درېیمه نړیواله جګړه به چېرې پیل شي؟

پامیر زیارمل
د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد

په ۱۹۹۶-م زېږدیز کال کې نامتو امریکايي سیاستپوه او ټولنپوه سامويل هانتینګتون فیلیپس په خپل «د تمدنونو شخړه او د نړیوال غونډال اړونه» نامه کتاب کې د لومړي پلا لپاره له لوړو پوهنیزو معیارونو سره سم د څوقطبیزې نړۍ او د تمدنونو د مخامختیا الواک وړاندې کړ. نوموړی کتاب د «نړیوالو اړېکو» په خپرونه کې د سامويل هانتینګتون «د تمدنونو شخړه؟» لیکنې ادامه وه، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د پوهانو پاملرنه ځان ته راواړوله.

سامويل هانتینګتون په خپل کتاب کې ټینګار کوي، چې د تمدنونو ګاونډیتوب ډېر ځله د شخړو علت وي، خو کله کله د شخړو مخنیوی شونی وي، که يې په ځېرکتیا شالید وڅېړل شي.

د سامويل هانتینګتون نښیر د نړیوالو چارو پر پوهنې ډېره ژوره اغېزه وکړه او په دې پوهنه کې نوی څپرکی ګڼل کېږي. د هانتینګتون الواک وروسته د نورو پوهانو له خوا په بېلابېلو کتابونو، لیکنو او څرکندونو بډای شو. ځېنو شناندو د هانتینګتون د الواک پر بنسټ وویل، چې نوې نړیواله جکړه به د لوېدیځ او اسلامي تمدنونو تر منځ پیل شي. د سپټامبر د ۱۱-مې نېټې له پېښو څخه وروسته هیچا دا تر پوښتنې لاندې نه راوستله، چې درېیمه نړیواله جګړه یوازې او یوازې د دغو دوو تمدنونو تر منځ شونې ده، ځکه چې یوازې مسلمانانو د لوېدېزې نړۍ اندبڼه او ژونددود نه دي منلي او دوی هیڅکله د ختيځ او لوېديځ ښکېلاک نه زغمي.

په رېښتیا هم د اسلامي او لوېدیځ تمدنونو تر منځ سیالي او مخامختیا د پېړیو په پوړيو کې په یوه او بله بڼه ادامه کوي، خو د نژدې او لېرې ختيځ وروستیو پېښو په ډاګه کړه، چې درېیمه نړیواله جګړه په دې سیمه نه پیلېږي، ځکه چې اسلامي هېوادونه او ولسونه له لوېدیځ سره د پراخې جګړې کولو جوګه نه دي. دلته دا پوښتنه راپورته کېږي، چې نوې نړیواله جګړه چېرې پیل کېږي؟

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، چې درېیمه نړیواله جګړه که پیل هم شي، نو د ارام اقیانوس په اسیايي سیمو کې پیلېږي. د دې سیمې د پېښو لړۍ د دې ویندویه ده، چې چین او په ټولیزه توګه ټول سیمه ییز هېوادونه د سترې جګړې په درشل کې دي. ښکاره خبره ده، چې په داسې ستراتېژيکه سیمه کې اوربل به په ټوله نړۍ کې د پراخې جګړې معنا ولري.

څېړونکي داسې انګېري، چې د چین او تايوان د څو لسیزو ناندرۍ او په اړېکو کې کړکېچ پایلوبې ته نژدې شوي دي. د څېړونکو په اند، یا دوی سره یو ځای کېږي او یا هم ستره جګړه پیلېږي. په اوسني پړاو کې دواړې ښکېلې غاړې هڅه کوي، چې پوخلا شي، خو وسله والې جګړې ته هم چمتووالی نیسي.

د ملي پخلاینې او د سمندر د دواړو غاړو د یوالي لارویان په تایوان کې د واک واګې په لاس کې لري، خو د دوی ګوند ورځ په ورځ خپل پلویان دلاسه ورکوي. له ۸۰ کلن ځنډ څخه وروسته د مي میاشتې په څلرمه نېټه د چین هېوادمشر سي څزينپین، چې د چین د واکمن کمونیست ګوند مشري هم پر غاړه لري او د تایوان د ولسمشر چژو ليلون، چې د کومینتانګ د ګوند مشري پر غاړه لري، تر منځ خبرو اترو او د تایوان په ټاپو کې د وګړي غبرګون څرګند کړل، چې تایوانیان له چین سره بیایوځای کېدون ته چمتو نه دي.

د TVBS ټلوېزیون اندپوښتنه ښيي، چې د تایوان ۷۱ سلنه خلګ نه غواړي له چینایانو سره یوځای ژوند وکړي. په اندپوښتنه کې ۷۸ سلنې ګډونوالو ځان تایوانیان بللي دي، نه چینایان. اوسمهال څوک شک نه کوي، چې د تایوان په راتلونکو پارلماني ټولټاکنو کې د واکمن کومینتانګ سیال «مخکښ ډېموکرات ګوند» غوڅ ډېرښت رایې ګټي. د تایوان ډېری اوسېدونکي د کومینتانګ واکمن ګوند، چې له چین سره د یوځای کېدو پلوی دی، پرديپال او په ټاپو کې د چین استازی ګڼي.

