
ايران ته په سياسي موخه دطالب پلاوي سفر
س. سيرت
افغانان تل دپرديودسياست او غرضونو ښکار شوي دي چې په افغانستان کې دطالبانو د نظام دلومړيو وختونو پرمهال دايران سره مخالفت تردې اندازې ورسيد چي دهرات غوريانو او يوشمير نورو اولسواليوکې دجګړي امکانات زيات شول.طالبانو چې په لومړيوکې يوازې دکندهار واک په لاس کې و او وروسته يې هرات خواته مخه وکړه دغه مها ل په ننګرهار کې دايران دکونسلګر ۍ په رسمي توګه پرانسته کيده پدې پرانستوني غونډه کې په ننګرهار کې ايراني سفير بهرامي دافغانستان لپاره دايران خاص نماينده بروجردي ته هم بلنه ورکړې وه بروجردي په غونډه کې طالبانو ته هم اشاره وکړه چې دغونډې په پاې کې مي ديوې مرکې په ترڅ کي تري وپوښتل:
– که طالبان په افغانستان کي واک ته ورسيږي ستاسي چلند به وسره څه ډول وي؟
وې ويل:
-د دوه هېوادونو پاليسۍ دشرايطو پوري اړه لري په اوس وخت کي چې هرڅو ک په افغانستان کي واکمن وي مونږ ورسره دلاښه ګاونډيتوب هڅه کوو . داچې دايران سره د طالبانو پالسي څرنګه کيدي شي دوخت څخه دمخه څه نه شم ويلي .خو که په طالبانو کې دسمې دامن خلاف کسان ورځاې نه شي او طالب مشران په ژورنظر دوخت حالاتو ته وګوري او وغواړي په سيمه کې واکمن پاتي شي نو دټولو ګاونډيانو سره دې کاميابه پاليسي وساتي .
هغه وخت په طالب صفونوکې دخپل غرضوکسانو دورځاى کيدو چي په افغانستان کې يې دمجاهدينونظام بدنام کړ خبرې کيدې همغه و و دبروجردي په وينا دطالبانو په صفونوکي دطالبانو دمقصد خلاف کسان ورننو تل او هغه څه يي وکړل چي هيڅ وخت افغان مسلمان ملت نه غوښتل بياکه مخلصو طالب مشرانو هرڅو هڅې وکړي اوبه له ورخه تيرې وې او دطالبانو دارادې خلاف راپيداکړل شوو ستونزو دمهار کيدو له امکانه وتلې وې .اوس وخت چې دطالبانو يو پلاو ي ايران ته تللى او هلته يي دايراني چارواکو سره دنور و مسئلو ترڅنګ په ايران کې دافغان کډوالو په اړه ليدنې کړي او غواړي له ځانه سره په وړې ايجندا نورې خبري هم دايراني چارواکو سره وکړي دافغان اولس لپاره يو ښه زيرى دى چې په ايران کې ميشت کډوال دايران د پوليسو له ظلم او کړاو څخه وژغورل شي .ايراني پوليسو دافغان کډوالو سره دومره غيرانسان سلوک کړى چې هيڅ وخت به دافغان اولس له ياده ونه ووځي .
که دافغان کډوالو په اړه دايران پاليسي بدله شوه دابه طالب پلاوي يو ه کړنه وي چې له يوې خوا په افغانستان کې دنړيوالو يرغلګرو سره په جګړه بوخت دي او له بلې خوا په ايران کې دخپلو کډوالو په اړه دايراني چارواکو سره خبرې کوي ،افغان اولس نو ر په ايران کي دافغان کډوالو سره دايراني پوليسوپه غيرانساني چلند ددوام زغم نه لري داوخت ترهرڅه اړينه ده چې دخپلو افغانانو په اړه يو تګلاره غوره کړل شي .له بلي خو ا طالب پلاو ى بايد په اصفهان ، کرمان ، ابدان ، مازندران . زنجان ، پوشهر، آمل او نورو ښارونو کي دافغان زندانيانو په اړه هم دايراني چارواکو سره وګوري او دکرج په زندان کې د ١٩ بلاک افغان زندانيانو په اړه هم ورسره په خلاص مټ خبرې وکړي ترڅو دهغو دمرګ ته دنظارژوند برخليک څرګند شي که ياد ټکي سل په سلو کې ايراني چارواکي ورسره ونه مني نو دومره خوبه وشي چې ديادو ښارونو په زندانو کي دايراني پوليسو په عذاب کې خو به لږ څه کمښت پر افغان زندانيانو راشي .
