افغانستان

د بهرنيو چارو وزارت يو ډيپلومات ممنوع الخروج اعلان شو

نن ټکی اسیا (پنجنشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): حکومتي سرچينې وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړی ډيپلومات د اداري فساد او درغلۍ په تور له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې دا ډيپلومات د بهرنيو چارو وزارت کې د بشري منابعو پخوانی رييس دی او اوس د کاناډا ونکور ښار کې د قونسلر په توګه ګومارل شوی دی.

د سرچينې له قوله امنيتي ځواکونو درې ورځې وړاندې نوموړی ډيپلومات هغه مهال د کابل له هوايي ډګره راوګرځاو، چې غوښتل يې له هېواده بهر سفر وکړي.

پر نوموړي ډيپلومات تور دی، چې ونکور کې يې د خپلې دندې پر مهال پرېمانه اداري فساد کړی دی.

د کابل هوايي ډګر کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال حق نواز حقيار رسنيو ته وويل، چې لوړپوړو چارواکو دوی ته امر کړی و، چې نوموړی ډيپلومات له بهرني سفره راوګرځوي او سياسي پاسپورټ ترې ضبط کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې منلې، چې د نوموړي ډيپلومات بهرنی سفر لغوه شوی، مګر ښاغلی مستغني وايي، چې د نوموړي ډيپلومات سفر د کاناډا ونکور کې د قونسلګيري د تړلو له امله لغوه شوی، نه د اداري فساد له امله.

تر اوسه د نوموړي ډيپلومات هويت نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x