د امريکا يرغل ولې اوږد شو؟ (۵)

لیکوال: لطف الله خیرخوا

عسکري ستونزه:

د تېر جهاد د فتوحاتو ډېر پوځي لاملونه وو. مثلا امکانات وو. بهرني ماهرين وو. پرمختللې وسلې او موټرې وې. البته دا هر څه د ښه مهيا جهادي چاپېريال له امله وو، خو هغه څه چې زموږ خپله ونډه په کې ډېره وه او تر ډېره يې دښمن ته ماتوونکي ګوزارونه ورکړل، د مجاهدينو جبهاتي نظام و. دغو جبهو خپلو امکاناتو او فرصتونو ته په کتلو، يو ځای چېريکي عمليات وکړل او بل ځای يې جبهه يي کارونه وکړل. سره له دې چې تنظيمونه اوه (۷) ول، خو د جهاد دوران کې د دوی تنظيمي وېش ډېر بې توپيره و. بې توپيره دا معنا چې هر چا په خپل وار دښمن ښه وواهه. ځينې ځايونه خو لا د دوه درې تنظيمونو د اشتراک مثالونه هم شته.

اوسنی جهاد سره له دې چې قيادت يې يو دی او افغانستان شموله دی، خو بيا هم داسې څه نه تر سترګو کيږي، چې دښمن هغسې له پښو وغورځوي. زه فکر کوم، چې جهادي لوری په روان جهاد کې د يوه روغ دولت تشکيلات لري. دغه ګڼ تشکيلات د دې ستر لامل دی، چې عسکري اړخ کمزوری کړي. مثلا د جهادي لوري ټولو تشکيلاتو ته مياشتيني مصارف ورکوي، خو نظامي ته بيا په څلورو مياشتو کې خورده ورکول کيږي. دا ډول هغه کار ته د اهميت په سترګه ونه کتل شول، چې بايد ورته کتل شوي وی. دا تشکيلات بيا داسې هم نه دي، چې د عسکري فعاليت شا ته ولاړ وي او کلک يې کړي، بلکې ځينې خو عسکري کارونه خنډ سره مخ کوي.

په دغه حاضر تشکيل کې جهادي لوري په لوی لاس هر کس ونا کس داسې کارونو ته وړاندې کړ، چې هغه ملنګ يې بيخي په پوله نه وي تېر شوی. په وړه ساحه کې درې څلور دلګی مشران دي او هغه هم داسې سره يو بل ته ګوري لکه پېشو او موږک!!

خورده سهم ورکول کيږي، هغه خورده بيا په ولسواليو کې په پينځلس شل برخو تقسيميږي او هر دلګی خپله برخه په همغه خپل رجحان کاروي. همدا لامل دی، چې ختيځ خوا ته څوک يوه پوسته ان تخريبولی نه شي، فتح يې پر ځای پرېږده. که کار جبهاتي وی، نو بېشکه چې نتايج به هم نور وی. موږ وليدل کومو ځايونو کې جبهاتي کارونه وشول، ډېر کامياب او موثر تمام شوي.

مثلا کونړ کې د شيخ عبدالرحيم په مشرۍ خوندور جبهاتي کارونه وشول او همغه وخت، چې ځينو سيمو کې خلکو جهاد پيل کوه، دوی کونړ کې فتوحات کول. د شهيد شيخ دوست محمد جبهه يي کارونه له هيچا پټ نه دي. د حقاني صيب کارونو ـ چې جبهه يې تر شا ولاړه ده ـ خو ان د دښمن تيورسنان هم ګنګس کړي، چې څه وکړي. د شهيد ملا دادالله جبهاتي حرکت خو دې جهاد ته روح ورکړ.

دا اوس چې شمال او جنوب کې کوم فتوحات روان دي، د همدې جبهاتي کار برکت دی، ګني د بيسونو، قرارګاو، لېواګانو، غونډونو او پوستو وهل د دلګيو ملګيو کار نه دی. کېدی شي، يو نيم ځای کې جبهې ته د دلګي نوم ايښودل کيږي، خو بيا هم اعتبار د کار نوعيت ته دی.

موږ په لوی لاس خپل قوت ټوټې ټوټې کړ. بيا خو کاش چې زموږ خلکو د هماهنګۍ او اتفاق فکر لرلی.

دلته اصل ستونزه د نظريې هم ده. لومړی خو عامه نظريه پراګنده او پاشلې ده. ورپسې عسکري نظريه بيخي د نشت برابره ده. زه خو د خپلې سيمې مسئولين او دلګی مشران پېژنم، چې هيڅ خواري پرې نه ده شوې، نه دوی خپله څه عسکري پرمختګ لري. ګنې وګورئ، کوم تکتيک او عسکري هنر چې عربانو دلته پرېښود، هماغه چليږي، هيڅ تغيير په کې نه راځي.

مخکې مې خبره وکړه، چې عامه نظريه پاشلې ده، د دوه دلګی مشرانو د غاړه غړۍ کولو زور نه لري، نو بناءً هماهنګه عسکري نظريه خو بيخي نه شته. تېر جهاد کې عامه نظريه د ځانګړي، منظم او ايکي يو تعليمي نصاب په بڼه رامنځته شوه. دا چې وروسته خلکو د خپلې نظريې غوښتنې ځواب نه کړې، جلا بحث دی، خو نظريه په اتفاقي ډول تدوين شوې وه. اوس سړی نه پوهيږي، چې اړتيا يې نه شته او که دومره ضرور کار به نه وي. زه خو وايم که په شرعي دورو کې نظرياتي کار کېدلی، ډېرې ستونزې ورسره له منځه تللې.

تېره ورځ د تعليم وتربيې يوه مشر په ډېره ګيله منه لهجه وويل، چې کله پېښور کې ستونزې ډېرې شوې، ان ډېر شيخان دې ته پسخېدل، چې تسليم شي؛ ځکه يو ذلت دا دی او بل هاغه، خو هغه بيا په دې ښه دی، چې خپل وطن دی!!

مولوي صيب ګيله کوله او ان د شيخانو په نظريه يې اعتراض کاوه، خو خپله بيا د يوه داسې تعليمي نصاب جوړولو کې پاتې راغلي، چې يو مبارز او تحريکي ملا ترې فارغ شي. دې ډول کشمکش او کړکېچن چاپېريال کې نظرياتي پانګه همغومره مهمه ده، لکه څومره چې علمي پانګه مهمه ده.

د عسکري فعالانو لپاره د شرعي دورې نصاب ټاکل هم د تعليم وتربيې کار دی، چې په يو ځانګړي نظرياتي ډول ورته نصاب جوړ کړي او مجاهدين علی بَينَةٍ وروزل شي. زه خو د خپلې سيمې ډېری مجاهدين وينم، چې يوازې ډرسک ته خوشاليږي. جهادي اسلوب، جهادي اهداف او جهادي پرمختګ بيخي نه پېژني.

همدا اوس چې په ننګرهار او کنړ کې کومه هوا را الوتې، دلايل يې په دغو ملګرو تر بل هر چا ډېر تاثير کوي.

دا لا څه کوې، چې کله کله خو اربکي سره هم استدلال نه شي کولی، شپږ ورځې وروسته ورته ځواب وايي. عسکر او اربکی تسليموي، ګلان غاړې ته ورواچوي، نور ورته دا نه وايي، چې ولې تللی وې؟ ولې راغلې؟ توبه دې وويسته، که وخت دې پوره شو؟ لامل يې دا دی، چې جهادي لوري له اولې ورځې خپله خبره په نظرياتي ډول چا ته نه ده کړې. خپل ثوابت او متغيرات يې نه دې ورښوولي. د خپلې نظريې تأصيل يې نه دی کړی. نورو جهادي ډلو سره يې د اشترک او افتراق نقاط نه دي ورښوولي.

نظرياتي تاسيس دومره مهم دی، چې لارويو ته خپل ليدلوری او لار روښانوي. د کار طراز او تطبيق مراحل ورپه ګوته کوي. همدا نظريه يو حرکت ته د مراحلو د انتخاب جرئت ورکوي، اقدام ته يې هڅوي. موږ وينو، چې پرته له عسکري هغې د جهادي لوري ټولې پروسې د تپل شوو مراحلو ښکار دي. د پرديو ظروفو محتاج دي. پرديو شرايطو ته ځان برابروي. طبعي ده، چې نتايج به يې په ډېره کمه سلنه د جهاد په ګټه وي.

