یمن : په نښته کي ۷۸ فوځیان وژل شوي دي

له یمن څخه په تر لاسه شویو راپورنو کي ویل شوي چي ددي هیواد د فوځیانو او وسله والو په نښته کي په لسګونو  یمني فوځیان وژل شوي دي .

له خبر سره سم د القاعدي د جهادي تنظیم وسله والو  د یمن د فوځیانو په یوه مرکز پراخه حمله وکړه په ترڅ کي د یمن ۷۸ فوځیان وژل شوي  او په لسګونو نور ټپيان دي  .

د یمن فوځ ادعا کوي چي په ځوابي برید کي یي ۲۵ وسله وال وژلي دي .

د یادولو وړ ده چي تر دي مخکي هم د القاعدي د وسله والو او د یمن د فوځیانو تر منځ خونړۍ نښتي شوي دي .

څو ورځي مخکي ددي هیواد واکمن علی عبدالله الصالح له واک څخه لاس واخست او  چوکي یی خپل مرستیال ته پریښودله .

په یمن کي د القاعدي ورځ په ورځ ځواکمن کیدل امریکا هم له سختي اندیښني  سره مخ کړي دي .

پامیر افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د