افغانستان

هرات: څلور اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور ورک شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): هرات کې طالبانو د اربکيانو پر پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې دوه اربکيان وژل شوي، دوه ټپيان دي او څلور تري تم ورک دي.

افغان اسلامي اژانس د کورنيو چارو وزارت د يوې باوري سرچينې له قوله ليکلي، چې تېر شپه يوه نيمه بجه د هرات کشک کهنه ولسوالۍ «سيلنګ» سيمه کې طالبانو د اربکيانو پر پوسته بريد کې دوه اربکيان وژلي، دوه يې ټپيان کړي او څلور تر اوسه تري تم دي.

سرچينه زياتوي، چې تر اوسه دا نه ده روښانه چې ورک شوي اربکيان طالبانو ته تسليم شوي او که طالبانو ژوندي ځان سره بوولي دي.

راپور زياتوي، چې طالبانو د پوستې دولس ميله سپکې او درنې وسلې، دوه مخابرې او اته موټر سايکلونه له ځان سره وړي دي.

افغان اسلامي اژانس د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له قوله ليکلي، چې د دوی ملګرو تېره شپه کشک کهنه ولسوالۍ سيلنګ پوسته نيولې، مګر د څلورو ورک شويو عسکرو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د يو بل خبر له مخې طالبانو نن سهار اوه بجې د شينډنډ ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او دفاعي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او اوس هم جګړه روانه ده.

حکومت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x