ikhwan office

اخوان المسلمين ته يوه مشوره …!!!

لیکنه : موسی فرهاد — 2015-05-22

څه دپاسه ۸۵ کاله تیریږي چې په مصر کې د اخوان المسلمین په نوم اسلامي ګوند د هغه مهال د نوموتي جامع عالم احسن البناء ترمشرتابه لاندي تأسیس شوی . اخوان المسلمین د ښه کدرونو او ښه رهبرۍ لرلو، د ښې آیډیالوژۍ او ښې کارګردګۍ له امله په مصر او نوره عربي نړۍ کې خورا زیات محبوبیت ترلاسه کړ . ترتأسیس لس کاله وروسته یې د تنظیم متعهد غړي شاوخوا شل لکو ته ورسیدل . په لومړیو کې یې مذهبي رنګ ډېر ، خو وروسته یې سیاسي رنګ هم خپل کړ . د وخت له حکومتونو سره یې د هم آهنګۍ ترڅنګ ، مخالفتونه هم لرل . د مصر د دیکتاتور واکمن ملک فاروق له لوری څو ځله منحل اعلان سو . له جمال عبدالناصر سره یې اړیکي ترینګلي شوي ، ورپسی یې له انورالسادات سره مخالفت نور هم زیات شو تردې چې سادات د اخوان پر مشرانو تور پوري کړ چې پر نوموړي د سوء قصد یا وژني فلان یې درلود . چې بالاخر ترور هم شو. په همدې وجه یې د نوموړي ګوند ډېری مشران زندانونو ته واچول ، شکنجه یې کړل ، ځيني یې په عمري بند محکوم او ځیني یې اعدام کړل . د اعدام شويو له ډلي څخه وتلي اسلامي مفکر ادیب او مبارز علامه سیدقطب رح هم ؤ ، چې تر السادات وړاندي جمال ناصر د بغاوت په تور بندي او بیا اعدام کړ .

د دغه اسلامي ګوند د ځپلو او ځورولو لړۍ دلته ختمه نشوه بلکي نورو نظامونو ته هم را وغځیده ، د حسن مبارک په ۳۱ کلنه دوره کې یې هم بلا ډېر وړ او ناوړه تکالیف وزغمل . ویل کیږي چې تراوسه پوري د اخوان المسلمین ۶۱زره غړي په وحشت سره په شهادت رسیدلي دی . په ۲۰۱۱ م کال کې دبهارعرب په نوم عربي انقلابونو اخوان المسلمین ته هم چانس ورکړ چې د پراخولاریونونو په مټ د حسن مبارک حکومت له منځه یوسي او د شفافو انتخاباتو په نتیجه کې ۵۴٪ قانوني برتري حاصله کړي او د محمدمرسي په مشرۍ د مصر په اقتدار کې راغلل . یو کال وروسته د جنرال سیسي په قومنده مصري پوځ ټول ملي او نړیوال نورمونه ترپښو لاندي کړل ، په غیر قانوني ډول یې د مرسي حکومت راچپه کړ . یوازي دانه چې حکومت یې له منځه یووړ ، په زرهاوو مصري مسلمانان چې د مرسي په پلوي لارو کوڅو ته را وتلي او سولیز احتجاجونه یي کول ؛ تربلډوزرو لاندي کړل . زندانونو ته یې وغورځول ، په مرمیو یې ځای پر ځای شهیدان کړل ، د اخوان مشران یې یو په بل پسی ونیول ، غیر انساني شکنجې یې ورکړلي . ان داچې د شدیدو عذابونو له امله په سوونو کسانو په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ . د ډیموکراسۍ نړیوالو بانیانو نه یوازي داچې د دې بشري ناورین د غندلو زحمت یې ونکړ ؛ بلکي په پټه او ښکاره د جنرال سیسي د ظلم او وحشت ترشا ودریدل .

د جنرال سیسي محکمه

لنډه داچې تر همدې شیبې پوري د اخوان المسلمین پر ضد د ظلم دا لړۍ روانه ده . د جنرل سیسي محکمه یو په بل پسی اخواني زندانیان په اعدام محکوموي . ویل کیږي چې تراوسه یې څه باندي دوه زره مسلمانان په اعدام محکوم کړي دي . او څو ورځي وړاندي یې د اخوان المسلمین روحاني مشر شیخ محمدالبدیع او سیاسي رهبر محمدمرسي هم په اعدام محکوم کړل .

