افغانستان

د روزګان مرکز هم له بریدونو خوندي نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت اوسېدونکي او په سیمه کې خپلواک خبريالان وايي چې د روزګان ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د طالبانو واک دی او ان د ولایت مرکز ترینکوټ هم د طالبانو د بريدونو شاهد دی.

په کندهار کې خپلواک خبريال صدیق الله افغان پخپله فیسبوک پاڼه لیکي چې د روزګان اوسني وضعيت ته په کتو د نوموړي په خبره دغه ولایت سقوط ته نږدې دی.

افغان وايي چې دولتي عسکرو ګڼې پوستې طالبانو ته پرې اېښي او تښتېدلي دي یا هم له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

سرچینه د خلکو له خولې لیکي چې د ملي اردو او پولیسو په څو رینجرو کې يې طالبان سپاره ليدلي دي چې پخپلو تر لاس لاندې سیمو کې ترې کار اخلي.

د روزګان امنيتي مسوولین د دې ولایت د امنيتي وضعيت ګډوډېدل مني، خو د ولایت د سقوط په اړه يې رسنیو ته څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو هم په تېرو دوو ورځو کې د روزګان په خاص روزګان، چهارچينو او چنارتو ولسواليو کې د عملیاتو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې ګڼې پوستې يې نیولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د چنارتو ولسوالي په شفلاغ سیمه کې يې پرون غرمه مهال څلور پوستې نیولي او دوه عسکر يې ژوندي له ځان سره وړي دي.

په ورته توګه د د روزګان د مرکز اړوند په چولنګر سیمه کې هم ۷ اربکیان طالبانو ته تسليم شوي دي، طالبانو د دوی نومونه «محمد الله دنورالحق زوی ، غلام فاروق او عبدالرحمن د عبدالرؤف زامن ، سیف الله د باز زوی ، میرویس دحاجي یونس زوی ، ګلاب دحاجي حسن زوی او صدیق الله د حمدالله زوی » ښوودلي دي او ویلي يې دي چې دغه کسان يې د خپل بلنیز کمیسیون په وسیله د ځان ملګري کړي دي.

ياده دې وي د طالبانو بريدونو په داسې حال کې زور اخیستی چې د ګډ حکومت له لوري د دفاع وزارت لپار نوماند وزیر اړوند لا هم د دې حکومت لوړپوړي ګډونوال یوه خوله نه دي او پخبله روزګان ولایت د امنیه قومندان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x