که نظريه وای، نو جهادي لوري بيا ځان په هره برخه کې پر مراحلو او شرايطو تحميلولی شو. هر فرد او ادارې سره به يې دا صلاحيت او جذبه وه، چې هر خنډ له منځه يوسي او مخکې لاړ شي. که د روان عسکري فعاليت تر شا عمومي نظرياتي ملاتړ او په ځانګړې توګه عسکري نظريه ولاړه وی، نو دښمن به ايله د مرګ وژوند معرکه کې ځان ګوډ ومات تر خپلې هديرې رسولی وی، خو افسوس چې د جهادي صف ټوک ټوک فعاليت دښمن ته د ساه اخيستلو چانس ورکړی…

امنيتي(استخباراتي) ستونزه :

دا هم يوه ستره ستونزه ده. تېر جهاد کې بيا دا ستونزه ډېره وه او بيخي په تاوان تمامه شوه. تېر جهاد کې له دې کبله خبره ورانه شوه، چې ډېره بې تجربګي وه او هيچا امنيتي حس نه درلود. اخر داسې شوه، چې اکثره رهبران او قومندانان پرديو غېږو ته ولوېدل، پای هغه څه وشول، چې وشول.

اوسني جهاد کې امنيتي حس نسبتا شته، خو په ډېر ځانګړي ډول. د ځان ساتلو خبره ده، چې ونه نيول شي، خو دا چې څه ډول يو څوک ځان پاک او بې تاثيره وساتي، مهمه خبره دا ده. امنيتي حس دا معنا چې يو څوک څه ډول جسماً او روحاً ځان ساتلی شي. خپله خبره او پروګرام ساتلی شي. څه ډول دښمن څارلی شي او څه ډول د دښمن رازونه ځان ته په ګوته کولی شي.

اوسنی جهاد د پخوا په څېر، بلکې له پخوا ډېر امنيتي هجوم او دفاع سره مخ دی. همدا ډول سيمه ټوله امنيتي فعاليتونو نيولې. تر کومې چې امنيتي لار وي، هيڅوک خپله موخه په مشروع ډول نه ګټي. بله ستره ستونزه دا ده، چې زموږ جهاد د لويو استمعارګرانو په شمول د نيمه استعمارګرانو تر منځ ګېر دی، نو ډېره او لا ډېره اړتيا ده، چې جهادي لوری خپل امنيتي قوت لا او لا پسې زيات کړي، ګنې لږ او ډېر دا جهاد هم له دې لوري متاثرېدی شي.

هره ستونزه د يوه خنډ په توګه خپل کار کوي، خو دا ستونزه هر څه له منځه وړي. فتح په ماتې، سرشاري په شرم او کار په غفلت تماموي!

کېدی شي جهادي لوری به امنيتي تشکيل لري، خو دا تشکيل دې حد ته رسول، چې ځان وساتلی شي، وڅارلی شي، دښمن وڅارلی شي، ليکو کې نفوذ پيدا کړی شي، رازونه يې راوويستلی شي او له هغې لارې خپل هدف ته ځان ورسولی شي، چې دښمن يې هيڅ حساب نه وي نيولی.

جهادي لوری بايد په دغسې مکثفو امنيتي شرايطو کې له امنيتي حسه بې تفاوته پاتې نه شي . د جهادي لوري هر فرد، د مختلفو سويو قيادتونه او پلويان ټول په همدې حس روزل غواړي، ګنې الله جل جلاله مه کړه، چې نا قابلِ تلافي نقصان به وويني او هيڅ به پوه نه شي، چې فاتح شو که خاسر؟

نور بيا…

تبصرې (6)

