نظــر

افغانستان دپخوانې شوروي او امريكا، ناټو د اشغال په لومو كي

امام الدين ساپئ

ړومبي غواړم دروسې په اشغال رڼاواچوم.

كله چي افغانستان په ۱٩١٩ع كال دغازي امان الله په مشرئ د اشغالګر او ظالم انګريز څخه خپلواكې تر لاسه كړه نو پخوانې شوروي دولت سمدلاسه د افغانستان خپلواكې او استقلال په رسميت وپيژنده او داسي وښودله چي دا يي دښه ګاونډي اوښه نيت له مخي كړې او شاه امان الله خان او ورسته دپاچا ظاهر شاه سره ځني اقتصادي، تخنيكې، عمراني او نظامي قراردادونه لاسليك شول او د دي سره جوخت د انجينرانو،

تخنيكرانو او نظامي ښوونكو په جامو كي دخپلي جاسوسي شبكې (ك.جي.بي) جاسوسان راوليږل او د خپلي ايډيالوژئ د پراختيا په موخه په افغاني ټولنه كي كفرې تخم وشينده او د چپې ګوند بنسټ كيښودل شوو (حزب ديموكراتيك خلق افغانستان) او يو تعداد افغانان په كي را ټول شول او دا لړۍ داسي په چټكۍ مخ ته لاړه چي په شاهي ارګ كي ځني كسان (اناهيتا راتب زاد، ببرك كارمل …….) وروزل شول او هم دشاهي
كورنۍ غړي مرحوم داود خان د چپې اډيالوژئ پالوونكئ شوو چي په كال ١٣٥٢هجري شمسي كال شاهي نظام د داود خان په مشرئ او د چپي ګوند په ملاتړ نسكور او د افغانستان غميزه دهمدي ځايه شروع شوه.
د داود خان دكورنۍ چارو وزير فيض محمد چي د نوموړي ګوند غړي وو د مسلمانانو او ملي كسانو په نيولو، زندان ته اچوني او وژني شروع وكړه او يو تعداد وطن پريښودو ته اړ او پاكستان ته مهاجر او هلته د (اي،اس،اي) په لومو كي د روزني لاندي ونيول شول او بيرته افغانستان ته د ورانكاري لپاره را وليږل شول چي په لغمان پنجشير او نورو ځايونو كي اولسي ناكام پاڅونونه وشول، دلته دمرحوم عبد المالك خان يوه مقاله چي د مرحوم قدرت الله حداد چي د افغان ملت د ورځپاڼي مدير وو نشركړي وه (داود خان افغانستان يي سور تنور ته واچاوه الله يي مل شه)
ډيره موده ورسته دليونې سردار عقل سر ته وره غئ خو ناوخته وو او ويي غوښتل چي دچپې ګوند او د هغو د حامي (اتحاد شوروي) څخه ځان خلاص كړي مګر مناسب وخت يي د لاسه وتلي وو چي په ١٣٥٧ د غوايي په اومه نيټه دسردار صاحب او د ده دكورنۍ سرونه يي د روزل شوو شاګردانو لخوا  وخوړ او حزب ديموكراتيك خلق د نور محمد تره كي په مشرۍ دقدرت واګي تر لاسه كړي او د افغانانو هجرت، وژنه، زندانونو ته اچوني كي زياتوالي راغي او دا غميزه څو چنده شوه مګر روسانو د اوږده انتظار څخه ورسته هغه پلان چي د پخوا څخه يي درلود په١٣٥٨دجدي په شپږمه نيټه د١٢٠ زره عسكرو سره د خپل ګوډاګي ببرك كارمل په مشرئ افغانستان ته راغلل او كارمل دتاجكستان څخه د راډيو له لاري دحفيظ الله امين د حكومت نسكوريده اعلان او د اشغال نوي بڼه او څيره بربنډه شوه.
اوس راځم دا اوسني او پخواني اشغال سره پرتله كوم:
١-شورويانو د تاجكستان څخه ببرك كارمل د١٢٠زره عسكرو، ټانكونو او ميك ٢١ الوتكو په زور د قدرت په ګدۍ كښيناوه.
امريكا او ناټو حامد كرزي د رستورانت او (سي،آي.اي) د ماموريت څخه د(بي٥٢) الوتكو په مټ قدرت ته ورساوه.
