افغانستان

اجراييه رييس د څلورو واليانو له ټاکلو سره مخالفت و ښود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني ايله اته مياشتې وروسته د اتو واليانو پر ټاکلو وتوانېده، مګر اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وايي، چې په دغو اتو واليانو کې د څلورو له ټاکلو سره سخت مخالف دی او دی يې د واليانو په توګه نه مني.

يک تلويزون په خپل راپور کې ويلي، چې ډاکټر عبدالله د باميانو نوی ټاکل شوی والي طاهر زهير، د پکتيکا والي امين الله شارق، د هلمند والي ميرزاخان رحيمي او د نيمروز نوي والي محمد سميع له ټاکلو سره سخت مخالفت ښودلی دی.

د ګډ حکومت اول مشر دغه کسان د نويو واليانو په توګه ټاکلي، مګر اجراييه رييس د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته ګواښ کړی، چې ياد کسان بايد د واليانو په توګه معرفي نه کړي.

د ګډ حکومت د اتو مياشتو په تېرېدو لا هم د ګڼو ولايتونو واليان سرپرستان دي، چې له امله يې اداري چارې په ټپه ولاړې دي او ټول واليان شکايت کوي، چې د يو اهل مامور او معلم د ټاکلو او نا اهل مامور د منفک کولو واک نه لري او د دې تر څنګ د ګڼو ولايتونو امنيتي ستونزې هم د سرپرستو واليانو او نه واک له امله زياتې دي.

د ګډ حکومت له پيله د دا پرېکړه شوې، چې واک به د اشرف غني او عبدالله تر منځ پنځوس سلنه ګډ وي او په هره پرېکړه کې به پنځوس سلنه د عبدالله وي.

له همدې امله د نويو واليانو پر ټاکلو شخړې او ناندرۍ روانې دي او کېدای شي تر اودږې راتلونکې دواړه مشران د نويو واليانو پر ټاکلو ونه توانيږي.

له بل لورې د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور دفاع وزارت ته د نوماند معصوم ستانکزي له نوماندۍ سره مخالفت ښودلی او د ستانکزي ټاکل کېدل یې د استاد رباني پر وینو لوبه بللې ده.

د بلخ مقتدر سرپرست والي پر خپله فېسبوک پاڼه د ستانکزي د ټاکل کېدو په غبرګون کې لیکلي دي، د جمعیت ګوند ګډحکومت ته حوصله کړې، خو د ستانکزي ټاکل کېدل به په هېڅ صورت و نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x