نظــر

غرب موږ نه؛ بلکې خپلي ګټي غواړي

 دادالله هدايت

هغه کسان چي د غرب په اشاره باندي کار کوي پروژي يي په ميړانه تطبيقوي په داسي حال کي چي غرب به هيڅکله هم په دوي باندي اعتماد ونه کړي تر هغه وخته پوري به يي دوستان ګڼي تر کومه وخته پوري چي د هغوي د سر او ګټو ساتنه کوي خو دا کومه نوي خبره هم نه ده چي موږ يي کووکه وګورو په اسلامي تاريخ خورا زيات مثالونه سته.

چي يو يي هم د عراق د روان وضعيت په اړه دي ؛ کله چي اسلامي دولت د خپلو پرمختګونو په لړ کي هغو کليو ته چي وګړي يي عيسويان وه ورسيدل او د هغوي کلي يي هم دخپل دولت په چوکاټ کي راوستل ، نو ټولي کفري نړي چي په سر کي يي آمريکا وه ناري او غلبلي کړي چي په عراق کي انسان وژنه روانه ده ، پاپ په کليسا کي ناکراره سو او اعلان يي وکړي چي ملل متحد بايد د عراق پر مسئله غور وکړي هلته بشري ناورين روان دي ددي ناروين بايد ژر تر ژره مخه ونيول سي ،آمريکا ته يي دستور ورکړي چي بايد ژر تر ژره مداخله وکړي کنه بيا حالات تر کنټرول وځي.

آمريکا هم ژر تر ژره په لومړي قدم کي خپل پوځونه د مشاويرينو په نوم باندي منطقي ته واستول ، ورپسي يي په عربي نړي کي د اسلامي دولت پر ضد باندي د ايتلاف په نوم باندي خپل د لاس روزلي عربي واکمنان سره راټول کړل ، ټولو ته يي دا روحيه ورکړل که د اسلامي دولت مخه ونه نيول سي نو ستاسو واکمني هم نوره نسي پاته کيدلاي ستاسو تر کوره به رارسيږي.

په شهواتو او دنيوي لذتونو کي غرق اميرين هم ويري واخيستل اود امريکا هر آمر ته يي په چټکي سره لبيک ووايه او د هر ډول همکار ټټر يي ورسره و ټکوي ، په څو ورځو کي يي پوځونه ورته تيار کړل ، هوائي ميدانونه يي په اختيار کي ورکړل…

خو هيڅ يوه ته هم دا فکر پيدا نه سو خپله امريکا چي نن ورځ په ټوله نړي چي جګړه روانه کړي ده ، ولي نه دروي؟ ، د ټولي اسلامي نړي څخه يي د آرام خوب وړي دي ، زندانونه يي د مسلمان امت څخه ډک کړي دي ، کلي او ښارونه يي په بمونو باندي تباه او برباد کړل د بشر دوستي ، آزادي او خپلواکي په نوم باندي کوي .

همدارنګه د فلسطين مسئله ده ؛ هره ورځ غاصب يهود مظلوم فلسطنيان د خپلو کورونو څخه په زوره باسي ، ښارونه ، کلي او کورونه يي په زوره ځني اخلي ، څوک چي اواز پورته کوي هغوي بمباروي ، تر (۵۰) زيات کلونه وسول چي دا ناورين په فلسطين کي مسلط دي ،امريکا يي د غندني پر ځاي ملاتړ او حمايه کوي ، هلته نه بيا بشري ناروين سته او نه دا انسان وژنه ده بلکه دا ددوي داخلي موضوع بلل کيږي.

د ټولو انبياؤ قبله (مسجد اقصي ) نن ورځ د يهودو په ولکه کي دي ، زيات وختونه مسلمانان هلته د ورتللو څخه منع کوي خو نه يي څوک ږغ پورته کوي او نه د پوښتني سړي پيداکيږي ، که څوک دا آواز پورته کړي هغه ته تروريست ، دهشت ګر ، بلواګر ، متشدد… ويل کيږي.

همدارنګه هغه څه چي په برما کي نن ورځ پر مسلمانانو باندي د بودايي وحشيانو لخوا څخه تيريږي اکثره يي داسي واقعات دي چي خوله يي په ويلو باندي شرميږي ، هلته مسلمانان په ژوندوني سوځول کيږي ، ژوندي تر خاورو لاندي کيږي ، په ډبرو او لرګيو باندي شهيدانيږي ، په اوبو او بحرونوکي غرقيږي ، خو غرب يي په اړه باندي دومره ځان بي تفاوته اچولي دي چي حتي په ميډيا کي يي يو يادونه لا هم نه کوي په داسي حال کي چي د غرب دعوه هميشه د بشر د حقوقو تامين دي.

همدارنګه په چين کي مسلمانان د آرام شپه نه سي سبا کولاي هلته هم يوازي مسلمانان د مسلماني په جرم باندي کړول کيږي، مسلمانان د ږيري ، حجاب ، مدرسي ، اسلامي مرکز او حتي د روژي نيولو حق نه لري.

دا هر څه به يهود او نصاری ځکه کوي چي زموږ سره په عقيده کي اختلاف لري او ددوي په اړه باندي خو قران پخوا لا موږ ته خبر راکړي لکه چي فرمايي : وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ …(120)البقرة ، ژباړه :او هيڅکله به ستا څخه يهود او نصاري راضي نه سي تر څو چي ته د هغوي په ملت (دين) نه يي سوي ،او دا هم ثابته خبره ده چي کافران هميشه د مسلمانانو په وړاندي په خپل منځ کي يو ملت دي.

ولي د افسوس ځاي د هغه چا پر حال دي چي د مسلماني دعوه هم کوي خو بيا هم دغرب دوستي ته سترګي پرلاره دي د غرب د دوستي په خاطر هميشه د خپل ملت سره دښمني پالي.

تر څو چي د پردي پالني څخه مو لاس نه وي اخيستي الله تعالي ته پوره تسليم سوي نه يو ، او خپل ملت مو په پوره اخلاص سره په غيږکي نيولي نه وي هيڅکله به عزتمند نه سو.

دا يو تاريخي حقيقت دي چا چي د الله تعالي لپاره خواري کښلي وي او مسلمان امت ته يي خدمت کړي وي د هغه نوم په قهرمان ، اتل او غازي سره ياد سوي دي لکه غازي محمد اکبر خان ، غازي امين الله خان ، غازي ايوب خان ….

او هغه چاچي د الله تعالي پر ځاي د بل چا غلامي کړي ده ، ځان او ملت يي خرڅ کړي دي تاريخ هميشه هغه ته د ګوډاګي ، غلام او لاسپوڅي خطاب کړي دي لکه شا شجاع ، محمد يعقوب خان ، نور محمد ترکي ، حفيظ الله امين ، ببرک کارمل…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

حق دی ووایه، الله دی اجر درکړی هدایت صاحب.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx