ټولنیزه برخه

مثبت فکر او مینه ژوند دی

لیکوال: حامد افغان

مینه او مثبته رویه ژوند ده، بې له میني او بې له مثبت اندود نه ژوند عذاب او جهنم ده، تاسو د شریرو او بدمعاشو خلکو ژوند ته ځیر شئ هغوی که څه هم په ټولنه کې شر او فساد شندي خو پخپل کور او له خپل اولاد سره خامخا مینه کوي او هغوی ته خیر او ښه غواړي، که څه هم هغوی پخپل شریر تبیت او بدو اخلاقو سره د میني او ښو کړۍ په ځان راتنګه کړې ده او دا د هغوی ناپوهي او لنډ فکري ده.

د ژوند په چارو کې خیر او شر، منفي او مثبت فکرونه غاړه غړۍ سره روان دي، ټول کوښښ کوو له شر او منفي ذهنيت نه ځانونه وژغورو او خیر او مثبت فکر خپل کړو، په ټولنه کې له نورو سره د چلند په اړه که ځیني شیطاني وسوسو او اندیښنو ته شا کړو او رحماني او وجداني چلند غوره کړو نو خیر او مثبت فکر ترلاسه کولی شو.

په دې لړ کې د مثبت فکر خپلولو له پاره یوه لنډکۍ کیسه او یوه بیلګه درسره شریکوم، څو د دې ستر کار خپلولو چل زده کړو، یوه سړي ته خپلي ميرمني وویل: سړیه! ستا خپلوان او دوستان ټول خود غرضه او خپل چاري خلک دي، کله چې موږ په وس کې ښه او شتمن یو دوی ډلې ډلې راروان وي، او چې بې وسه او تش لاس شو یو هم مخ نه را اړوي!.

سړي ته الله د مثبت فکر نعمت ورکړی و، د خپلي ميرمني د منفي سوچ نقمت او عذاب یې مثبت او په خیر سره تعبیر کړ او هغې ته یې وویل: عجیبه خبره کوې؟!! زموږ خپلوان او د هغوی خود غرضي به پخپل ځای پرېږدو، زموږ سره د اړیکو چلند ته یې که ځیر شو نو هغوی ډېر ښه او هوښیار خلک دي په ځانګړې توګه زموږ سره په چلند او اړیکو کې خو ساری نه لري، ځکه کله چې موږ کولی شو د هغوی مرسته وکړو او هغوی ته خیر ورسوو نو دوی موږ ته راځي، او کله چې بې وسه یو او له هغوی سره مرسته راته ګرانه یې نو نه راځي، د دوی دا چلند اصلاً زموږ د حالاتو مراعت او زموږ سره مرسته ده.

په ټولیزه توګه زموږ په ټولنه کې ځیني منفي رویې او شکایتونه ډېر عام دی، خو د مثبت فکر خپلولو په برکت په اساني سره دا شکایتونه ختمولی او آن په شکر او د الله په حمد بدلولی شو، لکه په دې کیسه کې مو چې ولوستل او دا بیلګه داسي هم تعبیرولی شو: موږ د شکایت په ډول وایو: فلانی موږ د اړتیا په وخت پیژني او د مجبوري په مهال اړیکه راسره نیسي، دا خبره که موږ د هغه له حالته او خصلته رابیله کړو، په خپل وس او ښه سړيتوب د الله شکر ادا کړو او ووایو: شکر خدایه! چې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو وس او توفیق دي راکړی دی؛ نو منفي سوچ او شکایت به مو په مثبت فکر او د الله په شکر بدل کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x