د ګډون څخه د ي ډډه وکړي. پښتانه په د ې اوس پوهېږي چي لوېديځوال د پښتنو سره د د وستۍ هيله نه لري.

که چيري څوک لږ او ډېر بشري احساس ولري نو د دغه متعصب ليکوال خالد حسيني د کرکي خپرونکي له خبرو اومرکې څخه به ډډه وکړي.

د د ې غونډي ګډون د ملالي يوسفزۍ لپاره لوی ازمايښت په د ې هم د ی چي د دې کتاب اودپښتنود لوی قاتل مردود ګوډاګي حامدکرزي کتاب د واړه يوې پښتون ضدي پرنګۍ ليکوالي کريسټيانا لېمب ليکلی د ی. حامد کرزی د بشريت هغه جنايتکار د ی چي تر يوې لسيزي زيات يې د پښتنو ټولوژنه توجه کړه.

د پښتنو ځانګړې ګيله له ملالي يوسفزۍ څخه د اده چي ملاله ځان پښتنه بولي د پښتنو په ستونځو ځان خبره هم بولي. نو ځکه نه ښايي چي د پښتون ضد تبليغاتو قرباني سي.

که ستايې، توره ستايه، هم تدبير د حريفانو
بندي د ټيټو هيلو د د امو مه يادوه!
رشادبابا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

ډیر عالی او د بشپړ مننی وړ توضیحات او پیشنهادات دي، سید رحیم خانه. الله دې اجر درکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x