نړۍ

اسلامي دولت د سوريې «تدمر» تاريخي ښار په مکمله توګه نيولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د اسلامي دولت ځواکونو د سوريې تدمر ښار کې د بشارالاسد ملېشې له سختو خونړيو نښتو وروسته په شا تمبولي او دغه ښار يې په مکمله توګه نيولی دی.

دا خبرونه هم تر لاسه شوي، چې اسلامي دولت د دمشق شمال قلمون سيمه کې مخ پر وړاندې روان دی او د اسد ملېشې يې هلته هم په شا تمبولي دي.

د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د اسلامي دولت او اسد ملېشو تر منځ تدمر ښار او شاخوا سيمو کې جګړې روانې وې او د اسد جنګي الوتکو پر ولسي وګړو درنې بمبارۍ هم کړي، مګر بالاخره د اسد ملېشو له تدمر تاريخي ښاره په شا شول او اوس تدمر او شاوخوا سيمې د اسلامي دولت په ولکه کې دي.

اسلامي دولت ته نږدې سرچينې وايي، چې د اسلامي دولت ځواکونو تدمر ښار کې د بشارالاسد يوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې او د تدمر ښار له زندانه يې ټول زندانيان خوشې کړي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې تدمر د سوريې هغه ستراتيژيکه سيمه ده، چې واک يې له هر چا سره وي، د نورې سيمې واک به هم ورسره وي. تدمر ګڼ نظامي مرکزونه، د غازو او تېلو زېرمې لري او سربېره پر دې تدمر د سوريې يو تاريخي ښار ګڼل کيږي.

د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، چې اسلامي دولت کولای شي، له دې لارې د دير الزور او ګڼو نورو سيمو لوژيستيکې مرستې بندې کړي او کولای شي، چې له دې لارې د قلمون غرونو کې خپلو ځواکونو ته په اسانه مرستې ورورسوي او تر ټولو مهم يې دا دی، چې اسلامي دولت له دې لارې د حمص ښار شاوخوا سيمو ته رسېدلی او کولای شي، چې په ډېره اسانۍ حمص ښار لاندې کړي.

د سوريې سربېره اسلامي دولت عراق کې هم پرمختګونه کړي او د تېرې جمعې په ورځ يې د عراق يو بل ستر ښار الرمادي نيولی او تر اوسه يې په واک کې دی.

الرمادي د پلازمېنې بغداد په سل کيلو ميټرۍ کې پروت دی او د الانبار ولايت مرکز بلل کيږي.

امريکايي ايتلاف هڅه کوي، چې د الرمادي ښار د نيولو لپاره سيمه ييزې ملېشې پيدا او وروزي، تر څو دغه ښار له اسلامي دولت څخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ښارونه خو نیسی خو ورسره ورسره جوماتونه هم ورانوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x