
هرات: د شینډنډ بازار ته څېرمه جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د هرات په شینډند ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ دم ګړۍ جګړه رونه ده.
د شینډنډ ولسوالي اوسېدونکي وایي چې طالبان د ولسوالي بازار ته څېرمه رارسيدلي دي او لا هم جګړه روانه ده.
د هرات سیمه ییزې ادارې په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو ځینې سرچینې وايي چې طالبان د ولسوالي مقر ته د ور نږدې کېدو په حال کې دي.
وسله والو طالبانو هم په شینډنډ کې د خپلو بریدونو په اړه تر اوس معلومات نه دي رسنیز نه کړي.
دا په داسې حال کې دی، چې د بادغیس په بالامرغاب، بدخشان، پنجشير، کندوز، فارياب، پکتیا، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د ولسوالیو د نیولو یا هم کلکې محاصرې خبرونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو د سږنيو عملیات په تېر نږدې میاشت وخت کې هرات نسبتاً با امنه ولایت ګڼل کېده.