fbpx

د قرانکريم حقونه

احمدالله احمدزی

قرانکريم، د الله تعالی له لوري د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په واسطه مسلمانانو ته رالېږل شوی، تر اوسه هم زموږ ډېری مسلمان ولس پر دې نه پوهيږي، چې قرانکريم څه حقونه لري او بايد په کومه طريقه تعامل ورسره وشي.

زموږ ډېری ولس اوس هم يوازې دا فکر کوي، چې قرانکريم، د مړي پر سر، فاتحو او د جمعې شپې ختم لپاره کارول کيږي او د عمل لپاره يې اوس هم څوک فکر نه کوي.

سره له دې، چې اوس هم له خپلو خلکو اورو، چې د قران لار مو نصيب کړې، مګر بيا هم فکر نه کوو، چې قرانکريم د څه لپاره راغلی او پر موږ څه حقونه لري؟

علما کرام فرمايي، د قرانکريم اول حق پر دې کتاب ايمان راوړل دي.

په قرانکريم ايمان دا معنا، چې الله تعالی په دې کتاب کې کوم امرونه او نواهي رالېږلي، مسلمان بايد عمل پرې وکړي له بديو منعه او د ښه والي کار وکړي. د خپل ژوند ټول کارونه د قران له حکم سره سم ترسره کړي او په هره مسئله کې بايد د مسلمان فيصله کوونکی د الله تعالی کتاب وي. د دوستۍ او دښمنۍ معيار مو بايد د الله تعالی کتاب وي. له زوکړې نيولې، تر مرګه بايد مسلمان خپلې ټولې لارښوونې د الله تعالی له رالېږل شوي کتابه واخلي او دا په هغه صورت کې ممکن ده، چې پر دغه کتاب يې کامل ايمان راوړی وي.

د قران دویم حق تلاوت دی.

له نوې رڼا ځينې متاثر ياران فکر کوي، چې څوک د قرانکريم په معنا نه پوهيږي، نو يوازې لوست يې هېڅ ګټه نه لري، مګر دا خلک د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حديث مبارک ته نه ګوري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ” اقرؤوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصحابه “رواه مسلم
يو بل حديث چې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دی، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: { من قرأ حرفا من كتاب الله فله حسنة والحسنة بعشر أمثالها ، لا أقول الم حرف ، ولكن ألف حرف ، ولام حرف ، وميم حرف } . رواه الترمذي .

چا چې د قرانکريم يو حرف ولوست، نو الله تعالی به يوه نيکي ورکوي او يوه نيکي د لسو نيکيو په اندازه ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې زه نه وايم، چې الم يو حرف دی، بلکې الف يو حرف دی، لام بل حرف دی او ميم بل.

علماء کرام دا هم وايي، چې که د قرانکريم له معنا پرته د لوستو اجر او ثواب نه وای، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خو دې حديث کې د الم داسې مثال ويلی، چې څوک يې معنا هم نه پوهيږي، نو له دې معلوميږي، چې له معنا پرته هم د قران لوستل ثواب لري.

خو تلاوت هم بايد د قران له امر سره سم وي. الله تعالی خپل پيغمبر عليه السلام ته فرمايي: {ورتل القرآن ترتيلاً} قرانکريم بايد په ترتيل سره تلاوت شي او هر حرف يې د تجويد له قواعدو سره سم ادا شي. الله تعالی د هغو مومنانو صفت کوي، چې د قرانکريم د تلاوت حق ادا کوي. {الذين آتيناهم الكتاب يتلونه حق تلاوته أولئك يؤمنون به} [البقرة: 121

د قرانکريم درېيم حق د دې کتاب حفظ دی.

علما فرمايي،د دې پورته يادوو شوو صفاتو تر ټولو ښه مصداق د قرانکريم حافظ دی، ځکه چې څوک دا کتاب ياد کړي او په خپله سينه کې يې محفوظ کړي، نو دی کولای شي، چې هر وخت يې هر ځای ځان سره تلاوت کړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې د قران حافظ ته به وويل شي، چې قرانکريم په ترتيل لوله لکه څنګه دې چې په دنيا کې لوست، پورته خيژه او ستا اخري منزل د قرانکريم اخري ايت دی، چې هر وخت دې سر ته ورساو، نو هغه ستا ځای دی.

نو اوس که مسلمان ځان سره فکر وکړي، چې دی د جنت کوم مقام غواړي، نو ځواب يې بايد د خواهشاتو پر ځای په عمل کې ورکړي، چې د څومره قرانکريم د حفظ هوډ لري، نو اجر او ثواب به يې هم دومره وي.
يادونه: مسلمان پر دې نه دی مکلف، چې ټول قران ياد کړي، بس هر مسلمان بايد د قرانکريم دومره برخه ياده وي، چې خپل لمونځ کې يې تلاوت کړي او کله چې ناروغ وي، د شفا لپاره يې پر ځان ولولي. صحابه کرامو هم ټول د قرانکريم حافظان نه و، بلکې هر صحابي د خپل توان سره سم د قران کريم ځينې برخې يادې کړې وې.

