افغانستان

قاري یوسف احمدي په بادغیس کې دطالبانو تسلیمیدل په کلکه رد کړل

taliban interviewنن ورځ رسنیو دافغان حکومت دامنیتي چارواکو له خولې خبر ورکړ چې دبادغیس  په ولایت کې دطالبانو ترپنځوس زیات  وسلوال کسان دولت ته تسلیم شوي او خپلې وسلې یې په ځمکه ایښې . دبادغیس والی شرف الدین مجیدي رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي نن دبادغیس په مرکز قلعه نو کې دملا غفار طوفان په مشري دطالبانو ۵۳کسیزه ډله دولت ته تسلیم شوه او نوریې دافغان او نړیوالو ځواکونو پرخلاف له جګړې کولو لاس واخیست .نوموړي زیاتوي چې دې ډلې دبادغیس په قادس ولسوالي کې فعالیت کاوه .

له بلې خوا دطالبانوویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوي پیغام کې دباغیس په ولایت کې دطالبانو دتسلیمدو خبره په کلکه رد کړې ،نوموړي زیاته کړې دبادغیس په ولایت کې دملا عبدالغفار طوفان په نوم کس ددوي دمجاهدینوپه صف کې بیخي وجود نه لري ،نوموړي زیاتوي څرنګه چې دښمن په دې وروستیو کې ترسختو ګذارونو او تحدیدونو لاندي دي غواړي چې په داسي ډول بې بنیاده تبلیغاتو سره خپلو مورال بایللو عسکرو ته روحیه ورکړي.

تردې وړاندي هم حکومتی چاروپه مختلفو سیمو کې دګڼ شمیر طالبانو دتسلیمد ادعا کړې وه چې دطالبانو هرځل رد کړې ده .

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x