جالبه دا ده چې په دې څه باندي ۸ لسیزو کې د دې ټولو وحشتونو او نا انصافیو پر خلاف د اخوان المسلمین عکس العمل یوازي او یوازي سولیز احتجاج دی ، و بس . دوی وایی : « سلمیتنا اقوی من الرصاص» رښتیا خبره دا ده چې د مصري اخوانیانو عزم و همت ته غرونه هم ماتيدلای شي . پر دوی باندي چې څومره ظلمونه وشول ؛ د نړۍ د مسلمانانو زړونه ورسره وچاودیدل ، ډېرو زیاتو مسلمانانو یې په غم اوښکي توی کړي ، ان داچې طیب اردو ګان د اخوانیانو پر مظلومیت د ملیونونو خلکو په وړاندي په ژړا سو .

پوښتنه

خو پوښتنه دا ده چې آیا دا آه و فریاد ، دا ژړاوې ، او دا اوښکي تویول ، د دوی څه درد دوا کولای شي؟ آیا دا ۸۵ کاله د سپین سرو او تورسرو چیغو او ژړاګانو دوی ته کومه ګټه رسولي ؟ آیا د دوی دا سِلمِي احتجاجونو ته د دوی د دیموکراتیک حق په سترګه کتل شوي ؟ له دومره زیات انعطاف سره سره بیا هم دوی د دیموکراسۍ لارویان ګڼل شوي ؟ د نړۍ له ټولو هغو اسلامي احزابو سره چې جهادي افکار لري ؛ د اخوان المسلمین پرېکون هغوی ته د نړیوالو په وړاندي څه برائت ورکړی ؟ د رابعه العدویه او تحریرمیدان معصومو انسانانو وینو د سیسي غوندي فرعوني جلادانو زړونه د اخوان المسلمین په وړاندي نرم کړي ؟ له دومره پرعزمه او طولاني مبارزې سره سره بیا هم اخوان المسلمین د خپل دردونکي شکست پر عواملو غور کړی ؟ آیا داسی خو به نه وي چې د مبارزې په لاره کې د یو الهي حکم د ترک ارتکاب شوی وي ؟ دا ډول پوښتني ډېري شته . چې ځواب یې ډېر اړین دی.

الهي نسخه

زه فکر کوم ، اخوان المسلمین ته نور پکار نه ده چې د مصلحتونو دا ناکامه او بې ګټي فلسفه تعقیب کړي . دوی باید هغه الهي نسخه عملي کړي چې الله تعالی مؤمنانو ته ښودلي او په دې خاطر یې ورته ښودلي چې مسلمان له ذلته وساتل شي ، له تضعیفه وساتل شی ، له مظلومیته وساتل شی ، د خپلو حقوقو دفاع وکړای شی ، او په دښمن باندي یې زړونه یخ شي . او هغه نسخه ده جهاد بالسیف « أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَـاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ » د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم او ورپسي تابعینو رحمهم الله سیرت زموږ په وړاندي دی . د مسلمان ذلت او عزت په همدې ټکي (جهادبالسیف) پوري تړلی دی ، چاچې ورته مخه کړه عزت یې وموند او چاچې ورته شاه کړه ذلت یې په برخه شو . مرګ ، ژوند ، شکست او کامیابي هسي هم د بشر فطري مقدرات دي ، مګر د ذلت له ژوند او مرګ نه د نجات لپاره الله تعالی مومنانو ته د جهاد بالسیف توصیه کړي ده . او دایې هم فرمایلي دي : چې په پریښودلو به یې له ذلت سره مخ کیږئ او له جنته به محروم کیږئ . « أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ جَـهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ ٱلصَّـبِرِينَ »

د بنګال اسلامي ګوند

موږ او تاسو د تېرو تاریخي او د اوسني عصر د ځینو معرکو شاهدان یو چې مسلمانانو د دښمن له لاسه شهادتونه او تعذیبونه لیدلي ، خو د نوري نړۍ مسلمانان دومره ورسره ځوریدلي نه دي لکه د مصري مسلمانانو پر حالت چې ځوریږي ځکه چې نورو خو حتی الوسع مقابله بالسیف کړي ده . د افغانستان جهاد یې یوه ښه بېلګه ده چې ستري امپراتورۍ الله تعالی د دوی په لاس را نسکوري کړي دي . که مسلمانان ډېر پکي ځوریدلي هم دي ، خو په دښمن یې هم زړونه یخ شوي دي . یوازنی تنظیم اخوان المسلمین دی چې د ښمن یې د جلاد غوندي توره پر غاړه ور ایښی او دوی بیا هم وایی چې موږ پر تشدد او جنګ جګړو یقین نلرو . د بنګله دیش جماعت اسلامي ګوند ته که وګورو د سیکولر او بې دینه واکمن حکومت له لوري یې نژدې هر سهار یو مشر دار ته خیژول کیږي . خو دوی یوازي په همغه ورځ یوه نیمه مظاهره سړکونو ته را وباسي . لا بیاهم له دې ناکامي هڅي نه اعراض نه کوي .

