افغانستان

رحمت الله نبیل او حنیف اتمر یو بل ډبولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت رییس او د ګډ حکومت د امنيتي مشاور تر منځ د فزيکي شخړې خبر ورکړل شوی دی.

نن ټکی اسیا ته د ارګ  سرچينو ویلي چې د ملي امنيت رییس رحمت الله نبيل وروسته له هغه پر حنیف اتمر د سوک او لغتې وارونه وکړل، چې له آی ایس آی سره د توافقنامې پر سر يې لفظي شخړه تونده شوه.

رحمت الله نبیل د ګډ حکومت امنیتي مشاور د پاکستان پر غلامۍ تورن وګاڼه او پر دې يې ملامت کړ، چې تر لاسلیک وړاندې دوی ته بل سند ور ښکاره کړل شوی دی او د لاسلیک په شېبه د سند ډېره منځپانګه بدله وه.

له آی ایس آی سره د افغانستان د ملي امنيت له لوري د همکاري توافقنامه د پاکستان د څارګرې ادارې او د افغانستان د ملي امنيت د ریاست د مرستيال تر منځ لاسلیک شوه، چې له مخې به يې د آی ايس آی مخکښان افغان استخباراتي کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

رحمت الله نبیل چې د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست او د دې ریاست د مرستیال انجينر محمد خان پر ګوندي اړیکو د دې سند لاسلیک ته حاضر شوی و، خو د حنیف اتمر له لوري د لاسلیک په مهال هغه سند چې دوی يې د لاسلیک هوډ کړی و اوس نږدې پوره تبديل شوی و، چې نبیل يې له لاسلیک څخه انکار وکړ او له اتمر سره يې شخړه تر وهلو ډبولو ورسېده.

تېره ورځ د اجرايوي ریاست مرستیال انجينر محمد خان هم له طلوع تلویزون سره دغه خبره تاييد کړه او ويې ويل چې لاسلیک شوی متن هغه نه دی چې دوی ته ورښکاره کړل شوی و.

له دې ناندرۍ څو ورځې وروسته نن د ملي امنيت شورا د رحمت الله نبیل او حنیف اتمر د جوړ جاړي خبر ورکړ او ويې ویل چې د دوی تر منځ کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.

د آی ايس آی او ملي امنیت تر منځ د جاسوسي اړیکو د ټينګښت په پلمه دغه سند پخواني ولسمشر حامد کرزي، افغان ولس، ولسي جرګې او مشرانو جرګې په کلکو ټکو غندلی او دا يې د افغانستان د ملي ګټو خلاف عمل بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زرین کابل

الحمدلله چې الله پاک دغه دغلامانو غلامه ټولۍ دای اس ای په دوستی اوخپلوي هم وشرموله،یو وخت چې يې په همدي دښمنی دیرغل غلامي ته جوازپیداکاوه اوخاوره يې دهمدي دښمني په بهانه خرڅه کړه اوس الله وشرمول اوهغه دشمني يې هم درواغ اوپه غلامي بدله سوه

طوفان طوطاخیل

دا بې شرمان غلامان په هیڅ هم نه شرمیږي

خادم المجاهد

کاشکی همدغو کوچنیانو له عقله خلاصو په سلو کی ۱۰ فیصده
شرم لرلای هم داسی یوپر بل پسی شرمیدلی کارونه به یی نه کول
الحمدالله چی ټول اولس ته په رسمی سندو سره
دای ایس ای په غلامی وشرمیدل

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x