د قرانکريم څلورم حق دا دی، چې مسلمان يې بايد په معنا ځان پوه کړي.

يوه ورځ يو داعي عالم زموږ سيمې ته راغلی و، چې د قرانکريم تلاوت يې وکړ، نو غږ يې وکړ، چې د ترجمې اړتيا به يې نه وي؟ نو خلکو وويل، چې په ترجمه يې نه پوهيږو، نو دې عالم وويل، چې قرانکريم د الله تعالی له لوري موږ ته رالېږل شوی او تر اوسه موږ دا مشکل نه دی حس کړی، چې ولې مو د الله تعالی په کلام ځان نه دی پوه کړی او نه راته ځان مقصر ښکاري. له هغې ورځې زه هم دې ته حيران يم، چې د اړتيا پر مهال مو ځوانان او زاړه د نړۍ هره ژبه زده کوي او هڅه کوي، چې په ښه لهجه يې ووايي، مګر د قرانکريم لوست او په معنا د ځان پوهولو لپاره هېڅ خواري نه کوو او نه راته پر دې خبره ځان مقصر ښکاري.

پنځم حق يې دا دی، چې مسلمان بايد پر قرانکريم عمل وکړي.

د قرانکريم د نزول حکمت او هدف پر دې کتاب عمل کول دي او دا نور حقونه دې سره تړلي دي. پخوانيو علماوو به چې قرانکريم لوست، نو ځان سره به يې دا ويل، له کومو خبرو ځان وساتي او پر کومو يې عمل وکړي. ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: «کله دې، چې د الله تعالی دا قول واوريده ‘ياايها الذين امنوا’ نو پوه شه، چې يا درته د خير امر کوي او يا دې له شره منعه کوي.»

د صحابه کرامو په وخت کې به چې کوم ايت نازل شو، نو صحابه وو به سمدستي په ډېره خوښۍ عمل پرې کاوو.
يادونه: پر قرانکريم عمل دا معنا، چې امرونه يې ومنو او له نواهيو يې ځان وژغورو. چا چې د قران له نواهيو ځان نه وي ژغورلی نو هغه عمل پرې نه دی کړی.

پر قرانکريم عمل کول د ژوند ټولو چارو ته شامل دي. قرانکريم د عقيدې اصلاح کوي او له قرانکريم پرته بله عقيده اسلامي عقيده نه ده او ژوند په هره چاره کې چې کوم کار له قرانکريمه سرچينه نه اخلي، دا کار د قرانکريم خلاف دی. په لنډه توګه ويلای شو، چې قرانکريم د عقيدې او عمل لارښوونه کوي او څوک چې خپله عقيده او عمل د قران په رڼا کې نه سموي، هغه د قران پر لار نه دی روان.

شپږم: پر قرانکريم پرېکړه او فيصله کول:

د قرانکريم يو مهم حق دا دی، چې مسلمان حاکم بايد خپلې پرېکړې د قران کريم له مخې وکړي.
علماء فرمايي، که مسلمانان قرانکريم په خپل ژوند کې عملي کړي، نو حاکم او پاچا ته ډېر کم شيان پاتې کيږي، چې هغه يې د قانون په توګه عملي کړي.

بل پلو سړی د مسلمانو حاکمانو ته هم حيران شي، چې يو طرفته پر قرانکريم د ايمان اقرار کوي، بل پلو د قران پر ځای د نړۍ پر وضعي قوانينو پرېکړې کوي او د قران پر ځان په نورو قرانينو کې عدل لټوي.

الله تعالی فرمايي: أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون} [المائدة: 50].
د قرانکريم بل حق دا کتاب خلکو ته رسول دي.

مسلمانان د الله تعالی له لوري پر دې مکلف دي، چې دا کتاب نورو قومونو ته ورسوي او اسلام د هغه چا لپاره د دنيا او اخرت د اجرونو وعده کړې، چې قرانکريم خلکو ته رسوي او په خپله هم عمل پرې کوي.

او اخري حق يې دا دی، چې څوک د قرانکريم د خپرېدو او قانون په توګه مخالفت کوي، د هغې لپاره بايد مسلمان قرباني ورکړي. په ژبه او چې په ژبه نه کيږي، نو بايد خپل ځان هم مرګ ته تيار کړي او هغه څوک هم ووژني، چې د قراني نظام مخالفت کوي او د خپرېدو يې مخالف وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د