نظــر

زما دژوند له خوږو خاطرو څخه د طالبانو سره درې ورځې سفر!

لیکونکی: وحیدالله وحید

زه دافغانستان په يوه سیمه ایزه راډیو کې له ډيره وخته د تخنیکر په توګه کار کوم، زه د طالبانو ډير سخت مخالف وم هر کله به چې ددوی په اړه چا راته څه وویل او یا به مې له خپلو خبریالونو او نورو رسنیو څخه څه واوریدل ما به په حقیقت منل او همدا وجه وه چې کلک مخالفت مې کاوو، ما به ویل چې طالبان اورپکي دي، ترهګر دي، ظالمان دي او ددې پرځای چې افغانان د خوښۍ ژوند ته پريږدي بلکې تشدد او ظلم پرې کوي.

د مطلب په لوري:

زما يوه څو د ګردیز پوهنتون محصلین ملګري وو چې هغوی له طالبانو سره جوړ او کله کله عملیاتو ته هم ورسره تلل، کوم وخت چې مونږ محصلین دوستان چیرته سره یو ځای شوو، په هر ځل به دوی ماته د طالبانو صفتونه او نصحتونه کول که څه هم ماته يې خوند نه راکاوو خو دوی به بار بار راباندې ټينګار کاوو چې يو ځل راسره لاړ شه چې طالبان په خپله وګورې بیابه تاته حقیقت درمعلوم شي، بلاخره چې ویریدیمه هم خو د یو چا په ضمانت د څو ورځو لپاره ورسره تیار شوم، تیره اونۍ دپکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ لکړۍ سیمې ته لاړم، هلته مې یو شمیر طالبان ترسترګو شول چې ټولي ټولي ناست وو او څوک په موټرسایکل سپاره يوې بلې خوا ته تلل راتلل، تورې څڼې، دنګې او ټيټې ځوانۍ، تورې ږیرې، کلاشینکوف، زیړیکۍ او راکټ يې پر اوږو وو باور وکړئ ټول سیدکرم ته يې ښکلا وربښله، او یو سورنګۍ سرف رکمه موټر مې هم تر سترګو شو چې شاید زیکویک به پکې نصب وو ورسره وو، خو ډير مجهز او پیاوړي ښکاریدل.

د مازدیګر وړانګې په لويدو وې تر شلو څخه زیات کسان وو د کوسين په لوري مو حرکت وکړ ګورم په لارو کې مې هم بعضې بعضې طالبان ترسترګو کيدل چې په کلیو، جماتونو او دخلکو په کورونو کې دیره وو اوسیدل او ګرځيدل، ما به دا فکر کاوو چې طالبان به په غرونو کې اوسي هیڅ کله به سمې ته رانشي ځکه دلته د کابل يو ژوندۍ او فعال حکومت دی، خو چې کله مې دا طالبان له نيږدې څخه ولیدل او د خلکو همکاري او خواخوږې مې ورسره ولیدله نو زما سل په سلو کې یقین شو چې طالبان ډير زر راتلونکي دي او د اشرف غني حکومت د سکوت په حال کې دی!

لنډه دا چې د ماښام لمنځونه شوي وو کوسین ته ورسیدو له یوه ملګري مې اوپوښتل دلته خو د روټۍ هیڅ بندوبست نشته دابه چیرته خورو، دوست مې راته مسک شو ويې ویل صبر وکړه پیدا به شي، مونږ یوه وړوکي جماعت ته لاړو، ګورو چې لږه شېبه وروسته جومات ته خلکو رنګارنګ دسترخوانونو او قسما قسمه خوراکونو راوړل او د کلي لوی او واړه داسې راته خوشحال وو تا به ويل چې يوه لرې وطن څخه د کلونو وروسته مسافر کور ته راغلی.

زما له سترګو بې اختیاره اوښکې روانې شوې بیا به مې زر زر غلې پاکې کړې خو زما اوښکې  ډار نه وې بلکې دخوښۍ او حیرانتیا وې کله مو چې مړۍ اوخوړه او د ماخوستن لمنځونه مو هم ورپسې متصل وکړل بیا ټول سره جوړه جوړه او ګوښه شولو، او هغه پوښتنې چې د طالبانو په اړه زما په ذهن کې وې او تل به يې زما فکر له ګډوډي سره مخ کړی وو له څو ملکي خلکو مې اوکړې.

دبسم الله په نوم چې دکوسین اوسیدنکی وو ترې اومې پوښتل، حاجی صاحب طالبان څنګه خلک دي ایا دا ريښتیا ده چې ظالمان دي او ترهګر دي؟

بسم الله په خپله ساده کلیواله لهجه راته اوویل، څوک يايي ظالمان دي، طالبان چې زمونږ کلي ته راغلي په خدای زمونږ ژوند ورسره جوړ شوی او ډير ښه سات مو ورسره تیر دی، عجیبه خوش اخلاقه خلک دي.