مصري او نور اخوانیان

زه نه وایم چې اخواني وروڼو ته دا لاره معلومه نه ده ، او یا هغوی پر جهاد عقیده نلري ، او یا داچې د اسلام په لاره کې د قربانۍ ورکولو توان او روحیه نلري . داسی هیڅکله نه وایم ،ځکه د دوی منشور دی چې وایي : الله غایتنا، والرسول قدوتنا، والقرآن دستورنا، والجهاد سبیلنا، والموت فی سبیل الله أسمي أمانینا. بلکي په دې هرڅه کې د مصر اخوان المسلمین تقریباً د امامت او لارښود درجه لري . دوی داسی نه دې لکه نور هغه تش په نوم اخوانیان چې د کفر او اسلام لوری یې معلوم نه وي ، په افغانستان کې موږ او تاسو اوس هم د ځینو ډلو نومونه اورو چې ځانونه اخوانیان معرفي کوي ، خو ولاړ دي د کفارو په صف کې یا په مکمله توګه او یا په نیمه شکل . څوک د جمعیت په نوم یادیږي ، څوک د اتحاد په نوم او څوک بیا د حزب په نوم .

دفاعي جهاد

په هرصورت اوس سوال دا دی چې له دومره ستر عزم او ستر هوډ سره سره بیا هم د اخوان المسلمین مشران ولي خپلي فلسفي ته تغیر نه ورکوي او ولی یې د هغو مشرانو لکه حسن البناء او سیدقطب مخالفت کړی چې د عملي جهاد کلک پلویان ول ؛ اوس ولی دوی خپلو خلکو ته د عملي جهاد اجازه نه ورکوي ، اقدامي جهاد که نشي کولای ، خیر دی ، ولي دفاعي جهاد خو ورباندي هرو مرو فرض دی ځکه چې دفاع خو په هر حالت کې پر مسلمان باندي فرض ده ، که یې توان لري او کنه . د خپل ناموس، ځان ، مال ، اولاد ، او عقیدې تحفظ خو ورباندي حتمي دی ، د صف په لږوالي او د وسایلو په کمښت هم مسلمان له دې ستري فریضې غاړي خلاصولای نشي . په داسی حال کې چې په انتخاباتو کې معلومه شوه چې د اخوان المسلمین پلویان ٪۵۴ سلنه دي . او دفاعي جهاد د هر ظالم په وړاندي کیږي ، که څه هم هغه ظالم په ظاهره مسلمان هم وي .

د اخوان المسلمین له دومره ډېرښت ، دومره زیاتو ځانګړتیاوو سره سره بیا هم د دوی مسلسل شکست سړي ته وېره پیدا کوي چې ، هرو مرو د الله تعالی په لاره کې د عملي جهاد د فرضي حکم د ترک ارتکاب شویدی ، که چیري دا فریضه پرځای شي ؛ زه یقین لرم چې الله تعالی به د شکست پرځای فتح او د ذلت پرځای د دنیا او آخرت عزت ورنصیب کړي . او د نوري نړۍ د مسلمانانو زړونه به ورسره ورغیږي .

پای ——!!

موسی فرهاد
2015-05-22

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

ستاسی خو َښه مشوره ده خو یوه خبره په یاد ولری چی لکه زمونږ د هیواد اخوانیانو چی کله قدرت لاس ته راوړ نو بیایی مونږ باندی هماغه کمونستان حاکم کړل چی دوی یی پر وړاندی جهاد کوو. نو ځه وایم چی د دیر احتیاط نه کار واخیستل شی کنه بیا به قدرت د رب وهلی ربانی او سیاف غوندی جواسیسو لاس ته ورشی- ځه خو وایم چی بی ځایه کودتاه او بی ځایه سړکونو ته راوتل ګټور نه دی تر سو چی یوه سمه بستر سازی نه یی شوی – اول باید زمینه برابره شی او سیاسی – اقتصادی… نور لوستل »

ابراهيم
میلمه
ابراهيم

یقینا چې شرعي نسخه مو ورته وړاندې کړې. خو له بده مرغه چې د ځينو موقف ګيري د شرعي اصولو پر بناء نه بلکې په عقلي هغو ولاړ وي. اللهم انصر الاسلام والمسلمین.

محمد
میلمه
محمد

د نن ټکی اسیا مشوره خو ډیره ارزښناکه ده خو دوی خو دوی وای چی مونږ سیاسی مبارزه کوو او دی کښی د دوی ناکامی ده لکه مو چی ولیدل