نظــر

دقرآن کریم اهانت که دافغانستان دخلکو دایمان دتزلزل امتحان

quran-burnedدمسلمانانو د عقیدتی سنګر نړول دکفارو له ډیرو مهمو اهدافو څخه دي چې دې موخې ته درسیدو لپاره له ډیرو او بیلابیلو وسیلو څخه کار اخلي چې ترټولو مهمه یې فرهنګي یرغل دی. دوی زیار باسی چې اسلامي فرهنګ کمزوری او دوخت په تیریدو سره یې په کفري فرهنګ ځای ډک کړي. نن ورځ په ټوله نړۍ په خاصه توګه اسلامی هیوادونو کې رسنۍ او مطبوعات په مستقیمه او یاهم غیر مستقیمه توګه ددوی په چوپړ کې اخته دي. اوسمهال په سلګونو صوتي، تصویری او لوستلې مطبوعاتي وسیلې په افغانستان کې فعالیت لري چې دناټو لخوا تمویل کیږي او په سلګونو موسسې په بیلابیلو برخو کې په کار بوختې دي چې دا ټول له لویدیزو رسنیو سره چې دیهودو او نصاراوو لخوا اداره کیږي تړاو لري.

دبګرام په امریکایۍ فوځي  اډه کې دقرآن کریم سوځول داسلام دمقدساتو دتوهین دبرنامو له لړۍ څخه یو عمل دي. دا لومړی ځل ندي چې داسې کار ترسره کیږي چې غلطي یې وګڼو بلکه تردې مخکې هم ډیر ځله داسې داسلامی مقدساتو دتوهین عملونه دیهودو او نصاراوو لخوا په افغانستان کې ترسره شوي  او هغه څه چې دګوانتانامو په زندان کې په تکراري ډول ترسره شول او کیژي دهر با احساسه انسان وجدان لړزوي. سربېره پردې په غربي هیوادونو کې داسلامي مقدساتو په وړاندې کوم اهانت ندي چې دبیان او مطبوعاتو دآزادۍ ترنامه لاندې نه ترسره کیږي مګر بلې خواته دیهودو او نصاراوو دمقدساتو نوم هم په کږه نشي اخیستلای او حتی دهلوکاست دمسئلې یادول هم دمطبوعاتو په آزادۍ کې نه راځي.
داسلامي مقدساتو دتوهین لدې پیښو کومه چې پدې وروستیو کې دبګرام په امریکایۍ اډه کې ترسره شوه ددوی هدف دمسلمانو مجاهدو زندانیانو روحي تعذیبول دی او بل دا چې دوی غواړي په خپلو دې اسلام ضد کارونو څخه کوم یې چې ددې لسو کلونو نیواک په اوږدو کې ترسره کړل په افغاني ټولنه کې دخپلو فعالیتونو نتیجه وارزوي چې څومره یې دافغانستان دکفر ماتوونکو خلکو په عقیده کې تزلزل راوستلای دي ترڅو دهغې پر بنسټ خپل پروګرامونه پرمخ بوزي.
ولې دافغانستان مومن ولس داسلام ددښمنانو ددې انسانیت ضد عمل په وړاندې کلک غبرګون وښود او دمظاهرو له لارې یې دا منحوسه کړنه وغندله چې په نتیجه کې یو شمیر مسلمانان دامریکا دمزدورانو په لاس په شهادت هم ورسیدل او همداراز دافغانستان دمجاهد او غیور ولس په لاس هم یو شمیر داسلام دښمنان په خاصه توګه امریکایان ووژل شول او يا هم مرګوني ټپیان شول.

اما دکابل د لاسپوڅې ادارې چارواکو بې لدې چې دقضیې لویوالي او شناعت ته پام وګړي دسیمې هیوادونه یې تورن کړل چې لدې قضیې څخه استفاده کوي او کرزي په ډیرې بیړې سره دخپل بادار معذرت ومانه او بې لدې چې دافغانستان دمسلمان مجاهد ولس احساساتو ته پام وکړي چې هیڅکله هم دکفری ځواکونو موجودیت په خپل هیواد کې نه مني څنګه کیدای شي چې دکفارو دپرله پسې قصدي جنایتونو معذرت ومني، خپلو وکیلانو او قلابی پارلمان ته یې ډاډ او اطمینان ورکړ.

په قلابي پارلمان کې هم یوازې یوه وکیل دکفري قواوو ددې شنیع عمل په وړاندې دمرګ په امریکا او لعنت په هغه چا چې دوی ته یې بلنه ورکړې، ناره پورته کړه. یوه بل وکیل چې دلومړی وکیل ددې کړنې دجبران په موخه په دیره بې شرمې سره پدې لویو جنایتو سترګې پټې کړې او دسیمې هیوادونه یې وغندل او ملامت یې کړل او ټولو وکیلانو دشیطاني پارلمان دشېخانو په شمول لکه سیاف،  صبغت مجددي او محسني ددې پېښې په هکله چوپتیا غوره کړه.

سره لدې چې دافغانستان ټول مسلمان ولس په دې باور دی چې دکابل اداره یوه مزدوره اداره او پارلمان یې قلابی دی چې دامریکا لخوا په خلکو تپل شوی، ولې ددې مزدورانو دا وروستې کړنلارې چې داسلام دمقدس کتاب قرآن کریم دتوهین دپیښې په هکله یې غوره کړه ددوی په مریتوب باندې نور هم دتایید مهر لګوي او نور دافغانستان دمسلمان او مجاهد ولس په وړاندې هیڅ مخ نه لري او آن هغه غافل خلک هم په خپلو غوړو خبرو نشي غولولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x