د تایوان ټاپو وګړي له ۱۸۹۵ کال څخه راهیسې له سیاسي اړخه له چین څخه بېل دي او هلته خپله ټولنه جوړه شوې ده. د تایوان خلګ نور ځان د چین یوه برخه نه ګڼي او دوی غواړي په رسمي توګه د خپل هېواد سیاسي، وټیزه او هڅوبیزه خپلواکي اعلان کړي. داسې ښکاري، چې د اوسنیو واکمنو سیال «مخکښ ډېموکرات ګوند» په ټولټاکنو کې د بریا په صورت کې د لوېدیزو هېوادونو او تر هر څه لومړی د امریکا په ملاتړ د بشپړې خپلواکۍ په لور خوځښت پیلوي. ښکاره خبره ده، چې په یواړخیز ډول د تایوان له خوا د خپلواکۍ اعلان به له چین سره د جګړې پیل وي.

چین له پخوا څخه کېدونکې جګړې ته په بېلابېلو ډګرونه کې چمتووالی نیسي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۵ کال کې د چین لوړې شورا «د هېواد د وېشاک د مخنیوي» قانون تصویب کړ. په منل شوي قانون کې راغلي دي، چې د تایوان د خپلواکۍ د اعلان او یا دې ته د شرایطو د جوړولو په صورت کې د چین مشرتابه د وسله والو ځواکونو د کارولو اجازه لري.

ښکاره خبره ده، چې پر تایوان باندې د چین یرغل به په اټوماټيكي ډول پر امریکا باندې د برید معنا ولري. که څه هم وروستی امریکايي سرتېری په ۱۹۷۹ کال کې له تایوان څخه ووت، خو امریکا تایوان د خپلو ستراتېژيکو ګټو ساحه ګڼي، نو ځکه واشنګټن په ډېر دقت سیمه څاري. د وسله والې جګړې په صورت کې داسې ځواکمن سیمه ییز هېوادونه، لکه جاپان او فیلیپین، چېرې چې امریکايي پوځي اډې شته، هم د تایوان هراړخیز ملاتړ کوي.

په خپل وار روسیه او د چین تر اغېزې لاندې نور هېوادونه د چین خوا نیسي. دا هم باید رد نه شي، چې د پراخې جګړې په صورت کې د امریکا او په ټولیزه توګه د لوېدیځ د ځپلو لپاره اسلامي غورځنګونه به د چین په ملاتړ ځانګړي پوځي عملیات وکړي. شونی دی، چې په همدغه علت چین په دې وروستیو کې «زما د دښمن دښمن زما دوست دی» د فورمول له مخې له طالبانو سره اړېکې ټینګوي. طالبان هم ښه پوهېږي، چې په نړیواله صحنه کې داسې ځواکمن ملګري ته اړتیا لري لکه چین، نو ځکه طالبان په ورین تندي چین ته د سفر ټولو بلنو ته مثبت ځواب وايي.

د پوځي کارپوهانو په اند، که د امریکا او چین تر منځ په رېښتیا هم درېیمه نړیواله جګړه پیل شي، نو دا جګړه به له پوځي اړخه ګټونکی او بایلونکی و نه لري، ځکه چې یوه خوا هم بلې خوا ته د ماتې ورکولو وس نه لري. که څه هم چې امریکا له تخنیکي او تخنالوژیکي اړخه پر چین لاسبرۍ ده، خو د چین وسله وال ځواکونه د شمېر او لوړ مورال له مخې پر امریکایانو غښتلي دي.

له دې ټولو سره سره، موږ باید پوه شو، چې هم امریکايي او هم چینايي سیاستوال مصلحتوال دي او چمتو نه دي ټوله نړۍ له نسکورېدلو سره مخامخ کړي. دا هم باید هېر نه شي، چې امریکا، جاپان او نور پرمختللي هېوادونه د چین اصلي سوداګریز انډیوالان دي او دوی یو بل ته اړتیا لري. وروستی فاکتور نړۍ ته له درېیمې نړیوالې جګړې څخه د ژغور هیله ورکوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طالوت
میلمه

دا به ډیره عجیبه وی چی خلک د دریمی نړیوالی جګړی اندونه مخکی له هر چا په ویاړمنه لهجه تفسیر کړی.
ایا دا روانه جګړه چی فقط اسلام شموله جګړه ده دریمه نړیواله جګړه نه ده.
ايا د عراق او افغانستان د قتل شوی مسلمانانو تعداد له دوهمی نړیوالی جګړی سره د تناسب وړ نه ده
نو موژ باید د څلورمی نړیوالی جګړی فکر من شو
مننه