افغانستان

د احصائيې اداره: افغانستان ۲۸،۱ ميليونه تنه نفوس لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د احصايې مرکزې ادارې پخپل کلني راپور کې ويلي چې د دوی د سر شمېرنې له مخې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د هېواد ټول نفوس ۲۸،۱ ميليونه اټکل شوی دی.

د دوی په خبره په ياده ګڼه کې چې دوی د دولتي، او خصوصي سکتورونو په مرسته برابره کړې ده، ۱۳،۷ ميليونه ښځې او ۱۴،۴ ميليونه نارينه وګړي ښوودل شوي دي.

د احصايې د مرکزې ادارې مشر شېرمحمد جامي زاده وايي چې د هېواد له ټول نفوس څخه ۱۲،۲ ميليونه تنه تر پنځلس ښکته عمر لري او په ټول هېواد کې ۱،۵ ميليونه تنه کوچيانی ژوند کوي.

ياده اداره وايي چې دوی دغه راپور په دوه میاشتې کې برابر کړی دی، چې په خبره ۹۹ سلنه د باور وړ دی.

د همدې راپور له مخې ٣٠٥ تنه دولتي کارکوونکي دوکتوران، ٣٨٤٨تنه ماستران، ٤٠٧ کسان فوق ليسانس، ٤٦٣٠٧ کسان ليسانس او ٢٤٢٩٠٩ کسان له ليسانس درجې نه ټيټ پر دندو بوخت دي.

دې راپور په ۱۳۹۳لمریز کال کې «۹۴۷۷۶۱۴» تنه پر زده کړو بوخت دي، چې «٩٢٦٧٩٣٨» تنه يې دولتي او « ٢٠٩٦٧٦» تنه نور بیا خصوصي زده کړې کوي.

راپور وړاندې کاږي چې د دوی د څېړنو له مخې په تېر کال کې اقتصادي وده، د صنایعو توليد او د وارداتو اندازه ښکته شوې، خو د غنمو د توليد او صادراتو کچه بیا لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زرین کابل

دويپ پاڼې درنوچلونکو په راپورکې ځیني فاحشي غلطی لطفا اصلاح کړئ.
۳۰۵تنه دولتی کارکونکی….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x