  • وروره دادي ښه کارده،چې سوالونوته جوابونه هم پخپله وايي.
    له پخواني جهادسره خو خورا زيات توپیرونه دي.
    ديوڅومثال به زه درکړم
    ۶پوپیرونه ډیر واضح دي.
    ۳دشرایطوتوپیرونه او۳دنظریاتوپیرونه.
    هغه وخت ټوله لويديځه نړي اوټوله اسلامی نړۍ په رسمي ډول ستادمقاومت ترشا ولاړه وه اودخدای هرنعمت یې درباندي لوراوه.ځکه خوځینی لیډران دنړۍ په کچه سرمایه داران شول.اوقومندانانو دخوب په کوټو کي ځانونوته دلمباحوزونه جوړکړل.
    دوهم-پاکستان ستامشران اوستا ټول ملت ته دپنا رسمي غیږه خلاصه کړه اوکه په کومه سیمه کې به جګړه تونده سوه، هرچاته دهجرت دیارمعلوم و.اودمحاهدینو هرتنظیم مستقل حکومت لاره، پاکستان دکورونو دفترونو،تربیت ګاوو،لپاره براخې زمکي ورکړې وی،معاشونه اومامورین،پوهنتونونه اوروغتونونه ..دهيڅ کمی نه وو،ازادنشرات اخبارونه،کانفرانسونه.سیمنارونه وغیر وغیره...
    اوس دي په پاکستان کې په جیلونوکې نیم قیادت زوړشو،نيم پکې شهیدان شول اونیم دنیولول ه ویری ترځمکي لاندي ورک ده.
    دریم-وسله که دي له دښمن سره برابره نه وه خو دځيو نړیوالو قوتونو دمستقیمي نظامي مرستې له امله نه ددښمن ټانک په روغه خلاصیدای شوه، نه الوتکه... اودریګن سټینګروخو نور ددښمن الوتکې دبمبار له زوره واچولې پروازيي هم نشوای کولای...اوس له وړو اوزراعتی سری بارود چوړوي اودبي۵۲ اوډرون اوکروزمقابله کوې

    اونظریاتي توپیر داوو چې دتنظیمونو پالیسي داسلامي نظام دراوستو په اړه قطعي نه وه،چابیرته دظاهرشا نظام غوښت،چا ویل کمونیستی دی ختمه شی ازاد انتخابات دي وشي،ځینو سوچه اسلام غوښت خوډیروپکي دچمهوریته نيولې ترشاهي پوري ټولې ارادې اوهیلي په ښکاره اعلانولې،له همدې امله له کمونیستانونه پرته نور هرچاديوتنظیم لمن نیولې وه،فکر،خوراک اومستقبل يې پوري تړلی و،اوس خو اوله او اخیره خبره دسوچه اسلامي نظام ده
    دوهم-هغه وحت افغاني شعور اوافغانیت پیکه و،ځکه دښمن په اسانۍ سره حپل غلامان پیداکړل،
    دبیلګې په توکه ډیروبه چلسوکې ویل چې حمیدګل به دافغنستان راتلونکې حکومت کې....وي،يو وخت مي ديوه تنظیمي جنرال په کتاب کې ولیدل لیکلي و:چې په افغانستان کې باید دمهاجرو اوانصارو ګډجکومت جوړشي،هغه دومره بې شعوره سوی و،چې په دې نه پوهیده چې هلته بیاموږ مهاجر اودوي انصار نه بلل کيږي.

    دریم هغه وخت دواحد زعامت اوشرعی امرتشه وه،ځکه ډیرنیک رهبران وو،خو داحزابو تعدد هغوي ته دشرعی امرحثیت نه ورکاوه،بلکې په هره ولسوالي کې د۷پاکستان میشتو رسمي تنظیمونو وسلوال په مقاومت بوخت و، چې ديوبل مرګ ته يې هم اړولي و،دیادونې وړده چې رسمي تنظیم به يې هغه ته ويل چې ای اس ای به يې مستقل نماینده په اسلام اباده کې منلی و،کنه دمولوي منصورکوندهم په ځو ولایتونوکې مضبوطي جبهی لرلي خوای اس ای نه وو منلی ځکه رسمي نه بلل کیده
    ایران میشتو ت۸نظیمونو وسلوال بیاپه هزاره اوشیع میشتوسیموکې ځان ته جبهات لرل اودهغوي رسمیت بیا دتهران په نمایندګیوپوري تړلی و.

    اوس يوه خبره واضحه ده چې امارت نه کوم تنظیم ده نه دچا له خوا تاسیس شوی، بلګې دننه جوړ شو اوهرمسلمان يې غړی کیدای شوای اوکیدای سي اوپرهیواديې رسمي حکومت وکړ،دشرعی نظام راوستوکې يې امتحان ورکړ اودکفري یرغل په پایله کې يې نظام په رسمي ډول سقوط وکړ،خو دپردې یرغل په وړاندي اودمشروع نظام دړنګيدو دردعمل په کډه روخيه جهادپه نظرياتي اړخ کې له پخواني نه مضبوط دی،اودقرباني نوعیت اوشدت يې هم له پخوانی نه ډیر توپیرلري، دوسایلو اومادیاتو دشدید قلت اوټولی نړۍ له مخالفت اودښمني سره سره دومره موثرمقاومت یوې معجزې ته ورته کڼل کیږي

  • خیرخواه صيب

    سلامونه او ارادت

    یاره چی دا سمتي بحث مو نه وای پکي کری

  • اغتراضونہ اومشورے معقولے اوپہ درد اودرک بنادی.خوبعضی خبرے داسی دی لکہ پخپلہ مھمانخانہ اویادطالبانوپہ شوراکے چی ناست یاست
    دتشکلاتومشخصات اوموقعتونہ.؛!!
    ھرہ جزیہ دنشرلپارہ نہ وی.

