نظــر

شهيد ملا عبیدالله دافغاني غرور ستره بیلګه!!!

mula-ubaidullah-shaheedله  نیږدې دو  کلونو راهیسي  ګنګوسي  وي  چې داسلام  لوی سپاهي او دطالبانو نومیالي  مشر  ، ملاعبیدالله  اخوند دپاکستان  په  کوم  زندان  کې  خپل  محبوب  ذات ( جل جلاله )  ته  ساه  سپارلي  اوشهید شوي !!

خو ماته  داخبره  دتصدیق  او تایید وړ ځکه  نه وه  چې ملا عبیدالله رحمه  الله ، کومه  داسې  وړوکي  هستی او بې نومه  شخصیت نه وه  چې  مرګ  اوشهادت  يي دګاونډي هیواد چارواکي  په مرموز او خاموش  ډول  تیر او له خپلې  ذمې نه يي په دومره اساني سره  وباسي ، چې  ګواګي  هغه  دزړه  دناروغی  له  وجې  په  زندان کې  ساه ورکړه .

  شهید ملاعیبدالله  رحمه  الله ، درتبي ، دندي  او شخصیت  په لحاظ دطالبانو دوهم  کس  او دملامحمد عمر مجاهد مرستیال وو ، هغه  ترشاه یو قهرمان  ملت  او دطالبانو یو هغه  حرکت    درلود اولري يي  چې  سپرپاور ( امریکا )  او ورسره د ۴۰  هیوادونو له  لښکرو يې  دتیرو یولسو کلونو په اوږدوکې  سختي کوکاري  اوتوبي وویستي ؟ !!

 بله  خبره  داوه  چې  شهید ملاعبیدالله  رح پرته  له دې  چې  کله ناکله  به  ګاونډي  هیواد ته  ورواوښت  او څو شپي  او ورځي  هغه هم  په ډیر احتیا ط تیرولي ، څوک  نشي ثابته  والای  چې  هغه  دې دګاونډي  هیواد په کورنیو چارو او داخلي  کشمکش  کې کوم رول لوبولي  وي  ، بلکې کار او موخه  يي  صرف  په  افغانستان دروان  صلیبي یرغل  په  مقابل  کې جهاد او عملي  مبارزه  وه .

همداعلت  وو  او دی چې  مونږ دپاکستان په  زندان  کې  دطالبانو ددومره  نومیالي  اتل  او بارز مشر وژل کیدل په هیڅ بیه نشو توجیه کولای ، زما په اند پاکستان له مرحوم ملا عبید الله اخوند سره کومه  ذاتي  شخړه  او دخپلو منافعو په  سر کومه  دښمني  نه  درلوده ، که  څه مشکل او مجبوریت وو هغه به دامریکا له  وجې  وو ؛ چې  هغه هیڅکله  ددې  دلیل  اوتوجیه  نشوای  جوړیدای  چې  ملاعبید الله  اخوند دې  دهغه  قرباني  وګرځي .

که  شهید هرڅومره  خطرناکه  ناروغي  هم درلوده اول  خو باید خوشي کړل  شو ی وای  که  داسې  نشو کیدلای او له  پاکستان څخه   امریکایان  خفه  کیدل ، مناسبه  تداوي خو يي  باید ارو مرو پري کړي واي او دزندان په  ځای په  کوم  هسپتال کې بستري    وی  اویايي  چې  له  کوم ځای  نه  نیولی وو ، دهمغه  کور خلکو ، فامیل  او دوستانو ته خو يي  لږ ترلږه خبر ورکړی وای چې  راشی  خپل  کس  ووینی چې  دزړه  اویا په بله  کومه  خطرناکه  اومرګانی  ناروغی اخته  او دمرګ  په  بستر کې  پروت دی . !!؟

شهید ملاعیبدالله  رحمه  الله  ،  ما  دطالبانو دواکمني  په  مهال  تفصیلي نه وولیدلي  او  ډیر  معلومات  مې هم  په  اړه  نه  درلودل  ، خو دامریکايي  اوغربي  یرغل په  مقابل کې ( دروان  جهاد په ړومبیو کلونو کې )  مې هغه څوځله له نیږدي  وکوت  ، دهغه  له  دین ، هیواد او ولس سره مې  دهغه  مینه  او اخلاص  ولید او هم مې  د صلیبي یرغل  په وړاندې  دشهید توکل ، عزم او غیرت مشاهده کړ او دافغاني غرور داستره بیلګه  مې  ډیره له  نیږدې  وپیژانده .

زما ورسره ړومبی لیدنه وه څه  جهاد ي امور يې راته سپارل ،  هغه راته دغه څو جملي وویلي : فی الحاله له مونږ سره وسایل په نیشت حساب دي ، خو خدای مهربان او لوی دی ، دټولي دنیا کفار او داسلام دښمنان راته یو شوي ، ددنیا په مخ دیوې لویشتي ځای نلرو او نه هم په ټوله دنیا او ګاونډکې داسې  کوم هیوا د شته  چې  دڅه مرستي  او خواخوږي  ډاډ يې  راکړي وي ، مطلب  حامي ، مددګار او ساتونکی مو یو الله جل جلاله دی پرهغه به توکل او عزم کوو، شهید داخبر هم راته وکړه چې مونږ به دیته نه ګورو چې اول ښه ډیر او کافي وسایل ، وسلي او پیسي پیداکړو نوبیا به جهاد شروع کوو که  نور هیڅ  هم  په لاس رانغلل  دځمکي  کاڼي ( ډبري )  خوشته  داشغالګرو په لوربه يې ورغورځو او خدای ته به  په ورځ دقیامت همداوایو چې همدومره مو په وس پوره وه چې ستا ددین دښمنان مو په ډبرو ویشتل خوولې  په ارام اوساکت کښی نناستلو او شهید داهم راته وویل چې  په  دې کارکې به نیت د شهادت او بندیخانو زغملو خامخا  کوو .