بیا مې ترې وپوښتل چې بعضې خلک وايي له خلکو څخه په زور مړی خوري ایا دا حقیقت لري؟ بسم الله بیا راته په کلیواله لهجه اوویل، چې خلک هسې پورپاګند ورپورې وايي تراوسه خو مونږ ندي لیدلي چې له چا څخه يې مړی په زور خوړلې وي، ولې تا اوس اونه لیدل چې روټۍ مونږ په خپله ورته راوړه دا خو لا څه چه مخکې به مونږ ته کوم راشن راته هغه به ځينې حکومت راڅخه پټ کړ او ځينې به ملکانو راڅخه غلا کړ یوازې څو شتمنو کورنیو ته به ورسید او اوس چې کوم راشن راشي هغه طالبان ټول په خپل لاس خلکو ته تقسم کوي او بعضې بې وزلو کورنیو ته يې اکثره طالبان دلاس ګاډۍ ورسره وي په خپله وروړي.

بیا مې له یوه بل سپين ږیري څخه اوپوښتل چې، بابا ستاسې لپاره دکابل حکومت ښه وو او که طالبان ښه دي؟ بابا چې له خبرو سره رپیده راته اوویل، زویه مخکې به چې زمونږ کومې کورنۍ شخړې او د ځمکو په سر کومې لانجې راپورته شوې، مونږ به حکومت ته عریضه وروړه، اول خو به هغوی قبلوله نه بیا يې اخر درشوت په مقابل کې قبوله کړه، چې کله به حکومت لانجه خلاصوله حکومتي چارواکو او ملکانو به دومره روپی واخیستې چې دعوه کونکی به يې پر دعوې پورې حیران کړ او حکومت به د هغه چا په حق کې فیصله کوله چې چا به ډير رشوت ورکړی وو، که څه هم په ناحقه به وو، اوس چې طالبان راغلي ټول خلک خپلې دعوې په طالبانو خلاصه وي نه رشوت غواړي او نه د چا سفارش مني خپله حقه فیصله کوي.

لنډه دا چې څو نورو کسانو څخه مې هم داسې ورته پوښتنې وکړې ټولو داسې جوابونو راکول چې زما په زړه به لکه غشي راننه وتل، همغه وو چې دا خري ورځې له راتګ سره مې دخدای په دربار کې سر په سجده کړ او حق ته مې ځان وسپاره، اوس دادی دریمه ورځ ده چې خپل کار ته مې هم استعفا وړاندې کړې، او له مهربان رب څخه غواړم چې تل له طالبانو سره همسنګری اووسم، او په پای کې ټول افغان او مسلمان ملت وايم چې طالبان زمونږ د ارمانانونو ترجمانان دي هسې په تشو تبلغاتو مه غولیږۍ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محب الله صافی

وحیدالله وحیدی صاحب رشتیا خبره دی وکړی بلکل صحیح دی هم داغسی زما بل ملګری وو هغه هم دغسی خبری کولی نو چی کله ما بوتللو نو ورته معلومات وشو بیا یی او وایل چی بلکل طالبان داسلام له لاری څخه خبر دی مننه ګرانه له ستاسو داسی لیکنی څخه
وسلام

اتل افغان

حقیقت دی ویلی قربان دې له لکنې شم

الحاج استاذ بیانزی

د وحیدالله ورور له حقایقو ډکی لیکنی زمونږ په سترګو کی هم اوښکی وځولولی ، زه به هم ورسره څه زیاد کړم : کله چه تش په نامه جهادی مشران ( د لویدیز مستخدمین ) د الله ج په مرسته او د مجاهدینو په مټو د روسانو په مقابل کی بریاوی تر لاسه کړی ، زه هم ورسره ووم ، دا چه دننه څه روان وو مګر بارنی بریالیتوب تر لاسه شو . له هماغه اوله د دوی لیار هغه کسانو ته چه سیاسی پوهه یی درلوده د شکونو سره مخ وه ، د مجاهدینو سره د دوی روش څو… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

قسم په خدای زه خپله هم څو ځله ورسره په تشکیل کې تللی یم ، د ډوډۍ په مهال به کله کله یوکورته در وازه ور وټکوله نو هغوی به جواب راکړ چې په کورکې څوک نه لرو ، یابه یې ویل چې موږ ډوډۍ نه ده پخه کړي ، نو ملګرو به په ډېره سړه سینه ورته ویل ، خدای پاک دي درکړي ، اوځيني روان به شول بل کورته ، خو بیا دخدای ابتلاء وه هلته اربکیان پیداشول له هغه ۳ کلیو طالبان ووتل اوس اربکیان په زوره له هرسړي څخه پیسي اخلي ، شل شل ډوډۍ یې… نور لوستل »

محمودالغزنوی

داحقیقت دی خدای ج،،محبوب أستازی محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم رشتیاویلی ،لیس الخبرکالمعائنةوفی روایةلیس الخبرکالمشاهدةرواه احمدمشکوة۱۱ص عن بن عباس رض—مرفوعا)ژباړه:ندی برابرأوریدل دیوی خبری له لیدلو کتلو سره،،داحدیث دهرداسی مریض لپاره بهترین علاج ده چی دطالبانوپه باب مطبوعات ګوری،أوأوری یی یاله بل کوم کس څخه منفی تبلیغات أوری أوبیادطالبانوپه أړه غلطه پریکړه کوی،ألله ج)به له هرداسی وګړی څخه پوښتنه وکړی،،بلکی دادهرچاپه باب موږته یوهدایت أولارښوونه ده ،،نوراځی عمل په وکړو،أللهم وفقنالماتحب وترضی،،

yousuf

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
اللّٰهم النصرالاسلام والمسلمین والمجاهدین فی کل مکان!

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx