افغانستان

پروان: بګرام کې شپږ امريکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې د طالبانو په کمين کې شپږ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې امريکايي عسکر د بګرام په ماهیګير سیمه کې د طالبانو پر کمين ور برابر شول.

طالبانو هم دغه بريد تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې د شپږ امريکايانو پر وژلو سره د دوی ملګرو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی د عزم عملیاتو په جريان کې پرون شپږ امريکايان د دوی د ملګرو په کمين کې له منځه لاړل.

دوه ورځې وړاندې هم د میدان وردګو د سید اباد ولسوالي به شش قلعه سیمه کې د بهرنیانو پر ټانګ بمي چاودنې ټانګ بشپړ له منځه یووړ، چې په غبرګون کې يې بهرنیو الوتکو پر کورونو بمباري وکړه.

که څه هم د تېر میلادي کال له پای سره سم په افغانستان کې د بهرنیانو بوځي ماموریت پای ته رسېدلی دی، خو لا هم په ګڼو بریدونو کې له افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه لیدل شوي دي.

طالبانو د ترکيې انتالیا ښار کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ناټو د سرمنشي د خبرو په غبرګون کې پخپله اعلامیه کې ویلي و، چې بهرنیان غواړي «غلامان» رامخکي کړي، خو په خبره يې دوی داسې پلانونه جوړ کړي چې بهرنیان به يې هم له نښې خوندي نه وي.

ياده دې وي دا د طالبانو په سږنيو عملياتو کې په پروان کې لومړی لوی شمېر امريکايي عسکر دي، چې له منځه وړل کېږي.

د بهرنیانو کومې سرچينې تر اوسه د خپلو عسکرو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x