دشهید ملاعبیدالله رحمه الله پورته خبري په رښتیا چې دهغه دسپیڅلي نیت او بې ریا الهي بندګی ثبوت په ډاګه کاوه  ، چې غرونو غرونو کړاوونو  ، مشقتونه او ګواښونوته  په غیږ ورغی هغه يي دخپلې عقیدې ، خپلواکی ګټلو او دیوه اسلامي نظام دنفاذ په لارکې خس او خشاک وشمیرل او دامریکا په مشری د۴۰هیوادونو لښکرو او تکنالوجی  مقابلې ته میدان ته ورووت .
زما په فکر شهید ملاعبیدالله رحمه  الله ، دطالبانو دهغو یو شمیر مشرانو په ردیف او کتار کې چې دصلیبي طاغوت  په مقابل کې يي جهاد پیل او رهبري کړ یوه مخکښه او ترټولو باوزنه  اوموثره څیره وه ، ملاعبیدالله  داسې څوک وو چې دوینا اوعمل دواړو اتل وو ، څه يې چې  چاته ویل  هغه يي  په خپله  هم  کول تنها يي بل څوک جهاد ، زندان او قربانی ته نه  دعوتولو ، په خپله يې  هم  دغه  میدان ته وردانګل ، ددې ترڅنګ چې  دړومبی کرښي  مجاهد او یو دلیر قاید وو ، درهبري اوقیادت بهترین کمالا ت او خصوصیتونه هم پکې  موجود وو  ، شجاع وو ، مدبر وو  ، مشفق وو او دسخاوت  ډک لاس يي درلودhttp://a4.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/427013_155879534533689_100003349318863_207650_2038864419_n.jpg

د نورو  مشرانو ترڅنګ   دشهید ملا عبید الله   پرلپسي  هڅي  او زړ ورتیا وه  چې  په  خورا سختو  او ذیقو شرایطو کې يې  دصلیبي  طاغوت  په   وړاندې    دجهاد صفوف منظم  ،  دهر ډګر لپاره يې  کمیټي  او کمیسونونه  جوړ  ، ولایتي    جهاد ي تشکیلات  يې  برابر  او بیا يي  په  ډیر  حکمت  ،  حوصله  مندي   او  ځیرکتیا دهغو څارنه   او پالنه وکړه  ، له  هر مسول   او مجاهد سره به  چې  مخ  شو  همداخبره  به  يې  ورته  په  ورین  تندي  زمز مه  کوله   چې  خدای  مهربان   دی  کارونه   به   برابر  او دا  سخت  حالات  به   الله جل جلاله  بدل  کړي   او س لږ  همت  او جراات  پکار  دی  ترڅو  دجهاد  کار  هسي  روان   او ناره  يي  اوچته  شي  !!!

شهید ملاعبیدالله رحمه الله ، یونیږدي  ملګري دمرحوم  دشجاعت  په باب راته کیسه کوله  چې کله هغه د طالبانو په لاس دکابل له فتحې یوکال وړاندې دفراه په جبهاتو کې داسمعیل خان دملیشو دیوه پراخ برید په ترڅ کې چې داختر په ورځ یې ترسره کړی وو ژوندی ونیول شو ، داسماعیل خان دکمونیستو خادیانو دپوښتنو او تحقیق  په وړاندې  دومره شجاع او په مستحکم  دریځ ولاړ وو چې په نورو تعذیبونو سربیره يې هغه  بالاخره  دتحقیق په مهال دتوپانګچي په مرمری هم وویشت خو  دغیرت او ایمان دغه سرشاره او دخدای په دین مین شاځلمی يې له خپل موقف او دریځ تیر او بیر نکړ، هماغه و چې بیا له څلویښت ورځو بند تیرولو وروسته نوموړی دعمومي تبادلې په پایله کې راخلاص شو ، هغه  ملګري دشهید فولادي  عزم  او حوصلي  ته په کتو باور درلود چې دپاکستان په  زندان کې به هم  ممکن  دتحقیق  په مهال هغه په خپل قوي اومتین عزم دریدلی وي  ، دټول حرکت ، قیادت  او رهبری په باب پوښتنو  ،ګرویژنو ته به يې  همدغه  ځواب ویلي  وي  چې  داټول زه ووم او دټولو شکنجه اوسزا ماته ر اکړی  ، خو اسرار مې له سیني نشی ایستلای اونه مې هم  په  دریځ  او موقف کې یوه زره فرق  او بې غیرتوب  ځایولای شي ،  بهر حال …….

په پای کې  لاس  پورته کوم  چې  لوی او متعال خدای دې  دشهید جهادونه ، قربانی او هغه شکنجي چې هغه وزغملي قبولي  او دده  په لاس  او همت  دپیل شوي  جهاد پاکي هیلي  او ارزوګاني  دې دیوه  سپیڅلي  اسلامي  نظام  په تحقق منعکسي او شوني وګرځوي ،

اروا دې  ښاده  اویاددې  تل وي

لیکوال: لطیف عزم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x