٢- د افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا او هوايي حريم دشورويانو لخوا دپښو لاندي وو او همدا رنګه امريكايان او ناټو خو دغه هيڅ نه پيژني اوژوندۍ بيلګه يي د بوش او اوباما راتګ دي، كله چي دباګرام هوايي هډي څخه د دوي دسپرلۍ هليكوپتر والوزي نو بيا كرزي او انډيوالان يي خبر شي چي الوتكه په ارګ كي
را ښكته شي.
٣-د روسانو لخوا دكورونو پلټنه به د ګوندي او افغاني عسكرو سره په همغږي سره سرته رسيده مګر دا اوسنې اشنايان پوره خپل واكي او ازاد لاس لري.
٣-روسانو په دولتي او غيري دولتې موسسو كي دمشاورينو په توګه مګر امريكايان مسولين او افغاني اړخ يي مشاورين دي.
٤-روسانو د افغاني تاسيساتو او زندانونو څخه استفاده كوله مګر اوسني اشغالګر خپل د شخصي زندانونه او ودانيو څخه استفاده كوي.
٥-شورويانو د خپلواكۍ دلاري سرښندونكې اشرار بلل او امريكايان يي طالبان بولي.
٦-روسانو لا اقل افغانې لوري پريكړو ته غاړه كيښوده بر خلاف اوسنې اشنايان هډ و غوږ په نه ګروې .
٧-د روسانو د وخت ګوډاګيان فقط د (ك،جي،بي) دغړيتوب څخه برخوردار وو اوس د ٤٨ملكو د جاسوسئ شبكو اجنټې ور د غاړي او هر يوي شبكي خپل خپل اجنټان ګمارلې دي.
٨-د شورويانو د اشغال په زمانه كي په اخلاقي برخه كي د اناهيتا راتب زاد وينا د ښځو په سازمان كي (چي زمونږ روسي دوستان د يوي خيمي سره زمونږ او ستاسو مرستي لپاره راغلي، په شهوانې برخه كي بايد تاسي ورسره تنګ نظري ونه كړۍ) او يا يي د خپلو نورو ملاتړو په تشويق اكتفاء كوله بر عكس امريكايان او ناټو يو د اهدافو څخه داده، چي د افغاني ټولني ټول فرهنګي، مذهبي او اخلاقي اساساتو ستني د بيخه اوباسي او بد اخلاقي خويي دارګ له مخي هره ماښام اوه اته سرويس موټران ډكيږي او د خپلو نازولو لخوا بادارانو ته ډالئ او ګوډاګيان يي وياړ تر لاسه كوي.
٩-روسانو خپل اشغال ته داسي تشريح كاوه چي د افغانستان خلق ديموكراتيك ګوند په بلنه د پخواني قرارداد له مخي او د ورور ګوندغوښتني ته مو مثبت ځواب ويلی او راغلي وو.
امريكايان او ناټو بيا بل رباب شرنګوي وايي چي مونږ د بين المللي ټولني دپريكړي په اساس دتروريزم د له منځه وړلو او د افغانستان د بيا ودانولو، د ښځو او مدني حقوقو د دفاع په خاطر دلته راغلي يو.
كه چيرته اشغال داسي تعريف كړو چي: د هر ملت او قوم څخه ځمكني بشپړتيا هوايي حريم، كلتوري او مذهبي واك او اختيار ورڅخه واخلې نودي ته اشغال او برمته ويل كيږي .
خوزه يوڅه دغو اوسني اشغالګرانو ته وايم چي ګران هيواد هيڅ وخت هيڅ غاصب تر ستونې نه دي تير كړي او په مرئ كي نښتي، او هر څه يي دړي وړي شوي او هر څه يي دلاسه وركړي او دا اوسني ځناوران هم دماتي پولي ته نژدي شوي اودتيښتي لاره لټوي او اوس يي دمذاكراتو لاره غوره كړي چي
ټر په پرپټ كړي .
زه خپلي خبري د اجمل خټك په شعر را ټولوم.

ويل يي: اي د لامكان خاونده. پخپل مكان كي خپل اختيار جنت دي

ګني د دغه ليونتوب په نامه . كه نار وي نار كه دار وي دار جنت دي

په پښتني درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x