
اشرف غني: دفاع وزير به مو معصوم ستانکزی وي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل):د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سولې شورا پخوانی لوړپوړی غړی معصوم ستانکزی د دفاع وزير په توګه معرفي کړ.
د ارګ سرچينې وايي، چې له ډېرو بحثونو او ناندريو وروسته اشرف غني او عبدالله د فاع وزير په توګه د معصوم ستانکزي په نوم سلا شوي دي.
ښاغلي غني نن په ارګ د نړيوالو اړيکو غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې معصوم ستانکزی به د هېواد د دفاع وزير وي.
د تماس نړيواله غونډه نن په کابل کې جوړه شوې، چې شاوخوا د پنځوسو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی، د افغانستان او سيمې په ګڼو موضوعاتو په کې بحثونه روان دي.
د اشرف غني له لوري معصوم ستانکزی په داسې حال کې د دفاع وزير په توګه معرفي کيږي، چې د ډاکټر عبدالله پلويان او په ځانګړې توګه د بلخ مقتدر سرپرست والي عطا محمد نور وايي، چې دوی به معصوم ستانکزی هېڅکله د دفاع وزير په توګه ونه مني.
د ښاغلي نور په وينا معصوم ستانکزی د استاد رباني په وژنه کې لاس لري او د دفاع وزير په توګه د نوموړي منل د استاد رباني له وينو سره خيانت دی.