  • دخيرخوا صیب ډیري خبري سمي دي اويوڅه يې بې ځایه اوبې وخته دي
    اودزرین ورور تبصیرې مې باور وکړئ په سترګوکې اوښکي راوستې اواستدلال مي يې په رړه منګولې خښې کړي،عجیب واقعت په لنډوچملوکې

  • دخير خواه صيب نه هم لاره وركه ده, نه بوهيكي جي سه ووايي, او دا خبل شرو شوي سريال نور هم بسي اوكد كري, ضد او نقيض خبري كوي, كله وايي جي بخواني جهاد به وخت كي تجربه نه وه كله وايي جي اوسني جهاد كي تجربه نشته, نه بوهيكم خير خوا صيب تجربه سه ته وايي؟
    خير خوا صيب تجربه نه لري, جي دوه وختونه سره مقايسه كري, او نه دبخواني جهاد به هكله ورته دومره مالومات شته جي به هكله يي يوه معقوله خبره وكري, - لكه رزين صيب جي ورته اشاره كري, ديري معقولي خبري او به واقعيبت ولاري خبري او فرقونه - زكه دبخواني جهاد به شرو كي به خير خوا صيب دنيا ته هم نه وه راغلي, نو دبخواني جهاد به هكله يي خبري ديري ضعيفه او بي خونده دي, خبري يي ديري بي ترتيبه دي لكه دحجري خبري, يو بكي يو سه وايي او بل بكي بل سه.
    اوس ددي سياسي خبرو نه هم هسي رشخند جور شوي, يو سوك ضد او نقيض يو دوه خبري وكري, وايي بلاني دير قوي تحليلكر دي, لكه داوسني زماني شاعران جي يو دوه عادي خبري وكري وايي دا ازاد شعر دي...
    زما به فكر خير خوا صيب غواري جي كه دا دملا عمر به زاي امير المؤمنين شي نو هر سه به جور شي, او دامريكا يرغل ته به دباي تكي كيكدي, زكه دده به فكر دطالبانو نه خبره خرابه ده, او داسې څه نه تر سترګو کيږي، چې دښمن هغسې له پښو وغورځوي,

  • خیرخواه صیب تیر جهاد تر اوسه هم تاریخ نه بلکه د خلکو د سترګو لیدلی حال ده

    تاسو د تیر جهاد په نظم کې ډیره مبالغه کړې ده

    په تیر جهاد کې سل په سلو کې قومي احساسات مسلط وو، د جهادي امیر کنټرول په جبهه او قوماندان باندې صفر وو، نن چې جهاد د پښتنو پر اوږو پروت ده دا په تیر جهاد کې زما او ستا د قومي عملکرد نتیجه ده، د کمونستانو ګوډاګی حکومت ماتې له جنوبي، شرقي او جنوب غربي سیمو څخه پیل شوې، هلته ګوډاګیان تر 50 فیصده زیات ځایي او لږ هم د غیر پښتنو سیمو وو، زما او ستا جهاد به څنګه خدای قبول کړی وي چې تربور ګوډاګی مو د سر په قیمت غنیمت شوو وسلو باندی مسلح او خپل صف کې خوندي کړل او د هغه همسنګره ګوډاګیان مو په قومي تفکر چڼ وهل، په یوه پړي مو وتړل او زاړه کندهار ته واستول، په هغه وخت کې شریعت چا نه پیژانده، ټول سیمه ایز تصامیم د جبهه یي قوماندانانو د خپلی طبعې برابر غیر شفاف، وحشیانه او ظالمانه وو.

    ما درته عام ولیکل ځکه د پورته خبرو په لوستلو به مو شاید ټول هغه خاطرات په ذهن کې خطور وکړي چې تاسو یې د خپلې سیمې په جبهاتو کې شاهد وی.

    نور بیا