په ايران کې ميشت کډوال چې په سر يې طالب پلاوى دايراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي پدي خو ښ دي چي په افغانستان کي ددولت سره وسلوال او سياسي مخالفين هم دوي ته په افغاني نظر ګوري او ددوى په اړه له ايرانيانو سره ديو ه راتلونکي غوره ژوند په اړه په خپل سفرکې له ځان سره څه لري کيدى شي د طالبانو داسفر او دايراني چارواکو سره دهغو ليدل طالبانو ته دافغانستان په روغه جوړه کې زيات ګټور تمام شي که دطالب پلاو ي سفر ښې پاييلي له ځان سره ولري نو دابه نه يوازي داچې ګاونډيان په خپله هراړخيزه پاليسي قانع کړي بلکې پر افغانستان يرغلګره امريکابه هم هرڅه ته چې نه يې مني غاړه به ورته کيږدي او دطالبانوپه اړه به خپله پاليسۍ باندې له سره غور وکړي .
ستاسو لیکنه ډيره پر ځای ده.
خو باید ددی مخکی چی طالبان بین الافغانی تفاهم ته ورسیږی.وروسته ته دی پر داسی مسلو ټینګار وکړی.
د کډوالو خبر او د هغوی ستونزی هغوی سره شریکول.د ستاینی وړ ده.
که دغه سفر نه یی دا هدف نه یی نو فکر کوم طالبان به خپلی ستونزی ایرانی چارواکو سره ځکه شریکوی چی اسلامی دولت ډلی مجاهدین افغانستان ته داخل شوی.او حتی د دوی سره یی تیره ورځ بټی کوټ والسوالی کی نښته شوی . طالبانو ته اسلامی دولت ډله په افغانستان کی فکر ګواښ ده.
حدید صیب اسلامی دولت ډله چی اول په عراق کی منځه ته راغله نو ته باور وکړه چی زه ډیر ورته خوشحاله وم چی ګوندی د عراقی مظلومانو اوښکی به پاکی کړی د ظالمانو له منګولو نه به یی خلاص کړی او همداسی به کرار کرار د نړیوال اسلامی خلافت راتللو ته لار هواریږی ولی له کله نه چی می ددوی فتنه انګیزه کارونه د مسلمانانو په مینځ کی ولیدل نو ډیره می ترینه خوا بده شوله او له ځانه سره می وویل چی یاره زه خو پدی کسانو خظا وتی وم دا خو هغه شانی نه و کوم ډول… نور لوستل »
طالبانو خو دا څو میاشتی په افغانی عسکرو بریدونه شروع کړی او ډیرو ته یی ماتی هم ورکړه.
خو دغه میاشتو کی ما کومه د طالبانو بریا په ضد امریکایانو نده لیدلی.
افغان ملی اردو عسکر یا پولیس په نښه کیږی.
او هلته عراق یا سوریه کی چی اسلامی خلافت مجاهدین هم د اجیرو عسکرو خلاف جنګیږی.او تاسو هم دلته افغانستان کی.
بیا خو یو برابر دی.
طالبان دی افغانستان کی بی الافغانی تفاهم وکړی. دغه به ډیره مهمه یی.
ایران هیڅکله د افغانستان دوست کیدای نشی.
کله جی طالبانو امریکایان په هغو مهمو وسلو سمبال او ژموژ اردو ا و اجیر پولیس به ورسره وو د مسلمانانو په کورنو به یی چافی اچولی ایا هغه مرسته نه و ه او الله په نصرت سره مات کرل باید د طالبان اساسی قانون کفری دیموکراسی په ځای اسلامی قانون (قران کریم ) په افغانستان کی تطبیق شوی وای نو نن به داسی ستونزی نه راتلی د افغانستان امنیتی څواکونه طالبان نه پریژدی جی اسلامی قانون راولی
با هم د الله ج نه سوله غواړو
زما په نظر طالبان باید هیڅکله هم له هغو کسانو سره بین الافغانی تفاهم وکړی چی دروسانو له ماتی وروسته د شر او فساد عاملین و د جهاد د بدنامی عاملین و په تنظیمی، شخصی، سمتی او قومی شخړو کی ښکیل و د افغانانو ترمینځ یی نفاق ته لمن وهله داسلامی نظام اقامه یی په فکر کی نه وه بلکه قدرت لاسته راوړل یی د تنظیمی او شخصی ګټو د لاسته راوړلو لپاره منظور و دا کسان په ځای ددی چی له تیر نه عبرت واخلی اوس بیا غواړی د اسلامی خلافت له نامه نه په سو استفادی هماغه جریانات… نور لوستل »
اسلامی امارت اوس هغه لاره غوره کړی کومه چی تر دی مخکی زمونګ مشرانو یعنی تنظیمی رهبرانو غوره کری وه د خپل مخالف د وهلو لپاره یی هر بوتی ته لاس واچولو او هر ناروایی یی روا کړه هر حلال یی حرام کړل او هر حرام یی حلال د الله د ستر ستر دشمنانو سره دوست شول خو خپل مسلمان مخالف یی ونه شو زغملی قدرمن حکمتیار صاحب له دوستم غوندی کافر سره یوځای شو خو ربانی او مسعود سره یوځای نشو مسعود له روس سره عسکری وکړه خو د خپل سنګ یی حکمتیار او نور مجاهدین خپل تر څنګ… نور لوستل »