ګډ حکومت نور څومره د ګډ پاتي کیدو امکان لري؟

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: تیره ورځ یو شمیر کورنیو رسنیو د ګډ حکومت د مشر او د هغه د اجرائیه رئیس ترمنځ د اتو ولایتونو لپاره د نویو والیانو د ټاکلو پر سر د نارضایتي او اختلاف خبرونه ورکړل .

دا اختلاف د څلورو ولایتونو بامیان، هلمند، پکتیکا او نیمروز لپارهد نویو ټاکل شویو والیانو پر ټاکلو رامنځته شوی .

د دې ترڅنګ د شمال زون تنظیمه رئیس او د بلخ ولایت سرپرست جنرال عطاء بیا د دفاع وزیر په حیث د ښاغلي معصوم ستانیکزي له نومولو سره سخت مخالفت ښودلی او د هغه ټاکل يي د ده په خبره د «استاد شهید رباني» له وینو سره لوبې کول او تاریخي اشتباه بللې.

همداراز د ملي امنیت د رئیس رحمت الله نبیل او د اشرف غني د امنیتي سلاکار حنیف اتمر ترمنځ له آی اس آی سره د استخباراتي تفاهمنامې پر سره را پیداشوي اختلافات ټول هغه عوامل دي چې د ګډ حکومت تداوم ګواښي.

که څه هم له پیله په افغانستان کې د عجیب الخلقته ګډ حکومت ګډ کار کول ناشونی او له امکانه لیري ګڼل کیده ، خو اوس چې د یاد حکومت د دواړو سهیمو برخو ترمنځ بي باوري او اختلافات خپل اوج ته رسیدلي فکر نه کیږي چې نور دي د حکومت د ګډ کارولو امکانات میسر وي.

د هیواد د وروستیو بحراني شرائطو په کنټرلولو کې د حکومت د سهیمو چارواکو ناکامي ، په پوځي ساحه کې د وسله والو طالبانو پرمختګ او په بهرني سیاست کې د حکومت نامعلومه تګلاره هغه عوامل دي چې د حکومت بقاء او پایښت یې له ننګونو سره مخ کړی.

پر نورو امنیتي ګواښونو او داخلي ستونزو سربیره د ولسي او مشرانو جرګي له خوا د حکومت له مشر څخه د پاکستان له جاسوسي شبکې آی .اس.آی سره د استخبارتي معلوماتو د وروستۍ تفاهم نامې د بیرته لغو کولو غوښتنه هغه څه دي چې د حکومت د څلور ګونو ارکانو ترمنځ د نه همغږي ښکارندوینه کوي ، او هغه حکومت چې هم له دننه د اختلافاتو ښکار وي او هم له بهره د مخالفینو تر پوځي ګوذارونو لاندې وي په هیڅ صورت د دې جوګه نشي کیدای چې د دغو ټولو داخلي ستونزو او خارجي تهدیدونو په مقابل کې دي مقاومت وکړي.

ګډ حکومت چې نوم يي د ملي یووالي خو کړه وړه د ملي یوالي پرضد ښکاري ، ځکه له امریکایانو سره امنیتي تړون او له آی.اس.آی سره د استخباراتي معلوماتو تفاهم نامه لاسلیکول هغه ملي ضد کړنې دي چې د ملت له ټولو ملي ، مذهبي او تاریخي ایجاباتو سره په ټکر کې دي.

د ولس د ملي مصلحتونو له په پام کې نیولو پرته د حکومت دا ډول کړنې افغانستان د سولې او ثبات په زیان دي ، او کوم لوري چې حکومت دا ډول کړنو ته هڅوي هغوی خپل مصالح د افغانستان په بی ثباتي کې ویني.

خو هغه حکومت چې بهرنیو مصالحو ته پر کورنیو هغو لومړیتوب ورکوي او د هغو تر سره کول خپل وظیفوي مکلفیت ګڼي په افغانستان غوندي هیواد کې د بقاء او پایښت چانس ناشونی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د